
لیکوال: بشیر احمد "احمدي"
د سیکولریزم تاریخ او موخې (لومړۍ برخه)
تاریخي شالید
سیکولریزم په ۱۶مې پېړۍ کې په اروپا کې څرګند شو، هغه وخت چې د کلیسا کشیشان له مذهبي کړیو څخه جلا کېدل او هغوی ته “سیکولر” ویل کېده. د دېرش کلنو مذهبي جګړو پر مهال، چې د کلیسا ځمکې او مالونه بیرته خلکو ته وسپارل شول، دغه مالونه او ځمکې “سیکولر شوې” ګڼل کېدې.
لغوي او اصطلاحي ریښې
سیکولریزم (Secularism) یوه انګلیسي اصطلاح ده چې له لاتیني کلمې “سایکولوم” (Saeculum) څخه اخیستل شوې ده. په لاتین کې دې کلمې د “دُنیا”، “دنیایي” او د دین څخه د دولت د جلا کولو مفاهیم لرل. د لومړي ځل لپاره، انګلیسي مفکر جورج هولیوک په ۱۸۵۸ کال کې د “سیکولریزم” اصطلاح وړاندې کړه. هغه په خپل کتاب (د سیکولریزم اصول) کې، دا نظریه د دین او روحانیت په مخالفت کې معرفي کړه.
د سیکولریزم اصلي مفهوم
سیکولریزم په حقیقت کې هڅه ده چې دین د ټولنیز او سیاسي ژوند له چارو څخه لرې وساتل شي. دا نظریه پر دې باور ده چې دین باید یوازې د فرد په شخصي ژوند کې محدود شي او د دولت او سیاسي بنسټونو په کارونو کې هیڅ رول ونلري.
سیکولریزم هغه مهال د اهمیت وړ ګڼل کېږي کله چې ډیموکراسۍ رامنځته کول مطرح کېږي. ځینې څېړونکي باور لري چې د ډیموکراسۍ بنسټ ایښودنه د سیکولریزم پرته ممکن نه ده.
په بل عبارت، د ډیموکراسۍ یو له اساسي اړتیاوو او شرایطو څخه سیکولریزم او د واکونو او بنسټونو جلاوالی دی. له همدې امله، سیکولریزم دې ته را منځ ته شوی چې ووایي دین د ډېرو ټولنیزو ستونزو او بحرانونو سرچینه ده. دا د سیکولریزم اصلي مفهوم دی.
کله چې د سیکولریزم په اړه خبرې کېږي، د ټولنې په چارو کې د دین رول محدودېږي او یوازې انفرادي چارو پورې تړل کېږي. لوېدیځ دین د فردي ژوند د تنظیم لپاره مناسب ګڼي، خو د سیاسي او ټولنیزو چارو په اړه د سیکولریزم اصول پر مخ بیايي.
په دې توګه، د سیکولریزم دریځ د حاکمیت د چارو په تنظیم، د قوانینو په جوړولو، د اتباعو د حقونو په تنظیم، د ټاکنو په ترسره کولو، د جګړې او سولې په پرېکړو، د هیوادونو تر منځ د اړیکو، د ملي او نړیوالو تړونونو او نورو ورته برخو کې څرګندېږي.
د بېلګې په توګه، په ۱۹۰۵ کال کې د فرانسې پارلمان “د کلیسا او دولت د جلا کولو قانون” تصویب کړ. د دې قانون پر بنسټ، د فرانسې سیاسي نظام د سیکولریزم پر اساس ولاړ شو. دغه قانون په ټینګه د دې مخه ونیوله چې مذهبي سازمانونه، په ځانګړې توګه د کاتولیک کلیسا مرکزونه، له دولتي بنسټونو سره هر ډول اړیکې یا ملاتړ ولري.
له همدې امله، فرانسه نن ورځ د نړۍ په هیوادونو کې د سیکولریزم او ډیموکراسۍ زانګو ګڼل کېږي.
د سیکولریزم د ظهور عوامل
سیکولریزم د منځنیو پېړیو په اروپا کې د کلیسا د ظلم، استبداد، او بې عدالتۍ په تور دوران کې رامنځته شو. د دې فلسفې اصلي انګیزه د هغو استبدادي نظامونو پر وړاندې وه چې د دین په نوم یې واکمني کوله. په دې اساس، لوېدیځ شاهي نظامونه، امپراتورۍ، خلافتونه، او نور مذهبي سیاسي جوړښتونه مستبد ګڼي او سیکولریزم یې د بدیل په توګه غوره کړی، ترڅو دین د دولت له چارو څخه جلا کړي.
د لوېدیځ په سیاسي نظر کې، که واک یوازې د یوه کس په لاس کې وي، نو د ظلم، استبداد، او زیاتي امکان زیاتېږي. د همدې لپاره د واک او بنسټونو جلاوالی او تفکیک رامنځته شو، چې درې اساسي قواوې (اجرائیه، قضائیه او مقننه) په خپلواکه توګه عمل وکړي.
د کلیسا د استبداد پر وړاندې مبارزه
سیکولریزم د کلیسا د ظلم پر وړاندې د څو پېړیو فکري او سیاسي مبارزې پایله وه. لوېدیځ وروسته له اوږدو جګړو، د وینو تویولو او د کلیسا د واکمنۍ پر ضد پاڅون، سیکولریزم د یوه سیاسي او ایډیالوژیکي لیدلوري په توګه غوره کړ.
که د سیکولریزم د ظهور د انګیزې تاریخي کړۍ ته ځېر شو، نو په دې به ښه پوه شو چې سیکولریزم یوه تشه او بې موخې مفکوره نه ده، بلکې یو سیاسي او ایډیالوژیک لیدلوری دی. د دې مفهوم اصلي موخه د دین له ټولنیزو او سیاسي چارو لرې کول دي. هغه څه چې د نړۍ خالق د انسانیت د لارښوونې لپاره د وحیې په توګه رالیږلي دي، سیکولریزم غواړي له ټولنې څخه ګوښه کړي.
هغه کسان چې استدلال کوي چې حکومت کول د دین برخه نه ده او دا یوازې د مسلمانانو انساني تجربه ګڼي، یا هغه کسان چې عقل او وحیې جلا ګڼي او ادعا کوي چې: «مدني دولت د دین خلاف نه دی، بلکې خپل مشروعیت له خلکو څخه ترلاسه کوي، نه له دیني عالمانو څخه»، په حقیقت کې د سیکولریزم د پراختیا په موخه کار کوي. آیا دا فکر پرته له دې چې سیکولریزم یې په لټه کې دی، بل څه ګڼل کېدای شي؟
په حقیقت کې، سیکولریزم دې لپاره راغلی چې ووایي دین، په ځانګړې توګه په اوسني عصر کې اسلام، د ټولنې د پرمختګ خنډ دی. خو اسلام په خپله ایډیالوژۍ کې د انسانیت د سوکالۍ، هوساینې او خلاصون لپاره کامل لارښود دی. د مسلمانانو زر کلن تاریخ د دې خبرې ښکاره ثبوت دی.
ایا ممکنه ده چې څوک ووایي که لمر په شمسي نظام کې شتون ونه لري، نو انسان کولی شي د لمر په څېر د ټولې ځمکې او نورو سیارو د روښانه کولو لپاره بریښنا او انرژي وکاروي؟ دا یوه بې بنسټه ادعا ده. همداسې، دا فکر کول چې اسلام دې څنډې ته شي او سیکولریزم کولی شي د هغه ځای ښه ډک کړي، له حقیقت څخه لرې ده.
د امریکا رول په نړیوال سیکولریزم کې
امریکا د یو نړیوال زبرځواک په توګه د سیکولریزم د نظام ملاتړ کوي. دا وینه ځبېښونکی ځواک په نړیواله کچه د سیکولریزم د تطبیق او لیږد لپاره یو مشخص پلان لري. د نړیوالو بنسټونو په جوړولو او د هغوی له لارې د خپلو مفکورو او ارزښتونو د ترویج هڅه کوي.
امریکا د سیکولریزم د تطبیق ملاتړ کوي. له ۲۰۰۱ کال وروسته، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په پلمه یې په اسلامي هېوادونو کې جګړې پیل کړې. د دې جګړو اساسي موخه د مسلمانانو سیکولر کول او د اسلامي ارزښتونو د کمزوري کولو هڅه وه.
د امریکا ستراتېژي د نوو نسلونو د ذهنونو نیول او هغوی د لوېدیځو افکارو په جال کې راښکېلول وه. د لوېدیځ بې ارزښته نظریې او سیکولریستي ایډیالوژي هڅه کوي چې اسلامي ځوان نسلونه له خپل دیني هویت څخه بې برخې کړي او د غرب د پوچو افکارو ښکار یې کړي.
خو د ورځې او شپې له هڅو او مبارزې سره سره امریکا او متحدین یې خپلو شومو او ناوړه موخو ته چې د اسلامي امت سیکولر کول وو، ونه رسېدل. افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه و چې امریکا پرې برید وکړ او درنه جګړه یې پرې وتپله. په افغانستان کې د لوېدیځ له پوځي حضور وروسته په تېره بیا په تېرو څو کلونو کې امریکا ونه توانېده چې د جګړې له لارې بریالۍ شي، څو په افغانستان کې د جنوبي کوریا او جاپان په څېر په خوندي توګه خپل ارزښتونه وتپي. له همدې امله، د مختلفو لارو او د بېلابېلو چینلونو له لارې د خپلو افکارو او ارزښتونو د بنسټیز کولو په لټه کې وه.
نو پکار ده چې مونږ د مسلمانانو په حیث امریکا او لویدیځ خپل اصلي دښمنان وګڼو او تل د سیکولریزم د افکارو او ارزښتونو په وړاندې بد ګمان ولرو، ځکه الله سبحانه وتعالی د کفارو په اړه مسلمانانو ته په لاندې ډول امر کړی دی:«یا ایهاالذین آمنوا لا تتخذوا الیهود والنصاری اولیاء بعضهم اولیاء بعض و من یتولهم منکم فانه منهم ان الله لا یهدی القوم الظالمین»؛ ( مائده ۵۱ آیت) ژباړه:«ای مؤمنانو! یهود او نصاری دوستان مه نیسئ (او په اولی طریقې یې د سرپرستانو په توګه مه منئ) په دوی کې ځینې د نورو دوستان دي (او له تاسو سره په دښمنۍ کې برابر او یو شان دي) په تاسو کې هر څوک چې له دوی سره دوستي وکړي (او د سرپرست په توګه یې ومني) بې له شکه په دوی کې شمیرل کیږي. او په دې كې شك نشته چې خداى ظالمانو ته (د ايمان په لور) هدايت نه كوي.