لیکوال: محمد عاصم اسماعیلزهي
د اختری «قربانۍ» تاریخ او د هغه حقیقت (شپږمه برخه)
اقتصادي پوښتنه
که چېرې انسان له معنوياتو غافل وي او د نفسي غوښتنو او مادي شيانو په اړه فکر کوي او یوازې د هغو په لټه کې وي او همدارنګه موخه يې يوازې د دنيا لاسته راوړل وي، نو د هغه لپاره د الله تعالی د بشپړ قدرت درک او د خداى په عجيب نظام پوهېدل ستونزمن کېږي او ټول عبادتونه د یو عادت او دود په شان ګڼي او د قربانۍ مسئله د ډېرو سختو اقتصادي مسايلو څخه ګڼي او وایي: هغه زياتې پيسې چې هر کال د څارويو په حلالولو لګېږي، له درې ورځو غوښې خوړلو پرته بله ګټه نه لري که دا اندازه د ملت د هوساینې او پرمختګ لپاره ولګول شي نو ښه به وي، خو دا باید وپوهول شي چې د هیڅ روڼ فکره او پوه په نظر، د خیټې پالنه او نفسي غوښتنې او خوندونه د ملت د اخلاقو او اعمالو تر اصلاح کولو، لومړیتوب نلري. بلکي عاقل انسان وايي چي د خیټې ستونزي هغه وخت حل کيږي چي انسان په امن کي وي او په هغه کې انسانيت وموندل شي او د ښو او غوره اخلاقو خاوند وي او له لوټمارۍ، خيانت، فريب، غلا، جيب وهلو څخه ځان وساتي. تعلیم موندلي خلک چې تعلیم ضروري او اړین ګڼي، روزنه او روزنه نیزې چارې هم په ژوند کې ضروري ګڼي.
د الله سبحانه وتعالی د احکامو د اطاعت انګیزه همغه انګیزه ده چې انسان د یوازیتوب په وخت کې هم له جرمونو څخه منع کوي او قرباني د دې انګیزې په پیاوړتیا کې ځانګړی اثر لري.
په پايله کې د ولس او ملت خير په دې کې نه دی چې انسان قرباني پرېږدي او خپلې پيسې د نفسي خواهشاتو په پوره کولو لګوي؛ بلکي رښتيني خوښي او نیکمرغي په دې کي ده چي هر انسان په شوق او محبت سره دغه ابراهيمي سنت عملي کړي او د نورو په زړونو کي د قربانۍ او ایثارانګيزه پياوړي کړي. د قربانۍ په حقيقت پوهېدلو وروسته څرګنده شوه چې د قربانۍ موخه د غوښې خوړل او د بدن پالنه او چاغول نه دي، بلکې اصلي موخه د خداى د فرمان پوره کول او د ابراهيمي سنت را ژوندي کول او د قربانۍ او ایثار د انګیزې ترلاسه کول دي. قرآن کریم د قربانۍ په اړه فرمایي: «لَن يَنَالَ اللهَ لُحُومُهَا وَ لَا دِمَاوُهَا وَ لكِن يَّنَالُهُ التَّقوى مِنكُم»؛ “ستاسو د قربانۍ وینه او غوښه خدای ته نه رسېږي، بلکې یوازې تقوا، یعنې ستاسو د اطاعت انګیزه خدای ته رسېږي.
په هر صورت، د قربانۍ موخه وينه او غوښه نه ده، حتی د تېرو امتونو لپاره د قربانۍ غوښه هم حلاله نه وه، دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم له ځانګړنو څخه ده، چې د قربانۍ غوښه يې د امت لپاره حلال کړل شوې ده. بلکه، اصلي هدف د خدای د آزموینې په وړاندې د اطاعت او سرلوړۍ د انګیزې موندل دي.
ځينې خلک وايي: په لنډ وخت کې ډېر څاروي حلالېږي، دا يو اقتصادي زيان دی چې د خلکو پر ژوند يې ډېر اغېز کړی دی. دا د څارویو او غوښې کمښت رامنځته کوي؛ مګر دا نظرونه په ذهن باندې هغه وخت اغیزه کوي کله چې یو څوک د کائنات د خالق له بشپړ ځواک او د کائنات د تاسیس شوي نظم څخه ناخبره وي.
په ټوله نړۍ کې د الله تعالی د قدرت نظام تل داسې دی چې که خلک یو څه ته اړتیا ولري نو خدای تعالی به هغه شی زیات کړي او کله چې د خلکو اړتیا کمه شي هغه شی ورځ تر بلې کمیږي؛ د څاه د اوبو په څېر، هرڅومره چې را ایستل کېږي، هومره زیاتیږي او که را و نه ایستل شي، ورو ورو کمیږي او بلآخره چینې یې بندېږي او اوبه وچېږي. که موږ تېر وخت ته پام وکړو نو معلومه به شي چې په هغه وخت کې به خلکو قرباني کوله، ځکه چې نن سبا خلک د لمانځه، روژې، حج او نورو په اړه سستي او بې پروايي کوي، نو د قربانۍ کولو لېوالتيا هم نه ښيي. د اسلام په لومړۍ پېړۍ کې مسلمانانو په یوه وخت سل اوښان قرباني کول. لکه څنګه چې یو ځل رسول الله صلی الله علیه وسلم د منی په میدان کې په یو وخت سل اوښان قرباني کړل. که دې مسلې ته په دقت سره پام وکړو نو پوه به شو چې په اسلامي نړۍ کې د قربانۍ له دې زیاتوالي سره سره لا هم د قربانۍ د غوښې او څارویو کمښت نه دی راغلی او یا یې د بیې لوړوالی ډېر کم دی.
نن سبا اکثره خلک په عبادتونو لکه لمونځ، روژه او داسې نورو کې غفلت کوي. ډېر داسې کسان شته چې قرباني پرې واجب ده، خو قرباني نه کوي. که څوک دا دعوه وکړي چې د قربانۍ د څارويو کمښت د لوی اختر په ورځو کې د ذبحې له امله دی، نه يوازې دا چې واقعیت نلري، بلکې دروغ هم دي؛ ځکه په دې زمانه کې داسې هیوادونه شته چې خلک یې په هیڅ صورت قرباني نه ذبح کوي، خو بیا هم په هغو هیوادونو کې غوښه د هغو هیوادونو په پرتله کمه او ګرانه ده چې قرباني پکې ذبح کیږي. که د دې موضوع څېړنه غواړئ، د یوه ښار خلک د یو کال له پاره له قربانۍ څخه منع کړئ او څه موده وروسته وګورئ چې د هغه ښار خلکو ته به څه اقتصادي ګټه رسېدلي وي او د غوښې، شیدو او غوړیو بیې به څومره راټيټې شي. خو هیڅ اسلامي هیواد به دا کار ونه کړي. اوس د بېلګې په توګه د هند هېواد ته وګوره، چې د غواګانو قرباني نه کېږي، خو په دې وضاحت سره چا ليدلي، چې غواګانې د خپل کثرت له امله په کوڅو او لارو کې ګرځي؟ یا د غواګانو د کثرت له امله په سیندونو کې شیدې سمې دي، یا لږ تر لږه غوړي ارزانه دي؟ نه، د پاکستان له خپلواکۍ مخکې هند سل میلیونه مسلمانان درلودل، هر کال به یې قرباني کوله او انګرېزانو به هره ورځ په سلګونو غواګانې حلالولې، خو بیا هم په هغه وخت کې د غوښې او شیدو بیه د نن ورځې په پرتله ارزانه وه او د غواګانو شمېر ډېر و. خو که په هند کې که څو کاله د غواګانو حلالول په بشپړه توګه منع شي، نو امکان لري چې څه موده وروسته به هلته غواګانې ډېرې کمې شي.
ګرانو لوستونکو! څو کاله وړاندې، کله چې آس د سفر او جهاد وسیله وه، په پراخه کچه شتون درلود؛ خو نن چې د ترانسپورت پرمختللې وسيلې یې ځای نيولی، د پخوا په پرتله ډېر کم کارول کېږي او شمېر يې کم شوی او قيمت يې لوړ شوی دی چې دا د خلکو د اړتیاو د نشتوالي له امله دې.
باید ډاډه اوسو چې د خدای حکمت د انسان له عقل او پوهې څخه لوړ دی. کاش چې د نړۍ مسلمانان د قربانۍ په فضیلت او ښیګڼې فکر وکړي او قربانۍ د ابراهیم علیه السلام سنت وګڼي، تر دې چې په ایمان او عمل کې یې قوت پیدا شي او د اخلاص برکتونه په خپلو سترګو وګوري. همدارنګه د هر عبادت د ثواب تر څنګ نور خاص اثار لکه: (په لمانځه کې فروتني او تواضع، په زکات کې د مال له محبت څخه د زړه پاکوالی او له روژې او حج څخه د الله تعالی د محبت زیاتېدل)، په قربانۍ کې د ایمان او اخلاقو قوت او په عمل کې عزم او کوښښ هم جمع شوی دی.
او په پای کې دا چې د دغو یادګارونو ترسره کول چې په عملي توګه د محمد صلی الله علیه وسلم د امت لپاره واجب او اړین دي او احکام یې په قرآن او سنتو کې خوندي دي؛ تر قيامته پورې به دوام ولري او په هر دور او زمانه کې خليل الله دا درس ورکوي چې که انسان خپل ټول مال او ژوند د خداى په لاره کې قربان کړي نو د بندګۍ له حق څخه به بې برخې نه شي.