د هغه لیکونو او سفارتونو په منځ کې چې د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم د جزیرة العرب مختلفو سیمو ته ولیږل، هغه ماموریتونه چې ختیځې سیمې ته ولیږل شول له ځانګړو شرایطو سره مخ وو. په دغو ماموريتونو کې ايران ته د سفير لېږل ډېر مهم و. د رسول الله صلی الله علیه وسلم سفیر عبدالله ابن حذافه سهمي رضی الله عنه د پیغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم له یوه لیک سره د ایران پلازمېنې مداین ته روان شو. د اسلامي تاریخي روایتونو له مخې د ایران کسرا ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لیک متن په لاندې ډول وو:«بسم الله الرحمن الرحیم. د خدای له پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم څخه د ایران ستر پاچا کسری ته! سلام دي وي پر هغه چا چې هدایت شي، په خدای او د هغه پر رسول ایمان راوړي او ګواهي ورکړي چې له الله پرته بل معبود نشته او هغه شریک نلري او محمد صلی الله علیه وسلم د هغه بنده او رسول دی. زه تاسو په هغه څه چې پرې مامور شوی یم، تاسو ته بلنه درکوم؛ ځکه چې زه د ټولو خلکو لپاره پیغمبر یم چې ژوندیو ته خبرداری ورکوم او کافرانو ته حق ښکاره کړم. نو اسلام قبول کړه، تر څو سلامتیا او امن مو په برخه شي، او که مخ وګرځوې، نو د مجوسیانو ګناه به مو پر اوږو وي.»
د هغه وخت د ايران پاچا خسرو پروېز د اسلام د پېغمبراکرم صلی الله علیه وسلم د ليک له اورېدو وروسته هغه یې څېرې کړ، سفير ته يې سپکاوى وکړ او له دربار څخه يې وشړل. بیا یې په یمن کې خپل حاکم ته امر وکړ چې د محمد صلی الله علیه وسلم په اړه پلټنه وکړي یا هغه خپل ځانته را وغواړي، په دې توګه د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم بلنه یې رد کړه. د هجرت په اتم کال (۶۳۰م) کې د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم بحرین ته بل سفیر ولیږه چې نوم یې علاء حضرمي وو. هغه هم د پخواني سفیر په څېر د بحرین د واکمن منذر بن صوي لپاره یو لیک لېږداوه. عمرو بن عاص هم عمان ته د سفیر په توګه لاړ او د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم لیک یې د ازد قبیلې دوو مشرانو جیفر او عباد ته ورکړ. په دغه لیک کې د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم هغوی ته د اسلام د منلو او جزیه ورکولو سپارښتنه کړې وه، هغه مطلب چې د ده په نورو لیکونو کې شتون نه درلود. دغو دوو سفارتونو مثبتې پایلې لرلې؛ ځکه چې د بحرين او عمان دواړو اميرانو د اسلام د پېغمبراکرم صلی الله علیه وسلم په رسالت ايمان راوړ، اسلام يې قبول کړ او د خپلو لاس لاندې غيرمسلمانو جزیه يې ورکړه.
همدارنګه د اسلام پېغمبر صلی الله علیه وسلم د یمامې عيسوي واکمن ته هم يو سفير ولېږه. دې حاکم په بې ادبۍ سره ځواب ورکړ او غوښتنه یې وکړه چې د پیغمبر په نبوت او واک کې شریک شي، څو یوازې په دې صورت کې د هغه بلنه ومني!
په دې بیان کې مو حبشې ته د سفارت لېږلو یادونه ونکړه. دا سفارت یوازینی ماموریت و چې د سمندرونو ها خوا ولیږل شو و او د شپږم هجري قمري کال په پای کې یا د اووم هجري کال په پیل کې بشپړ شو.
د اسلام د پېغمبر صلی الله علیه وسلم او د هغه د اصحابو اړیکې له حبشې سره تر دې وړاندې هم ښې او ټینګې وې؛ ځکه چې د قریشو له ظلمونو څخه ډېر صحابه کرامو حبشې ته هجرت کړی وو او د هغه هېواد د پاچا نجاشي تر څارنې لاندې وو. هغه مهال چې د اسلام پېغمبر صلی الله علیه وسلم خپل سفيران عرب او غير عرب پاچاهانو ته ولېږل، عمرو بن اميه ضمري هم حبشې ته د سفير په توګه ولېږل شو. نبي علیه السلام نجاشي ته دوه لیکونه ولیکل؛ لومړی لیک د اسلام بلنه وه او دوهم لیک یې مدینې ته د مسلمانو مهاجرینو د راستنیدو غوښتنه وه. نجاشي ته د پېغمبراکرم صلی الله علیه وسلم بلنه له نورو لیکونو څخه په ځانګړي او متفاوت ډول سره شوې وه، په دې ډول چې د عيسويت او د عيسی عليه السلام د پيدايښت په اړه یې د اسلام نظريه بيانوله او هغه يې د خداى روح او کلمه چې پاک لمنې پېغلې مریم ته الهام شوه او له دې وحی څخه مریم د عیسی علیه السلام حمل پیل کړ، معرفي کړ.
نجاشي چې مسیحي و په داسې وخت کې ژوند کاوه چې له څلورمې پېړۍ راهیسې په حبشه کې عیسویت خپور شوی و. د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم همدغه راز د یو لیک په استولو سره یې له نجاشي څخه وغوښتل چې د ابو سفیان له لور« ام حبیبه» (چې خاوند یې عبیدالله بن جحش مسیحي او مرتد شوی و او هغه یې خوشې کړې وه) او له مهاجرو مسلمانانو څخه وه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په نیابت او استازیتوب د هغه لپاره نکاح کړي.
د اسلامي تاريخونو له مخې نجاشي د پېغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم بلنه ومنله او مسلمان شو، پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته يې يو ليک وليکه چې په کې يې خپل ايمان څرګند کړ او اعلان يې وکړ چې د پېغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم په استازيتوب یې د ام حبيبه د نکاح عقد تړلی دی. بيا يې په دوو لويو بېړيو كې له نورو مسلمانو مهاجرينو سره مدينې منورې ته ولېږدوله.
د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم پاچاهانو او امیرانو ته د خپلو وفدونو او سفیرانو په لیږلو سره بسنه ونکړه، بلکې په مختلفو وختونو کې یې د جزیرې ځینو سیمه ییزو مشرانو ته نور پلاوي او لیکونه هم ولیږل. د دغو ماموریتونو څخه ځینې یې په بریالیتوب سره ترسره شول او د هغو سیمو ځینو مشرانو هم اسلام قبول کړ.
د اسلام د پيغمبر صلی الله علیه وسلم سفارتونه او مکتوبونه د ډيپلوماسۍ په ډګر کې مهم اختراعات او نوښتونه وو او په يو ډول په دې ډګر کې د اسلام له لومړيو کړنو څخه ګڼل کيږي. دا کړنې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ایمان او زړورتیا استازیتوب کوي؛ پېغمبراکرم صلی الله علیه وسلم چې لا هم د خپلو خلکو د مخالفت له امله له ستونزو خلاص شوى نه و او د پام وړ پوځي ځواک يې هم نه درلود، خو په ځان باور او زړورتيا يې د روم امپراتور، د ايران پاچا او د خپل وخت نورو واکمنانو ته د اسلام بلنه ورکړه؛ په داسې حال کې چې د هغه دعوت هم د خپل تکامل په لومړیو پړاوونو کې و.
خو دغه تکړه ډيپلوماسي په ډېرو مواردو کې نتیجه ورنکړه . پېغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم چې د خپل قوم او قبيلې په منځ کې د خپل دعوت د خپرولو هڅه کوله، تمه نه درلوده چې پورتني ځواکمن پاچاهان به د هغه بلنه ومني.
د پورتنيو پلاويو لېږل نه يوازې د پېغمبراکرم صلی الله علیه وسلم د رسالت برخه وه، بلکې د پخوانۍ نړۍ پر وړاندې چې په ټکنده بنسټونو جوړه شوې وه او د زوال او ړنګېدو په درشل کې وه، مخامخ شوي وو. پخواني دینونه له انحلال او ضعف سره مخ وو، په داسې حال کې چې د اسلام دعوت په خپل تازه، قوت او محتوا سره بحث او مطالعې ته چمتو و. لرې لېدونکو وړاندوینه کولی شوای چې د دې نوي بلنې تر شا یو ځواک د چاودنې لپاره چمتو دی، او دا چاودنه په ریښتیا او جدي توګه نږدې کېدونکې ده.
اسلامي فتوحات په چټکۍ سره د رومي او ایراني امپراتوریو زړه ته ننوتل او مسلمانان د نوي دین د بچیانو او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د رسالت د پلویانو په توګه په حیرانونکي سرعت سره د یو لوی اسلامي دولت په جوړولو بوخت وو.
غربي مؤرخينو هم په خپلو تحليلونو کښې د پيغمبر صلی الله علیه وسلم د ژوند په باره کښې، د هغه د سفارتونو په باره کښې هم بحثونه کړي دي او د هغوي باور په اصل کښې په اسلامي تاريخي سرچينو باندې ولاړ دې. په هرصورت، ځینې یې د مکتوبونو د اعتبار او صحت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم لخوا د سفارتونو د فرمان صادرولو په اړه شک لري. د بېلګې په توګه د «وايل» او «میلر» په نوم دوو آلماني مستشرقينو په دې برخه کې شکونه راپورته کړي دي. “وائل” دې ته اشاره کړې ده چې د پېغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم په خطونو کې ځينې قرآني آيتونه هم شته (لکه د مصر واکمن ته ليک) چې د ليک د لېږلو په وخت کې لا نه و نازل شوي، چې ښايي په وروسته دورو کې په هغه کې اضافه شوي وي.