لیکوال: سید مصلح الدین

ډیپلوماسي په اسلام کې (څلورمه برخه)

 

 اسلامي سفارتونه او د ختيځ او لويديځ ترمنځ ډيپلوماټيکې اړيکې

د اموي دولت له ګاونډيو هيوادونو سره د ډيپلوماټیکو اړيکو په ټينګولو کې د پام وړ برياليتوبونه تر لاسه کړل، د بني امیه په دوره کې د اسلام او عیسویت تر منځ یو له مشهورو دیپلوماټیکو پېښو څخه د سولې هغه تړون و چې د امیر معاویه رضی الله عنه او د قسطنطین څلورم امپراتور تر منځ په ۵۸ هجري قمري کال کې د قسطنطنیې د محاصرې له ماتې وروسته لاسلیک شو، له دې وروسته په وار وار د بېزانس (روم) حکومت له خوا دمشق ته پلاوي واستول شول، ترڅو د امير معاويه د اهدافو او د دواړو دولتونو د اړيکو د پياوړتيا په اړه بحث او خبرې اترې وکړي. د پایلې په توګه، د دواړو خواوو تر منځ وړې ډیپلوماټیکې تبادلې ترسره شوې.
 د بني عباس د حکومت او بیزانس امپراتورۍ تر منځ به سياسي اړيکې کله ټينګې شوې او کله به ترينګلې شوې، د دوی تر منځ ډېر جنګونه، تړونونه او سیاسي پېښې وشوې او ډېری وختونه به سفارتونه او ډیپلوماټیکې خبرې اترې تبادله کېدلې. دا تړونونه او په ختیځ کې د یوه لوی اسلامي دولت او د هغه د عیسوي ګاونډي تر منځ دوامداره سیاسي اړیکې، طبیعي چاره ګڼل کېده.
د دواړو خواوو ترمنځ ډيپلوماټيکې تبادلې او خبرې اترې د هغه وخت د دودونو او عامو قوانينو له مخې ترسره کېدې او معمولاً د ډېر ځواکمن دولت په پلازمېنه کې کېدې، دې اړیکو د عیسویت په لور د اسلام د سیاست په لوري ورکولو او د هغه برعکس د پام وړ اغیزه درلوده، په هغه وختونو کې چې ختیځ د خپل ځواک او عظمت په اوج کې وو، د دې اړیکو اغېز له ختیځ څخه لویدیځ ته راوتلی وو، ځکه چې ډېری وخت لویدیځ د ځواکمن اسلام څخه د سولې غوښتنه کوله.
د عباسي دولت په راڅرګندېدو، د هغه د بنسټونو په پياوړتيا او په اندلس کې د نوي اموي حکومت په جوړېدو سره بغداد او قرطبه په ختيځ او لويديځ کې د اسلام او مسيحيت تر منځ د سياسي جذابيت د مرکزونو په توګه عمل وکړ، په همدې وخت کې تر ټولو ځواکمن هیواد (فرانسه) د اروپا له بل اړخ څخه راڅرګند شو، څو د لويديځو هيوادونو پام له ختيځ روم څخه واړوي او خپل ځانته یې را جلب کړي، چې دا پخپله د ختيځ او لويديځ ترمنځ د سياسي جذب يو نوی عامل ګڼل کېده.
د بني عباس د دوهم خلیفه (منصور) د واکمنۍ پر مهال موږ وينو چې د فرانسې حکومت هڅه وکړه چې په ختيځ کې د مسلمانانو له خليفه سره سياسي اړيکې ټينګې کړي او په دې توګه په نړۍ کې يو نوی انډول رامنځته کړي، د فرانسې پاچا «پیپین» خپل استازي بغداد ته د منصور لپاره ولېږل.
 فرانسوي مؤرخينو د سفارت د لېږلو نېټه د ۱۴۸ هجري قمري کال ۷۶۵ کال ثبت کړې ده، د رواياتو له مخي، فرانسوي استازو څه موده په بغداد کې تېره کړه او درې کاله وروسته بېرته فرانسې ته راستانه شول، د فرانسې پاچا د خلیفه سفیرانو ته ښه راغلاست ووایه او له هغوی څخه یې وغوښتل چې ژمی د میټز په ښار کې تیر کړي – چې هغه مهال د فرانسې د دربار مرکز و – بیا یې دوی ته بلنه ورکړه چې یو څه وخت په سیلس ماڼۍ کې تیر کړي او تفریح وکړي، کوم چې د نلوار سیند په غاړه موقعیت لري. له دې مودې وروسته د خلیفه سفیران د فرانسې د پاچا له سوغاتونو سره د مارسیل د بندر له لارې بغداد ته راستانه شول، د عباسي خلیفه او د فرانسې د پاچا تر منځ دغه تبادلې او سیاسي اړیکي ډېر وخت دوام وکړ او د هارون الرشید په وخت کې اوج ته ورسېد، چې د فرانسوي سرچینو په وینا، د سفارتونو تبادله او د ډېرو تبادلو لړۍ د دواړو خواوو ترمنځ پیل شوه.
د فرانسوي تاریخونو له مخې، عباسي خلافت هڅه کوله چې په لرې لویدیځ کې له فرانسې سره نږدې شي او اړیکه ونیسي، دا د ځانګړو شرایطو له امله و چې په اندلس (اسلامي اسپانیا) کې پېښ شوي وو. د اندلس لومړی اموي خليفه عبدالرحمن پر دغه خاوره واکمني وکړه او يو ځواکمن حکومت يې جوړ کړ، بني عباس هم د دغه نوي اموي حکومت د جوړېدو څارنه په ډېر احتیاط او تشویش سره کوله، د فرانسې پاچا هم د ختیځ له خلیفه سره د دې همکارۍ لپاره ورته انګیزه درلوده، ځکه چې هغه هم د پیرنه غرونو په جنوب کې د اسلامي نفوذ د خپرېدو او د هغې د پیاوړتیا په اړه اندیښمن وو او د اسلام د خپرېدو مخه یې ونیوله، د دې لپاره چې د کلیسا ساتنه وکړي او د فرانسې جنوب ته یې د پرمختګ مخه ونیسي.
 فرانسوي مورخين وايي چې د بغداد او فرانسې تر منځ دغه دوستانه اړيکې د هارون الرشيد او شارلمين له مړينې وروسته هم دوام درلود او د هارون زوی، مامون د شارليمن زوی او د فرانسې پاچا لوئس ته بل سفير ولېږه، تر څو د دغو دوه حکومتونو ترمنځ اړیکې او دوستي نوره هم ټینګه کړي.
 فرانسوي تاریخ پوهان وايي چې هارون د فرانسې او ایټالیا په سواحلو کې د مسلمان سمندري غلو د بریدونو په مخنیوي کې لویه اغېزه او رول درلود او دوی وايي چې پاپ ” دریم لیون” د هارون له مړینې وروسته شالیمان ته ولیکل چې د فرانسې سواحلو ته نه درناوی د هارون د مړینې له وجې ده چې په هغو کې یې خپل نفوذ او اغېزه له لاسه ورکړه.  په هغه دوران کې چې د اندلس اموي حکومت او د ختیځ روم حکومت دواړه د عباسي حکومت د دښمنانو او سیالانو په توګه پیژندل کېدل، دغو دواړو قدرتونو د سولې د تړون په لاسلیک کولو سره د دوستانه اړیکو د جوړولو پریکړه وکړه. د پایلې په توګه، د اموي واکمنانو او د قسطنطنیه د امپراتورانو ترمنځ ډیپلوماټیکې تبادلې او مهم لیکونه  سره رد او بدل شول.
 په 836 میلادي کال کې چې د 225 هجري کال سره سمون خوري امپراتور تیوفیلس د اندلس د واکمن عبدالرحمن بن حکیم دربار ته د سوغاتونو سره خپل استازي واستول، هغه په یوه لیک کې عبدالرحمن ته بلنه ورکړه چې له هغه سره هوکړه وکړي او هغه یې وهڅاوه چې په ختیځ کې د خپلو پلرونو (بني امیه خلفاوو) متصرفات بیرته ترلاسه کړي.
تیوفیلس دغه راز مامون او د هغه ورور معتصم د ختیځ روم په ځمکو باندې د تېري کولو له امله وغندل او په خپل لیک کې یې دوی ته د سپکاوي لقبونو سره اشاره وکړه. عبدالرحمن بن حکیم هم قیصر ته د خپل سفیر یحیی غزال له خوا د قیمتي سوغاتونو په لیږلو سره، چې د دولت یو مشر او مشهور شاعر و، ځواب ورکړ او په دې توګه د دواړو خواوو ترمنځ دوستي او اتحاد رامنځ ته شو.
خو د اندلس د واکمن او قیصر تر منځ اړیکې یوازي په لیکنو  پوري محدودې وې، ځکه چې د لومړي عبدالرحمن ځایناستو د هغه د پالیسۍ ژور ټکی چې د اندلس جزیرې په ساتنه او د امویانو د موقف په پیاوړي کولو تمرکز درلود، تعقیب کړ. دا چلند تر هغه وخته پورې دوام وکړ چې عبدالرحمن ناصر واک ته ورسید، هغه د خپل وخت ځیني بریالیتوبونو او پېښو ته په کتو سره اړینه وبلله چې د مغرب په چارو کې لاسوهنه وکړي.
 د دوو عباسي او بیزانسي حکومتونو تر منځ د اړيکو موضوع راګرځېدل، چې په هغه وخت کې د اسلام او مسيحيت تر منځ د تعامل سمبول و، د اتمې ميلادي پېړۍ په وروستيو کې د امپراتور څلورم لیون مېرمن «ايرين» چې يوه هوښياره او هوډمنه ښځه وه د ختیځ روم سلطنت په تخت واکمنه وه. هغه د خپل زوی قسطنطین پر ځای چې لا ماشوم و، حکومت کاوه، کله چې قسطنطین لوی شو او د واک غوښتنه یې وکړه، مور یې د هغه مخالفت وکړ، هغه یې و رټاوه  او په زندان کې یې واچاوه.  مسلمانانو له دې ګډوډۍ ګټه پورته کړه او د بسفر سواحلو ته د رسیدو تر وخته پورې یې د آسیا په کوچنیو سیمو کې څو ځله جګړه وکړه.
هارون الرشید چې په هغه وخت کې د خپل پلار مهدي ولیعهد و، په خپله یې د دغو جګړو مشري کوله. ایرین په پای کې اړ شوه چې د سولې غوښتنه وکړي او هارون ته یې سفیران واستول او هارون د هغه غوښتنه ومنله.
 د دواړو خواوو تر منځ یو تړون لاسلیک شو، چې له مخې یې “ایرین” د خلافت دربار ته د اویا زره دینارو کلنۍ جریمه ورکولو ژمنه وکړه. په دې موقع هارون او د روم ملکې یو بل ته شاهي تحفې ولیږلې. کله چې هارون د خپل پلار ځای ناستی شو،”ایرین” له واکه ګوښه شوې وه او د خزانې مشر “نیکفیروس” چې عربان یې “یعقور” بولي، د قسطنطنیې واک  ترلاسه کړ.
 کله چې هغه په ​​تخت کېناست، نو د عباسي خلافت له دربار سره يې خپله دښمني اعلان کړه او هغه معاهدې، چې له ملکې سره يې کړې وې، ماتې کړې او د جزيې له ورکولو يې ډډه وکړه؛ بیا یې هارون ته یو سفیر واستاوه او د یوه لیک په واسطه – چې شدید الفاظ یې پکې کارولي وه – له هارون څخه وغوښتل چې د بیزانس دربار سره دې خپلو پخوانیو تعهداتو ته ژمن پاتې شي او درناوی یې وکړي او د انکار په صورت کې دې جګړې ته چمتو شي.
هارون په دې لیک سره په غوسه شو او د لوی لښکر سره د صغیر اسیا جنګ ته لاړ او د هغې ځمکې يې تر هرقلیه پورې ونيولې. یعقور سولې ته اړ شو او هارون هم د سولې د تړون لاسلیک کول لپاره یو بل سفیر واستاوه.
د دواړو خواوو تر منځ یو نوی تړون وشو، چې په ترڅ کې یې امپراتور د ویجاړې شوې پوځي کلا د بیارغولو ژمنه وکړه او د کلنۍ جریمې په توګه یې دېرش زره دیناره، د ځان څخه د سرو زرو درې قلمه او د خپل زوی څخه درې قلمه د ورکړې ژمنه وکړه چې هغه باید د خلافت مقام ته وړاندې کړي.

 

 ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version