لیکوال: مهاجر عزیزي
ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۷)
(ج) د اسلام له نظره د تناسخ د باور باطلوالی
د روح د ژوند پر دوراني بهير یا تناسخ باور چې ساینټولوژستان پرې ایمان لري، یوه باطله عقیده ده چې له نفساني غوښتنو را ولاړه شوې ده. هېڅ سالم عقل یې نه مني او د عقل او نقل دواړو له پلوه دا عقيده مردوده ده. په دې برخه کې همدا لید لوری یا عقیده د عقل او شریعت له مخې په انتقادي ډول څېړو:
په قرآن کریم کې ګڼ داسې ایتونه شته چې د تناسخ باور په بشپړ ډول رد او باطلوي او د برزخ او اخرت په عالم کې د روح د لېږد حقیقت ثابتوي. الله تعالی فرمايي: «وَنُفِخَ فِی ٱلصُّورِ فَصَعِقَ مَن فِی ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَن فِی ٱلْأَرْضِ إِلَّا مَن شَآءَ ٱللَّهُ ۖ ثُمَّ نُفِخَ فِیهِ أُخْرَىٰ فَإِذَا هُمْ قِیامٌ یَنظُرُونَ • وَأَشْرَقَتِ ٱلْأَرْضُ بِنُورِ رَبِّهَا وَوُضِعَ ٱلْكِتَـٰبُ وَجِاىٓءَ بِٱلنَّبِیِّینَ وَٱلشُّهَدَآءِ وَقُضِیَ بَیْنَهُم بِٱلْحَقِّ وَهُمْ لَا یُظْلَمُونَ.»[۱] ژباړه: «او شپېلۍ به پو كړى شي، نو څوک چې په اسمانونو او څوک چې په ځمكه كې دي، ټول به بې هوښه شي، پرته له هغه چې الله یې وغواړي، بيا به بل وار پو كړى شي، سمدلاسه په دغه وخت به دوی ولاړ وي ګوري به او ځمكه به د خپل پالونکي په نور روښانه شي، كتاب به كېښودل شي، نبيان او شاهدان به راوستل شي او په حقه به يې ترمنځ پرېكړه وشي او په هغوى به ظلم نه كېږي.»
دا صحنه له یوې لویې او ویجاړونکې پېښې وروسته رامنځته کېږي؛ داسې پېښه چې د نړۍ هر څه به په بل مخ واړوي، ځمکه به وچوي، غرونه به له خپلو ځایونو وخوځېږي، مړي به را ژوندي شي او محشر به رامنځته شي. اسمانونه به وچوي، ستوري به خپاره شي او ټوله نړۍ به نوي حالت ته داخله شي.
تناسخ له دې قرآني انځور سره په بشپړ ډول په ټکر کې دی؛ ځکه تناسخ په همدې دنیا کې د روحونو په پرله پسې او نهپایېدونکي لېږد باور لري، حال دا چې الهي نظام په دنیا او اخرت کې د جزا او بدلې پر اصل ولاړ دی او په دې دنیا کې نورو بدنونو ته د روح لېږد نه مني.[۲]
راتلونکی ایت هم په څرګندوي چې له مرګ وروسته بېرته را ستنېدل ناشوني دي. الله تعالی فرمايي: «حَتّىٰٓ إِذَا جَآءَ أَحَدَهُمُ ٱلْمَوْتُ قَالَ رَبِّ ٱرْجِعُونِ • لَعَلِّیٓ أَعْمَلُ صَـٰلِحًا فِیمَا تَرَكْتُ ۚ كَلَّآ ۚ إِنَّهَا كَلِمَةٌ هُوَ قَآئِلُهَا ۖ وَمِن وَرَآئِهِم بَرْزَخٌ إِلَىٰ یَوْمِ یُبْعَثُونَ.»[۳] ژباړه: «تر هغه چې كوم يوه ته يې مرګ راشي، وايي ای زما ربه! بېرته مې وګرځوې ښايي په خپله شاته پرېښې (دنيا كې) ښه كارونه وكړم، هيڅكله نه، دا يوه خبره ده چې هغه يې کوونکی دی او (اوس) د هغوى په مخكې يوه پرده ده، تر هغې ورځې چې بيا ژوندي را پاڅول كېږي.»
یاد ایتونه په ښکاره ډول څرګندوي چې قرآن کریم بېرته نړۍ ته د مړو د را ستنېدو لاره په بشپړ ډول تړلې ده. د «کَلّا» (هېڅکله نه) کلمه په صراحت سره دا ډول غوښتنه ردوي او ناممکنه یې ګڼي؛ دا هغه څه دي چې د قرآن کریم په اصطلاح کې له تناسخ ښکاره انکار بلل کېږي.[۴]
ابن کثیر رحمه الله د دې ایت په تفسیر کې وایي: «دا ایت د هغه انسان حالت بیانوي چې د مرګ په حال کې وي؛ هغه څوک چې له مرګه وېرېږي او له الله تعالی څخه د بېرته ستنېدو غوښتنه کوي، چې خپل اعمال سم کړي، خو نور د اصلاح لپاره هېڅ فرصت ورته نه وي پاتې.»[۵]
همدارنګه الله تعالی په لاندې ایت کې له مرګ څخه وروسته د بېرته را ګرځېدو غوښتنه بې بنسټه ګڼلې او فرمایلي یې دي: «وَأَنفِقُوا مِن مَّا رَزَقْنَـٰكُم مِّن قَبْلِ أَن یَأْتِیَ أَحَدَكُمُ ٱلْمَوْتُ فَیَقُولَ رَبِّ لَوْلَآ أَخَّرْتَنِیٓ إِلَىٰٓ أَجَلٍ قَرِیبٍ فَأَصَّدَّقَ وَأَكُن مِّنَ ٱلصَّـٰلِحِینَ • وَلَن یُؤَخِّرَ ٱللَّهُ نَفْسًا إِذَا جَآءَ أَجَلُهَاۚ.»[۶] ژباړه: «او لګښت وکړئ له هغه څه چې موږ در روزي كړي، مخکې تر هغه چې ستاسو كوم يوه ته مرګ راشي (او) بيا وايي چې زما ربه ولې دې څه لږ نېټې پورې ونه ځنډولم چې زه صدقه وكړم او له نېكانو څخه شم؟ او الله به هېڅكله يو څوک وروسته نه كړي، كله يې چې اجل راشي او الله ستاسي په كړنو ښه خبر دی.»
پورته ایت هم په څرګند ډول په ډاګه کوي چې د اجل له را رسېدو سره، نه بېرته ستنېدل شته او نه بله موقع او دا حقیقت د تناسخ عقیده په بشپړ ډول ردوي.
د عقل له پلوه هم د تناسخ عقیده باطله ده. که فرض کړو چې تناسخ سم وي، نو ثواب او عذاب یوازې له روح سره نه، بلکې له بدن سره هم تړاو لري؛ ځکه بدن هم په ګناه کې شریک وي. راځئ دا موضوع په یوه مثال کې واضح کړو:
یو ړوند او یو ګوډ د غلا لپاره یوه دوکان ته ننوتل، ګوډ وویل: ته څه لیدلی نه شې او زه ګرځېدلی نه شم، نو ته ما پر خپلو اوږو واخله، په دې توګه به زما ګرځېدو ستونزه رفع شي او ستا د ليدو، خو کله چې د دوکان خاوند راغی، ړانده عذر وړاندې کړ چې زه خو څه نشم لیدلای، زه ګوډ رهبري کولم او ګوډ وویل چې زه خو نشوم ګرځېدلی، ړانده زه په خپلو اوږو کېنولم. په دې صورت کې د دوکان خاوند دواړه مجازات کړل؛ ځکه دواړه په جرم کې شریک وو. همدا ډول روح او بدن دواړه د انسان په کړنو کې شریک دي او روح له بدن پرته نه شي بشپړېدلای، نو ثواب او سزا روح ته ورکول کېږي، خو د سزا حقیقت پر بدن هم را څرګندېږي.[۷]
مسیحیان او ځینې فلاسفه وایي چې یوازې روحاني عذاب (تصوري سزا) بسنه کوي، خو دا ډول عذاب دومره کمزوری دی چې نه د ظلم مخه نیسي او نه انسان له بدکارۍ راګرځوي. رښتینی خوند او رنځ تل له بدن سره تړلی وي. لمس، لیدل، درد او خوښي ټول له جسم سره تړاو لري، نه یوازې له ذهني تصور سره، نو که عذاب یوازې روحاني وي، انسان به څنګه له بدۍ را وګرځوي؟
هر څوک چې مجازات کېږي، باید پوه شي چې د کوم عمل او کوم دلیل له مخې سزا ویني. د تناسخ پلویان وایي: مثلا یو جاروکښ یا کثافات ټولونکی د تېر ژوند د ګناهونو له امله مجازات شوی دی! حال دا چې دا بېچاره د «تېر ژوند» له ګناهونو هېڅ خبر نه لري او وایي: «زه له هېڅ شي خبر نه یم!» نو دا ډول سزا د عدالت خلاف ده.[۸]
د پورته څرګندونو پر بنسټ د ساینټولوژۍ ایین هغه ایین دی چې د روح او ذهن پاکوالی او د دنیوي خوښۍ ترلاسه کول خپل اساسي هدفونه ګڼي او له اخرت څخه په بشپړ ډول انکار کوي. همدارنګه یاد ایین د ختیځو دینونو تر اغېز لاندې بېلا بېلو بدنونو ته د روح پر لېږد او را لېږد باور لري. د اسلام له نظره اخرت او قیامت یو ثابت حقیقت دی چې هېڅ سالم عقل ترې انکار نه شي کولی. تناسخ یا د روح د لېږد نظریه یو باطل باور دی چې اسلام یې د قوي دلایلو پر بنسټ په کلکه ردوي.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[۱]. الزمر: ۶۸–۶۹.
[۲]. الاسلام فی مواجهة الباطنیة، ابو الهیثم، مخونه ۴۷–۴۸.
[۳]. المؤمنون: ۹۹–۱۰۰.
[۴]. تناسخ الأرواح، أصوله وحكم الإسلام فيه، مخ ۲۳۲.
[۵]. تفسیر ابن کثیر، ج ۵، مخ ۴۹۳.
[۶]. المنافقون: ۱۰–۱۱.
[۷]. العقیدة السماویة، شرح عقیدة الطحاویة، د علم الفرق والأدیان له لارې، شمسالحق افغاني، مخونه ۲۶۱–۲۶۲.
[۸]. هماغه.
