لیکوال: محمد عاصم اسماعیل ­زهي
کپيټلېزم (برخه: ۸)
پانګوالي د اسلام له نظره
د اسلام نظر د مال او پانګې د اصل په اړه ډېر مثبت دی. مال او هر ډول توکي چې د انسان اړتیا پوره کوي، د اسلام له نظره یو حیاتي امر دی؛ د ټولنيز ژوند او ټینګښت لامل ګڼل کېږي، د انساني ژوند د دوام وسیله ده او د دین او ديندارۍ د ودې لامل کېږي.
موږ دا موضوع د اسلامي ښوونو په ټوله لړۍ کې په څرګند ډول وینو، چې په بېلابېلو تعبیرونو د ژوند د نعمتونو د اړتیا او د مالونو او توکو د حیاتي ارزښت په اړه پکې خبرې شوې دي؛ همدارنګه په اسلامي ښوونو کې په انساني ټولنه کې د «مال» بنسټیز او اساسي رول څرګند شوی دی.
ځینې کسان چې ګومان کوي اسلام په بشپړه توګه له پانګوالۍ او پانګې سره مخالف دی، خو دا فکر ناسم دی؛ اسلام د ژوند پر ضروري اړتیاوو او د مال پر حیاتي ارزښت ټینګار کوي او د فردي او ټولنیزو ظرفیتونو د ودې لپاره د مال سمه ساتنه او مديريت هم اړين بولي. قرآن کریم مالونه د قِوام او الهي مرستې وسیله ګڼي او باور لري چې مال او پانګه باید ناپوه کسانو ته ونه سپارل شي.[1]
په قرآن کریم کې «مالونه» د قِوام او الهي مرستې وسیله ګڼل شوي دي:«وَلَا تُؤْتُوا السُّفَهَاءَ أَمْوَالَكُمْ الَّتِي جَعَلَ اللَّهُ لَكُمْ قِيَامًا.» ژباړه: «او کم عقلانو ته مو هغه مالونه مه سپارئ چې الله د ګوزران سبب درته ګرځولي.»[2]
«وَأَمْدَدْنَاكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ»؛ ژباړه: «او له تاسو سره مو د مال او اولاد به درکولو مرسته وکړه.»[3]
اسلام هغه پانګه او مال نه ردوي چې له حلالې لارې څخه ترلاسه شوی وي. اسلام هغه ډول پانګوالي ردوي چې د لوېدیځ په نظامونو کې د تیلو د ګډې ډلې او نړيوال اقتصاد د سترو انحصارګرو شرکتونو په کړنو کې لیدل کېږي.
ډېرو تولید، د کاروبار وده، علم ‌محوري، د پوهې پر بنسټ اقتصاد، د حلالې روزۍ ترلاسه کول، صدقه، مرسته، د پانګې پراختیا د مظلومانو ملاتړ او د فقر د له ‌منځه ‌وړلو له لارې، د اسلام او نورو الهي دینونو له ارزښتونو او موخو سره هیڅ تضاد نه لري.[4]
اسلام په اقتصادي ودې، د کروندې او ځمکې پر پراختیا او طبیعي سرچینو او پانګې په استخراج هم ټینګار کړی دی. په قرآن کریم کې راغلي دي: «هُوَ أَنْشَأَكُمْ مِنْ الْأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا.» ژباړه: «هماغه تاسو له ځمکې را پيدا او پکې اباد يې کړئ.»[5]
د ال عمران سورت په (۲۷) ایت کې راغلي چې الله تعالی هر چا ته وغواړي او (وړ یې وګرځوي) بې حسابه روزي ورکوي: «وَتَرْزُقُ مَنْ تَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ.» ژباړه: «او چاته چې دې خوښه شي بې حسابه روزي ورکوې.»[6]
اسلام له اقتصادي لېبرالېزم سره مخالفت کوي او په ټوله کې پر دې باور لري، چې هر هغه څه چې انسان د الله له یاد څخه غافل او د الله له لارې څخه لرې کوي  رد شوي دي.
اسلام د پانګوالۍ له هغه اړخ سره مخالف دی چې د انسان ډېره‌ غوښتنه، لالچ، حرص، طمع، د بېوزلو پر وړاندې د شتمنو لوړوالی، ځان ‌لوړ ګڼل او نسب پالنه خپروي.[7]
په قرآن عظیم ‌الشان کې هم د تولیدي پانګونې او شتمنیو له ځنډولو، کنز او زېرمه کولو څخه د ډډې کولو خبره شوې ده: «وَاَلَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلَا يُنْفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ.» ژباړه: «او هغو خلکو ته هم د دردناکې سزا زېری ورکړه چې سره او سپين ذخيره کوي او د الله په لار کې يې نه لګوي.»[8]
 د سرو زرو او سپینو زرو زېرمه کول (چې په پخوانیو زمانو کې د راکړې ورکړې وسیله وه او د پیسو واحد یې جوړاوه) ډېر او راټول شوي مالونه چې «کنز» بلل کېږي او د مال هر ډول عامه ګټه اخیستنه او پانګونه انفاق او د خلکو خدمت ګڼل کېږي.
نو له دغو ښوونو څخه چې د مالي مسایلو په اړه یې بېلګې ډېرې لږ دي، دا څرګندېږي چې په اسلام کې پانګې او مالونو ته په ډېر اصولي او مثبت نظر کتل شوي دي او شتمني په اسلامي ټولنه کې ځانګړی مقام او ارزښت لري.[9]
دوام لري…

مخکینۍ برخه

سرچینې:

[1]. قحف، منذر، دین و اقتصاد نظام اقتصادی اسلام و علم تحلیل اقتصاد اسلامی، ص67، مترجم: میر معزی، سید حسین، تابستان ۱۳۸۴هـ، قم-ایران.

[2]. سورۀ نساء، آیه: 5.

[3]. سورۀ إسراء، آیه: 6.

[4]. قحف، منذر، دین و اقتصاد نظام اقتصادی اسلام و علم تحلیل اقتصاد اسلامی، ص77، مترجم: میر معزی، سید حسین، تابستان ۱۳۸۴هـ، قم-ایران.

[5]. سورۀ هود، آیه: 61.

[6]. سورۀ آل عمران، آیه: 7.

[7]. سرگلزایی، محمد رضا، جنون قدرت و قدرت نامشروع در باب فاشیسم «توتالیتاریسم و کاپیتالیسم»، ص792، سال چاپ: ۱۳۹۸هـ، نشر قطره.

[8]. سورۀ توبه، آیه: 34.

[9]. هرمان هوپ، هانس، اشرافیت، سلطنت، دموکراسی: داستان حماقت و تباهی اخلاقی و اقتصادی، ص241، مترجم: عبدی، سلیمان، سال چاپ: ۱۳۹۶هـ، نشر دنیای اقتصاد.

Leave A Reply

Exit mobile version