لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۶۷)
د اوبو په پیدایښت کې الهي معجزه
دا حيرانوونکې او بې سارې ماده په ځمکه کې د ټولو ژونديو موجوداتو اساس او بنسټ دی. قرآن کریم دا لوی حقیقت په لنډ او بشپړ ډول داسې بیانوي: “وَجَعَلنَا مِنَ ٱلمَاءِ كُلَّ شَیءٍ حَیٍّ أَفَلَا یُؤمِنُونَ”[1] ژباړه: «او له اوبو څخه مو هر ژوندی شی پيدا کړ، نو ايا دوی ايمان نه راوړي؟»
د انسانانو، حیواناتو او ټولو ژونديو موجوداتو بیولوژیکي سیستم د اوبو پر شتون ولاړ دی. اوبه هغه یوازینۍ ماده ده چې مالګې او غذایي مواد په ځان کې حلوي او بیا یې د ژوندیو موجوداتو جوړښتونو ته رسوي. له اوبو پرته د ځمکې پر مخ هېڅ انسان، حیوان او نبات ژوند نه شي کولی.
باران د ژوند او رزق د سرچینې په توګه
د الهي خلقت له ځانګړتياوو څخه يوه دا ده، چې په هره ثانیه کې په منځني ډول «شپاړس میلیونه ټنه اوبه» له اسمان څخه ځمکې ته لېږدوي. د دې لوی حقيقت يادونه قرآن کريم په ډېر نازک او دقيق ډول کړې ده: “أَنَّا صَبَبنَا ٱلمَاءَ صَبّاً”[2] ژباړه: «چې موږ ښې (پرېمانه) اوبه را تويې کړې دي.»
که دا اوبه په يو ځل په ناڅاپي را پرېوتې وای، نو ژوند به له منځه تللی وای؛ خو د بارن د کوچنيو څاڅکو په بڼه يې را ورول د الله تعالی د لطيف نوم ښکاره ننداره ده چې پکې رحمت، نظم او حکمت پټ دی.
په (۱۹۸۸ز) کال کې د سوریې په څړځایونو کې ډېر بارانونه وشول، چې له امله یې طبیعي واښو او نباتاتو په دومره اندازه وده وکړه چې که له بهر څخه را وارد شوي وای، اقتصادي ارزښت یې «لس میلیارده سوريي لیرې» کېده. دا اسماني نعمت د الهي رزق ښکاره بېلګه ده؛ هغه څه چې قرآن کریم یې یادونه کړې ده: “وَفِی ٱلسَّمَاءِ رِزقُكُم وَمَا تُوعَدُونَ.”[3] ژباړه: «او ستاسې روزي او څه چې درسره ژمنه کېږي (ټول) په اسمان کې دي.»
نو د انسان رزق او روزي په حقیقت کې له اسمان څخه را نازلېږي؛ ځکه هېڅ مېوه، دانه او یا نبات له بارانه پرته نه پیدا کېږي. کله چې باران ډېر شي، حاصل زیاتېږي، بیې راټیټېږي او نعمتونه پراخېږي. په دې اړه قرآن کریم فرمایي: “وَإِن مِّن شَیءٍ إِلَّا عِندَنَا خَزَائِنُهُۥ وَمَا نُنَزِّلُهُۥۤ إِلَّا بِقَدَرٍ مَّعلُومٍ.”[4] ژباړه: «هېڅ شی نشته چې د هغه زېرمې له موږ سره نه وي او موږ چې هر شی نازلوو په يوه ټاکلې اندازه يې نازلوو.»
دا بیان څرګندوي چې د باران نازلول او د هغه اندازه د طبیعي تصادف پر بنسټ نه ده، بلکې د الهي تقدیر او ازلي نظم له مخې ترسره کېږي.
د اوبو په سيستم کې ایماني دلیلونه
د باران هر څاڅکی د «الله تعالی د قدرت، رزق او تقدیر» نښه ده: “كُلّاً نُّمِدُّ هَٰؤُلَاءِ وَهَٰؤُلَاءِ مِن عَطَاءِ رَبِّكَ وَمَا كَانَ عَطَاءُ رَبِّكَ مَحظُورًا.”[5] ژباړه: «هرې ډلې سره مرسته کوو، دغې سره هم او هغې سره هم، ستا د رب له له ورکړې څخه او ستا د رب ورکړې لره مخه نيول نشته.»
په دې نظام کې د باران، نباتاتو، څارویو او انسانانو ترمنځ اړیکه، د الهي تقدیر د زنځیر څرګندونه ده، لکه څنګه چې قرآن کریم د عبس سورت په ایتونو کې فرمايي: “فَلیَنظُرِ ٱلإِنسَٰنُ إِلَىٰ طَعَامِهِۦۤ * أَنَّا صَبَبنَا ٱلمَاءَ صَبّاً * ثُمَّ شَقَقنَا ٱلأَرضَ شَقّاً * فَأَنبَتنَا فِیهَا حَبّاً * وَعِنَباً وَقَضباً * وَزَیتُوناً وَنَخلاً * وَحَدَائِقَ غُلباً * وَفَٰكِهَةً وَأَبّاً * مَّتَٰعاً لَّكُم وَلِأَنعَٰمِكُم.”[6] ژباړه: «نو انسان دې خپلو خوړو ته وګوري، چې موږ ښې (پرېمانه) اوبه را تويې کړې دي. بيا مو ځمکه چولې (څيرلې) ده او په هغې کې مو (غلې) دانې را زرغونې کړې دي؛ انګور، سابه، زيتون، خرما او ګڼ ګڼ باغونه، مېوې او شنې ګياوې. ستاسې او ستاسې د څارويو د ګټې اخيستنې لپاره.»
په یقین او له شک پرته، د انسان د سترګو پر وړاندې د مخلوقاتو د پیدایښت او نباتاتو د ودې لیدل د یو دانا او مطلق قادر خالق د شتون روښانه بېلګه ده.
«وفی كلّ شیءٍ له آیةٌ … تدلّ على أنّه واحدُ» ژباړه: « او هر شی د هغه نښه ده… چې شاهدي ورکوي په دې چې هغه یو دی.»
د هوا او اوبو ترمنځ معجزانه اړیکه
د هوا او اوبو ترمنځ یوه ژوره او دقیقه اړیکه شته؛ داسې اړیکه چې که نه وای، ژوند به پر ځمکه دوام نه وای کړی. هوا دا وړتیا لري چې د اوبو بخار په ځان کې ولېږدوي او دا ظرفیت د «تودوخې د توپیر» له مخې بدلېږي.
د بېلګې په توګه په صفر درجې تودوخه کې یو متر مکعب هوا یوازې د پنځه ګرامه اوبو بخار ساتلی شي، خو له شلو تر دېرشو درجو په تودوخه کې تر «سل او دېرش ګرامه» بخار زغملی شي. د ظرفیت همدا توپیر د ورېځو د جوړېدو او باران د ورېدو لامل کېږي.
لمر د ځمکې یوه لویه برخه ګرموي، په ځانګړې توګه سمندرونه، چې د ځمکې(۷۲) سلنه برخه پوښي. د سمندر اوبه په بخار بدلېږي، هوا بخار راټولوي او بادونه یې سړو سیمو ته لېږدوي، لکه څنګه چې تودوخه راټېټېږي، هوا اضافي بخار خوشې کوي، چې د «باران د څاڅکو» په توګه راښکته کېږي.
دا دقیق نظام د هغه ځانګړتیا پایله ده چې خدای جل جلاله د اوبو او هوا په عناصرو کې ځای پر ځای کړې ده. که چېرې هوا د بخار د لېږدولو وړتیا او يا هم اوبو د بخار کېدو ځانګړتیا نه درلودی، د باران او ژوند دوران به ناشونی وای.
“وَجَعَلنَا مِنَ ٱلمَاءِ كُلَّ شَیءٍ حَیٍّ أَفَلَا یُؤمِنُونَ.”[7] ژباړه: «او له اوبو څخه مو هر ژوندی شی پيدا کړ، نو ايا دوی ايمان نه راوړي؟»
د اوبو حیرانوونکې فزیکي ځانګړتیا (په کنګل کې پراخېدل)
د اوبو له سترو معجزو څخه یوه د «کنګل کېدو پر مهال پراخېدل» دي. ټول پېژندل شوي عناصر په طبیعت کې د تودوخې په کمېدو سره انقباض کوي او کثافت یې زیاتېږي، خو اوبه په څلور درجې سانتي ګراد کې له دې قاعدې څخه استثنا کېږي؛ کله چې دې درجې ته ورسېږي، د راکمېدو پر ځای «پراخېږي».
که اوبه د یخ کېدو پر مهال سره راټولې شوې وای، نو یخ به د مایع اوبو په پرتله ډېر کثافت درلود او د سمندرونو تل ته به ډوب شوی وای. په دې توګه به ټول بحرونه او سمندرونه ورو ورو له تل څخه تر سطحې پورې یخ شوي وای، د تبخیر او باران بهیر به په تلپاتې ډول بند شوی وای او په پایله کې به پر ځمکه ژوند پای ته رسېدلی وای.
خو د همدې خاصې ځانګړنې له امله، یخ د اوبو پر سطحه جوړېږي او پر هغې پاتې کېږي. د یخ دا طبقه د سمندر په سطحه د یوه ساتونکي پوخ په توګه کار کوي، د لاندې اوبو تودوخه ثابته ساتي او د سمندري موجوداتو ژوند ممکنوي
په همدې ډول د اوبو فزیکي ځانګړتیا خپله د الله تعالی د حکمت ښکاره نښه ده؛ تصادف هېڅکله داسې دقیقه همغږي نه شي رامنځته کولی.
“أَفَلَا یؤْمِنُونَ.” ژباه:« ایا د کایناتو د پیدایښت په اړه فکر نه کوئ او ایمان نه راوړئ؟»
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. الأنبیاء: 30.
[2]. عبس: 25.
[3]. الذاریات: 22.
[4]. الحجر: 21.
[5]. الإسراء: 20.
[6]. عبس: 24-32.
[7]. الأنبیاء: 30.
