لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۶۶)
ناپېژندل شوې ناروغۍ او د انسان په روغتیايي سيستم کې د الهي حکمت نښې
آکلة لُحوم البشر (د انسان غوښه خوړونکې بکتریاوې)
د (۱۹۹۴ز) کال په می میاشت کې په انګلستان کې یوه خطرناکه او نامعلومه ناروغي راڅرګنده شوه، چې پوهان یې ډېر حیران او خلک یې ووېرول. دا ناروغي د یو حجروي میکروب له امله رامنځته شوه، چې د انسان په بدن کې د خپل بې رحمه او ویجاړوونکي ځواک له امله «آکلة لحوم البشر» یا «د انسان غوښه خوړونکې» په نوم ونومول شوه. په همدې میاشت کې د دې ناروغۍ له امله شپږو کسانو په بریتانیا او يو څه وخت وروسته بيا يوې بلې څلوېښت کلنې مېرمنې خپل ژوند له لاسه ورکړ. دا میکروب په حیرانوونکې چټکۍ سره د بدن نسجونه له منځه وړي؛ داسې چې د هر ساعت په اوږدو کې یو انچ غوښه، عضلات او د بدن پوستکی خوري. د عضلاتو او پوستکي لاندې غوړ نسجونه په تدریجي ډول خوړل کېږي، چې اخته شوی ځای د پنځمې درجې سوځېدنې په څېر پرېږدي. د انتان د پیل او مړینې ترمنځ وخت معمولا لنډ وي او دا فاصله د ناروغۍ د پیل په ځای پورې اړه لري. که چېرې د انتان پیل د بدن په حساسو او عصبي سیمو کې وي، ناروغ له یو یا دوو ساعتونو ډېر ژوندی نه پاتې کېږي، خو که ککړتیا د بدن په لرې برخو، لکه لاس یا پښه کې پیل شي، کېدای شي ناروغ تر دوو ورځو پورې ژوندی پاتې شي. په دواړو حالتونو کې د دې ناروغۍ پای مرګ دی. دا ناروغي د معاصر طب له ډلې څخه تر ټولو وژونکې ناروغي ګڼل کېږي او ساینس پوهانو تر دې مهاله د دې میکروب د نسجونو د ویجاړېدو میکانیزم په پوره ډول نه دی درک کړی.
د دې بکتریا خاصه ځانګړنه دا ده چې هم په هوا لرونکو او بې هوا شرایطو دواړو کې د ودې او ډېروالي وړتیا لري؛ یعنې په هر ډول چاپېریال او د انسان د بدن په هره برخه کې فعالېدای شي؛ همدې وړتیا یې کنترول او درملنه ستونزمنه کړې ده. د دې ناروغۍ لومړنۍ پېښې په صنعتي هېوادونو، لکه بریتانیا، امريکا، کاناډا او جاپان کې ثبت شوې دي.
ځینو اسلامي عالمانو او مفسرینو د دې ډول ناروغیو راڅرګندېدل، نه یوازې یوه طبي پېښه ګڼلې، بلکې د بشري ټولنو د اخلاقي پایلو نښه یې هم ګڼلې ده. په حدیث شريف کې راغلي دي: “لم تظهر الفاحشة فی قوم قط، حتى یعلنوا بها، إلا فشا فیهم الطاعون، والأوجاع التی لم تكن مضت فی أسلافهم الذین مضوا… .”[1] ژباړه: «هېڅ قوم فحشا په ښکاره ډول نه ده ترسره کړې؛ مګر دا چې په منځ کې یې طاعون او داسې ناروغۍ خپرې شوې چې په پخوانیو نسلونو کې نه وې… .»
دا حدیث شريف دې ته اشاره کوي چې د ځینو ناپېژندل شوو ناروغیو خپرېدل د ګناه او ټولنیزو سرغړونو مستقیمه پایله ده. د دې لید له مخې د ایډز او غوښې خوړونکو بکتریاوو په څېر ناروغۍ ښایي د اخلاقي انحراف، ټولنیز فساد او الهي ارزښتونو ته د نه پاملرنې انعکاس وي. الله تعالی په خپل حکمت کله ناکله د نېکانو اجر او د ګناهګارانو سزا په همدې دنیا ښکاره کوي، چې د نورو لپاره د عبرت لامل شي. دا ډول پېښې په حقیقت کې د الهي رحمت نښه ده؛ ځکه که د انسان سزا یوازې په اخرت کې وای، ډېرو خلکو به له انحراف او ګناه څخه لاس نه وای اخیستی، خو کله چې د خپلو اعمالو پایلې په دنیا کې ویني، هغه که د ناروغۍ په بڼه وي، که د بدبختۍ په بڼه، ښایي بېرته را وګرځي او هدایت ومومي. له همدې امله ویلای شو چې هېڅ رنځ او مصیبت پر انسان نه راځي، مګر د الله له لارې څخه د لرېوالي په پایله کې او د دې لرېوالي ریښه تل په ناپوهۍ کې نغښتې ده. نو داسې ویلای شو چې هېڅ مصیبت په انسان نه راځي، خو له الهي لارښوونو څخه د لرېوالي او د خلقت له قوانینو څخه د ناپوهۍ له امله.
د بستر زخم (Bedsores)
په معاصر طب کې د بستر پر ناروغانو کې یوه بله عامه او خطرناکه ستونزه هغه ناروغي ده، چې «د بستر زخم» یا «د فشار زخم» ورته ویل کېږي. دا ناروغي عموما په هغو کسانو کې لیدل کېږي چې د مزمنو ناروغیو، د ملا یا کوناټي د هډوکي ماتېدو، د جسماني فلج یا کوما له امله د اوږدې مودې لپاره پر بستر پاتې کېږي.
کله چې بدن د ساعتونو یا ورځو لپاره په یوه ثابت حالت بې حرکته پاتې شي، د هډوکي فشار دننه او د بستر له سختې سطحې څخه د باندې د هغو نسجونو د وینې جریان بندوي، چې د دې دواړو ترمنځ موقعیت لري. په پایله کې د اکسیجن او غذایي موادو جریان پرې کېږي او د پوستکي او عضلې نسج مري. دا بهیر د ژورو، دردناکو او کله ناکله د وژونکو زخمونو د رامنځته کېدو لامل کېږي.
ډاکټران سپارښتنه کوي چې د بستر ناروغان، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د حرکت وړتیا نه لري، باید هر دوه ساعته وروسته خپل حالت بدل کړي. که یو کس له دولسو ساعتونو څخه ډېر په یو ثابت حالت پاتې شي، د بستر زخم د پیل خطر ډېر لوړېږي. دا زخمونه ډېر کله د بدن په هغو سیمو کې چې هډوکي لري، لکه د عجز برخه، د ناستې ځای، اوږو او پښو کې رامنځته کېږي؛ ځکه هډوکي په دې ځايونو کې د پوستکي سطحې ته نږدې وي، چې د هډوکي او بستر ترمنځ فشار د نسجونو د ماتېدو لامل کېږي.
د حیرانتیا خبره دا ده چې قرآن کریم څوارلس پیړۍ دمخه یو حقیقت ته اشاره کړې وه، چې د نن ورځې علم هغه تاییدوي. په کهف سورت کې الله جل جلاله د اصحاب کهف په اړه فرمايي: “وَنُقَلِّبُهُم ذَاتَ ٱلیَمِینِ وَذَاتَ ٱلشِّمَالِ.”[2] ژباړه: «او موږ يې په ښي او کيڼ لوري اړوو را اړوو.»
دا ایت د الهي حکمت څرګندونه کوي، چې د صالحو بندګانو د بستر د زخمونو د پراختیا مخه یې ونیوله، که څه هم دوی سلګونه کاله ویده وو. نننی علم ښيي چې ان په عادي خوب هم انسان په ناڅاپي ډول د شپې څو ځله خپل حالت بدلوي، چې د بدن د وینې جریان وساتل شي او د حجرو د مړینې مخنیوی وشي.
دا علمي حقیقت د انسان د بدن په جوړولو کې د خدای جل جلاله د حکمت نښه ده؛ ځکه چې ان په خوب کې هم بدن په طبیعي ډول د خپلې روغتیا د ساتلو لپاره کار کوي، لکه څنګه چې د اصحاب کهف په کیسه کې خدای تعالی دوی تر پېړیو پورې له فزیکي زیان څخه ساتلي وو او دا د الله تعالی پاملرنه او مطلقه پوهه ښیي.
په لنډ ډول ویلای شو چې د پورته دوو بېلګو (آکلة لحوم البشر او د بستر زخم) ناروغيو له څېړنو څخه څرګندېږي، چې د طبیعت د قوانینو او اخلاقي او ایماني نظام ترمنځ ژوره اړیکه شته. ناروغۍ یوازې د فیزیولوژیکي ګډوډیو نښې نه دي، بلکې په ډېرو مسایلو کې د انساني چلند د انحراف، د انسان د بدن او روح د روغتیا اصولو ته د نه پاملرنې انعکاس دی.
دا علمي حقیقت یو ځل بیا د پوهې او ایمان ترمنځ اړیکه څرګندوي. هغه خالق چې د طبیعت قوانین یې رامنځته کړي دي، په خپل اسماني کتاب کې هغو نښو ته اشاره کړې ده چې نن له پېړیو وروسته د علمي څېړنو له لارې ثابتیږي. که انسان د خلقت له قوانینو څخه سرغړونه وکړي، هغه که په خپل بدن کې وي او که په ټولنیز ژوند کې، نو حتمي ده چې له پایلو سره به یې مخامخ شي، لکه څنګه چې د طبی اصولو په پام کې نه نيول د نسجونو د مړینې او جسماني ناروغۍ لامل کېږي، همداسې اخلاقي او معنوي اصولو ته نه پاملرنه د روح او ټولنې د فساد لامل کېږي.[3]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. سنن ابن ماجه، كتاب الفتن، باب العقوبات، رقم الحدیث: 4019، ج2، ص 1332 ت عبدالباقي.
[2]. الكهف: 18.
[3]. فشردۀ مطلب از: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 2، ص 1-5.
