لیکوال: عبدالحمید "ګرګیج"

د درود ویلو فضایل او برکات (پنځمه برخه)

 د درود شریف امتیازي ځانګړتیا
 لکه څنګه چې څښتن تعالی په دې مادي نړۍ کې مېوو او ګلونو ته بېلابېل رنګونه او بویونه ورکړي دي، عبادتونه، ذکرونه او دعاګانې هم ځانګړي خاصیتونه او برکتونه لري. د درود شریف ځانګړنه دا ده چې د زړه له اخلاصه کثرت یې د خدای د رحمت، د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د شفقت او روحاني نږدې والي وسیله ده.
 راځئ چې یوه شېبه فکر وکړو، که رسول الله صلی الله علیه وسلم ته خبر ورکړل شي چې د خدای یو خاص بنده تل ستا او ستا د کورنۍ لپاره دعا کوي او د خپل ځان لپاره دعا نه کوي، بلکې دا عمل د هغه تر ټولو غوره کار دی، د هغه صلی الله علیه وسلم په زړه کې څومره مینه او محبت پیدا کیږي؟ او بیا چې کله هغه کس د قیامت په ورځ له دوی سره مخامخ شي او د دوی په حضور کې حاضر شي، نو له هغه سره به په کومه روحیه چلند وکړي؟ له دې مثال څخه څرګندېږي چې څوك په ايمان او اخلاص سره پر هغه ډېر درود او سلام ووايي، هغه صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم به د قيامت په ورځ  له هغه کس سره څه ډول د مینې او عنایت چلند ولري. د الله جل جلاله په نزد د رسول الله صلی الله علیه وسلم مقام او محبوبیت ته په پام سره ښکاره ده چې الله تعالی له خپل بنده ډېر خوښ دی او هغه د خپل فضل او رحمت تر سیوري لاندې راولي.
 علامه ابن قیم جوزي رحمه الله په کتاب  “جلاء الافهام”  کې لیکي:«د الله تعالی صلاة د بنده لپاره دوه ډوله دي: ۱- عمومي ۲- ځانګړی.»
 عام تعريف: د الله پاک لخوا خپلو مؤمنو بندګانو ته درود ويل عمومي درود بلل کيږي، لکه څنګه چې الله جل جلاله فرمايي:«هوالذي یصلي علیکم و ملائکته»؛ ژباړه:  “هغه ذات دې چې هم په خپله او هم یې پرښتې پر تاسو بندګانو رحمتونه لېږي.”
 د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دعا د ټولو مومنانو لپاره له همغې دعا څخه ده، لکه د«اللهم صل علی آل ابی اوفی» چې د دوی له مبارکې ژبې څخه نقل شوې. همدارنګه په بل روايت کې راغلي دي چې يوې ښځې له رسول الله صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم څخه وغوښتل چې زما او زما د خاوند لپاره د خیر دعا وکړه او هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«صلی الله علیک و علی زوجک.»
د هغه درود د معنی په اړه چې خدای تعالی پر پیغمبرانو، په ځانګړي توګه پر خاتم الانبیاء حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندې وایي، علماء مختلف نظرونه لري:
 لومړی نظر: ځینو علماء کرامو لکه علامه اسماعیلي او علامه مبرده، درود د رحمت په معنی تفسیر کړی دې. دوی وايي چې د خدای درود د هغه له رحمت سره برابر دی او د ملائکو درود د بندګانو لپاره دعا ده. دا تفسیر د ډیرو متأخرینو علماوو ترمنځ پیژندل شوی.
 دوهم نظر: ځينو نورو علماوو لکه ضحاک، د خداى درود د مغفرت په معنی تفسیر کړى. دوی باور لري چې د خدای درود د هغه بخښنه ده او د ملائکو درود د بندګانو لپاره دعا ده.
 په هرصورت، دا دوه نظرونه د څو دلیلونو لپاره ضعیف ګڼل کیږي:
 لومړی دلیل: په قرآن کریم کې خدای تعالی د صلاة (درود) او خپل رحمت ترمنځ توپیر کړی دی؛ د بېلګې په توګه په دې آیت کې«الذین اذا اصابتهم مصیبة قالوا انا لله و انا الیه راجعون؛ اولئک علیهم صلوات من ربهم و رحمة و اولئک هم المهتدون.»  رحمت د صلاة ترڅنګ راغلی او دا په دې دلالت کوي چې رحمت او صلاة دوه جلا کلمې دي.
 دوهم دلیل: د خدای صلاة (درود) د پیغمبرانو، رسولانو او مومنانو بندګانو لپاره دی، په داسې حال کې چې د خدای رحمت د ټولو مخلوقات شامل دې. نو ځکه صلاة او رحمت مترادف مفهومونه نه دي، بلکې رحمت کولی شي د صلاة له پایلو او برکتونو څخه وي. له همدې امله چا چې صلاة د رحمت په معنی تفسیر کړی، د هغوی هدف د هغې د ثمراتو او موخو څخه ده. دا طریقه د قرانکریم د ډیرو کلمو په تفسیر کې لیدل کیدی شي، چیرته چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د قرآن ځینې کلمې د دوی د معنی په یوه برخه تفسیر کړي. د مثال په توګه، د “الریب” د کلمې تفسیر د شک په توګه، پداسې حال کې چې شک یوازې د الریب یوه برخه ده، یا د  “ما غفرت” تفسیر په پوښولو، چې د مغفرت یوه برخه ده، یا د رحمت تفسیر د خیر او احسان په غوښتنه، چې د احسان اراده د رحمت یوه لازمه برخه ده.
 دريم دليل: د مؤمنانو لپاره د رحمت ترحم د جواز په اړه اختلاف نشته، خو د غير انبياء کرامو لپاره د صلاة (درود) د جواز په اړه د مخکنيو او وروستیو علماوو نظرونه توپير لري.
 څلورم دلیل: که صلاة د رحمت په معنی وای، نو د خدای د حکم  په اجابت کې باید د رحمت په عمل بدل شوی وای؛ خو هغه خلک چې صلاة واجب ګڼي، دا وجوب د «اللهم ارحم محمدا و آل محمد» په ویلو سره نه ساقطوي، ځکه چې صلاة او رحمت دوه جلا څیزونه دي.
 پنځم دليل: کله چې يو څوک پر بل رحم او مهرباني وکړي، مثلاً هغه ته خوراک، اوبه او جامې ورکړي، په عمومي ډول دا نه ويل کېږي چې پر پلاني يې صلاة وکړ، بلکې ويل کیږي چې پر هغه یې رحم وکړ.
شپږم دليل: د هغه چا لپاره چې له چا سره يې کرکه او دښمني وي، په زړه کې يې رحمت او ترحم وي، خو د دې معنا دا نه ده چې هغه ته درود او سلام وايي.
 اووم دليل: صلاة په ژبه ویل پکار دی او په یو ډول د یو چا تعریف او ستاینه ده او د هغه د ښېګڼو او فضیلتونو یادونه ده.
 په دې اړه امام بخاري په صحیح بخاري کې له ابي العالیه څخه نقل کوي چې ویلي یې دي:«د الله جل جلاله پر پیغمبر درود ویل، د ملائکو په مخ کې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم ستاینه او تمجید دې.
 ابوعالیه رحمه الله وايي:«پر پیغمبر صلی الله علیه وسلم د الله تعالی جل جلا له درود د هغه تعریف او ستاینه ده او پر هغه صلی الله علیه وسلم د ملائکو درود، د دعا په معنی ده.»
 اتم دلیل: دا چې خدای تعالی د خپل ځان او د ملائکو د صلاة یا درود ویلو تر منځ فرق کړی او دواړه یې په یوه فعل کې جمع کړي دي او فرمایلي یې دي:«ان الله و ملائکته یصلون علی النبی …» او دا سمه نه ده چې دا صلاة همغه رحمت وي؛ بلکې دا د الله او پرښتو ستاینه او ثنا ده چې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم یې کړې ده. او دا هم بايد ونه ويل شي چې صلاة يوه مشترکه کلمه ده او په دواړو معناوو کې يې کارول صحيح دي.
 نهم دلیل: الله تعالی وروسته له دې چې اعلان وکړ چې هغه او ملائکې یې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود وايي، مسلمانانو ته یې هم د صلاة او درود په ویلو امر کړی. مطلب دا چې کله چې الله (ج) او د هغه پرښتې پر هغه صلی الله علیه وسلم درود او سلام وایي، تاسو هم پر هغه درود ووایاست. بلکي تاسو ډېر اړ یاست چې پر هغه صلی الله علیه وسلم درود و وایاست؛ ځکه چې د هغه د رسالت په برکت تاسو ته د دنیا او آخرت عزت او شرف رسېدلی دې.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version