علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (دري پنځوسمه برخه)
د دعوت او اصلاح په ډګر کې ستر انسان
دمولاناندويد دعوت تګلاره
د مولانا ندوي د دعوت يوه طريقه دا وه چې په نرمۍ او پرېکنده خبرې یې کولې؛ ځکه چې الله تعالی فرمایلي دي:«فقولا له قولا لینا لعله یتذکر او یخشی»؛ په دعوت کې یې څرګندې او پرېکنده خبرې داسې وې چې کله کله به يې د ژوند له لاسه ورکولو وېره وه. مولانا ندوي دیني لارښوونه، ټولنیز اصلاح او سیاسي سمون په پام کې درلودل او پوهیده چې په هر حالت کې د ټولو نیمګړتیاوو زیانونه د مسلمانانو پر اوږدو تپل کیږي او همدوی یې زغمي؛ ځکه چې دوی د امت برخه ده.
مولانا په دعوت او تبلیغ کې د حکمت او بصیرت ټول اړخونه په نظر کې نیولي وو او په بې ساري استغنا، ځان باورۍ، لوړ فکر او د امت ژور درد سره یې د هغوی د اصلاح لپاره په سم نیت او کلک هوډ هلې ځلې کولې او هیڅکله یې امیرانو او چارواکو ته د لالچ په سترګه نه کتل او دا په اوسني عصر کې د امام ندوي له بې ساري بریالیتوبونو څخه ګڼل کیږي. مولانا ندوي په دې باور و، چې که دعوت له دردمن زړه، هوښيار ځان او په نرمه او لطیفه طریقه وي، خامخا به اغېزناکه وي. لکه څنګه چې حضرت ابراهیم علیه السلام خپل پلار ته په دې الفاظو بلنه ورکوله:«یا ابت لم تعبد ما لا یسمع و لا یبصر و لا یغنی عنک شیئا…» د یا ابت کلمه باید داسې و ژباړل شي:(زما پلار جانه!)
رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډېرو حساسو شېبو کې خپل تره ابو طالب ته په خطاب کې فرمايي:«یا عم لو وضعوا الشمس…» د «یا عم» کلمه د (اې زما تره جانه!) په معنی ده. په دې ډول باید بلنه ورکړل شي ترڅو اغېزه پرې مرتب شي. امام ندوي د دعوت په برخه کې له قرآن څخه ډیر الهام اخیستی و او د قرآن کریم د کیسو په مطالعه کولو سره یې غوره پایلې ترلاسه کړې. په دې برخه کې به کله کله له خپل پلار سره د حضرت ابراهیم علیه السلام کیسه یادوله، کله به یې د خپلو دوو بندیانو ملګرو ته د حضرت یوسف علیه السلام د بلنې په اړه او کله هم د آل فرعون له مؤمن څخه یادونه کوله او په حکمت او بصیرت سره یې د دعوت بشپړې بېلګې انځورولې چې په پایله کې یې ډیرې خوږې ثمرې او غوره ګټې یې ترلاسه کړې او د اسلامي بیدارۍ په لاره کې یې هم له هغو تګلارو څخه الهام واخیست. همدارنګه یې د امت د مشرانو او د اسلامي دعوت د علمبردارانو له اصلاحي او هوښیارانه حل لارو څخه ګټه پورته کړه او په ځانګړې توګه یې د مجدد الف الثاني شیخ احمد سرهندي رحمه الله د دعوت بېلګې او مثالونه یادول او د هغه ستاينه به یې کوله او پخپله هم د هغه په لاره روان شو او څرنګه چې مجدد الف ثاني د اسلام د غلبې او برلاسۍ په لاره کې د پام وړ برياليتوبونه تر لاسه کړل؛ مولانا ندوي هم په دې لاره کې بریالی شو. مولانا ندوي په دې باور و، چې عملي مثالونه به ډېر اغېز پرېباسي، او یو نمونه انسان له زرو بې عمله کلمو غوره او اغېزمن دی. او لکه څنګه چې مشهوره خبره ده، “دوه سوه کلمې نیم عمل نه دی”.
مولانا ندوي به ویل: په خدای قسم چې تر هغه وخته پورې چې دا کائنات موجود وي، دا قانون موجود دی او دی، چې لومړی شی چې خورا مؤثر دی، هغه عملي مثال دی.
مولانا ندوي په دې عقیده و چې د زړونو پاکوالی او د نفسونو تزکیه د رباني علماوو او مخلصو دعوت ګرو کار دی چې عبادت، لمونځ، ژوند او مرګ یې د لوی خدای لپاره دی او هر وخت سهار او ماښام د امت د لارښوونې لپاره سوځي او د دوی د بلنې او اخلاص په پایله کې خدای تعالی ګمراهانو ته لارښوونه کوي، ګناهکارانو ته د توبې توفیق ورکوي او فاسقان سمې لارې ته هدایت کوي، او د دوی د اخلاص له مخې د دوی خبرې له زړونو څخه راوځي او د خلکو پر زړونو اغېز کوي. مولانا په دې باور و چې په دې اړوند يوه کلۍ ده چې ټول قفلونه خلاصوي او هغه کلۍ ایمان ده چې رسول الله صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم د عربو د زړونو قفلونه پرې خلاص کړل.