لیکوال: عبیدالله "نیمروزی"
علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (دوه پنځوسمه برخه)
د دعوت او اصلاح په ډګر کې ستر انسان
ریښتینی داعي (بلونکی) څوک دی؟
امام ندوي په دې باور و چې واقعي او ریښتینی دعوت کوونکی باید له ټولنې بې پروا نه وي او له حالاتو، حقایقو او پلانونو څخه ناخبره نه وي. داعي باید د دعوت په اصولو او جزئیاتو پوه وي، ژور ایماني ویښتیا او ځیرکتیا ولري او د ژوند واقعیتونه احساس کړي. د نويو حرکتونو، خوځښتونو او ګوندونو په اړه پوره پوهه ولري او د اسلامي نړۍ ګډوډ حالت ته په کتو له منفي، ناحقه او تخریبي افکارو خبر وي. همدارنګه د ټولنې اړتیاوې، ستونزې، کړکېچونه او پیچلتیاوې په ګوته کړي او د هغو په اړه خپل دقیق دریځ تثبیت کړي. دغه راز، د اورېدونکو حالت او د هغو د پوهیدو او درک کچه او اندازه او هغه وخت او ځای چې پکې الهي دعوت تلقینوي، په سمه توګه وپېژني.
امام ندوي پخپله هم په دغه شان ځانګړتیاوو او کړنو سره د اسلامي دعوت ډګر ته داخل شو او د اسلامي نړۍ د حالاتو د تفصيلي پوهې له امله يې په دې ډګر کښې د پام وړ برياليتوبونه ترلاسه کړل. لکه څنګه چې د هغه په لیکنو او تألیفاتو کې د اصلاح، دعوت او امت د لارښوونې موضوعات شامل دي او په همدې لوړ مورال او حوصلې سره په هر ډګر کې یې ګامونه پورته کول. په داسې توګه چې مولانا د همدې موخې لپاره په ۱۴۰۸ هجري کال د صفر په میاشت کې په مکه مکرمه کې د اسلامي دعوت په ستره غونډه کې ګډون وکړ او داسلامي دعوت په ډګر کې يې ډير ارزښتناک حلونه او کړنلارې وړاندې کړې تر دې حده چې ځينو سترو اسلامي مفکرينو غوښتنه وکړه چې هغه حل لارې په سيمينار کې تصويب شي او اړتیا ده چې په ټوله اسلامي نړۍ کې دې چاپ او خپرې شي.
ډاکټر محمد اجتباء ندوي لیکي:«دې مقالې د سیمینار په اوریدونکو باندې ډیر اغیز درلود، او کله چې خپره شوه، د علم، دین او دعوت په مختلفو کچو کې یې ځانګړی مقبولیت ترلاسه کړ او هغه یې په اوسني عصر کې د اسلامي دعوت لپاره یوه عملي تګلاره وګڼله.
د اسلامي دعوت په ډګر کې خبرې کول، خطبې ورکول، د مقالو او کتابونو لیکل، مرکې او بحثونه اسانه کارونه دي. هر څوک کولی شي د دعوت کوونکو د کتابونو په یوه ګړندۍ کتنې سره دې مهمې موضوع ته مخه کړي؛ خو پوښتنه دلته ده چې څرنګه او څه ډول خبره به ګټوره او اغېزناکه وي؟ کوم ډول خطبه او موعظه اوریدونکي هڅوي او دننه یې نارامه کوي؟ کوم کتاب د دیني غیرت روحیه بیداروي او د دیني حمیت رګ خوځوي؟ ډېر داسې مسلکي ويناوال شته چې پرته له دې چې ساعتونه ساعتونه خپل او د نورو وخت ضايع کړي، بله موخه نه تعقیبوي او له ستړيا پرته بله ګټه نه کوي. او داسې کتابونه ډېر دي چې په لوستونکي کې هیڅ دیني او ایماني انګیزه او جذبه نه را پاروي. په دې منځ کې د اوسني عصر يو له ډيرو با نفوذه او مخلصو داعیانو څخه امام ندوي وو چې پوهېدل چې څه وايي، ولې يې وایي او له چا سره خبرې کوي؟ لومړی یې خپل ځان وپېژاند، بیا یې ټولنه وپېژانده او له هغه وروسته یې په هغه لوی مسؤلیت پوه شو چې پر غاړه یې و او د همدې بنسټ په مرسته یې د اسلامي دعوت ماڼۍ په ډېر بریالیتوب سره جوړه کړه.
ادامه لري…