Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د درود ویلو فضایل او برکات (څلورمه برخه)
متفرقه دوشنبه _28 _اکتوبر _2024AH 28-10-2024AD

د درود ویلو فضایل او برکات (څلورمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبدالحمید "ګرګیج"

د درود ویلو فضایل او برکات (څلورمه برخه)

 حضرت ابو طلحه انصاري رضي الله عنه روایت کوي چې یوه ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک مخ داسې ځلانده او روښانه ښکاریده چې د خوښۍ نښې پرې له ورایه څرګندې وې. صحابه کرامو عرض وکړ:«ای د خدای رسوله! نن ستاسو مبارک مخ د خوښۍ او رڼا څخه ډک دې.» حضرت وفرمایل: «زه به څنګه خوشحاله نه شم، کله چې جبرائیل علیه السلام خبر راکړ چې زما له امت څخه څوک چې پر ما یو ځل درود و وایي، الله تعالی به یې په په اعمالنامه کې لس نیکۍ زیاتې کړي، لس ګناهونه به یې له منځه یوسي او لس درجې به یې لوړې کړي.»
 په بل روایت کې راغلي چې په دې ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځلانده څېره له خوښۍ او خوشالۍ ډکه وه. صحابه کرامو رضی الله عنهم وپوښتل:«یا رسول الله! نن ورځ ستاسو په مبارک مخ کې د پخوا په پرتله خوښي او خوشحالي برېښي.» حضرت ځواب ورکړ:«ولې داسې دې نه وي، جبرائیل علیه السلام ماته خبر راکړ چې الله تعالی یوه پرښته ټاکلې ده چې د قیامت تر ورځې پورې چې څوک پر ما درود ووایي، هغه ملائکه یې په ځواب کې وایي:  “او درود دې وي پر تاسو”.
عن ابن مسعود قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم:«ان اولی الناس بی یوم القیامة اکثرهم علی صلاة»؛ ژباړه: له ابن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د قيامت په ورځ ماته تر ټولو نږدې خلک هغه دي چې پر ما ډېر وایي.
 علامه سخاوي رحمه الله په “قول بدیع” کې له  “الدار المنتظم” څخه نقل کړی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی چې:«له تاسو څخه هرڅوک چې پر ما زیات درود شریف ووایي، د قيامت په ورځ به ما ته نږدې وي.» همدارنګه له حضرت انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې دقیامت په ټولو پړاوونو کې به ماته تر ټولو نږدې هغه څوک وي چې ډېر یې پر ما درود شریف ویلی وي.
 همدارنګه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوی دی چې فرمایي:«پر ما ډېر درود ووایاست؛ ځکه چې په قبر کې به له تاسو څخه لومړۍ پوښتنه همدا وي.» په بل حدیث کې راغلي:«پر ما ډېر درود ویل به د صراط پله په تیارو کې د روښانتیا وسیله وي او که څوک غواړي چې عملونه یې د میزان په تله کې ښه وتلل شي، نو پر ما دې ډېر درود ووایي.»
د حضرت انس رضي الله عنه څخه په یوه حدیث کې راغلي دي:«څوک چې په دنیا کې پر ما ډیر درود ووایي، هغه به د قیامت په ورځ له ویرې او وحشت څخه وژغورل شي.» همدارنګه په  “زاد السعید”  کې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:«څوک چې پر ما ډېر درود وايي، هغه به د خدای د عرش تر سیوري لاندې وي.» علامه سخاوی هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه نقل کړی چې فرمایي:«دری کسان به د قیامت په ورځ د الله تعالی د عرش تر سیوري لاندې وي، داسی ورځ چی د هغه د سیوري پرته بل سیوری نه وي: لومړی هغه څوک چی د یو مصیبت ځپلي کس تکلیف لرې کړي؛ دوهم، هغه څوک چې زما سنت ژوندی و ساتي؛  او دریم هغه څوک چې ما ته ډیر درود واستوي.»
 په بل حدیث کې علامه سخاوي له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه نقل کړی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«خپلې ناستې او غونډې په درود ویلو سره ښایسته کړئ؛ ځکه چې د قيامت په ورځ به پر ما درود ويل ستاسو لپاره رڼا او روښنایي وي.» علامه سخاوي له «قوت القلوب» څخه نقل کړی دی چی د کثرت درود شریف لږه اندازه دری سوه ځله دې او حضرت گنګوهي رحمه الله به هم خپلو ارادتمندانو ته ویل چی لږ تر لږه دې درې سوه ځله درود ووایي.
 امام مستغفري رحمه الله له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه نقل کړی:« څوک چې په ورځ کې سل ځله پر ما درود ووایي، د هغه سل حاجتونه به پوره شي؛ دېرش حاجتونه د دنيا او پاتې نور د آخرت.»
 له ابن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«د الله جل جلاله  لپاره ډېرې پرښتې شته چې په ځمکه ګرځي او زما د امت سلامونه  ما ته رسوي.» دا مضمون ډېرو صحابه کرامو روایت کړی دې. علامه سخاوي هم له حضرت علی (رض) څخه روایت کړی دی چې ملائکې د خدای په حکم د ځمکې پر سر ګرځي او زما د امت سلامونه راته رسوي. همدارنګه د حضرت امام حسن رضی الله عنه له طریقه نقل دې چې په هر ځای کې چې یاست پر ما درود ووایاست؛ ځکه چې ستاسو درودونه خامخا ماته رسېږي. حضرت انس رضي الله عنه هم نقل کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«هر څوک چې پر ما درود ووایي، هغه درود به ما ته ورسیږي او زه به یې په بدل کې هغه ته درود و استوم او پر دې سربېره به لس نیکۍ د هغه لپاره ولیکل شي.» په “مشکوه” کې له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«پر ما درود ووایاست؛ ځکه چې ستاسو درودونه به ما ته ورسیږي.»
ادامه لري…
Previous Articleد سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله ژوندلیک (څلورمه برخه)
Next Article علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (دوه پنځوسمه برخه)

اړوند منځپانګې

Blog

لوی اختر؛ د اطاعت او فرمان‌بردارۍ اُسوه

جمعه _6 _جون _2025AH 6-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د تشریق ورځې او تکبیرونه

پنجشنبه _5 _جون _2025AH 5-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (لسمه برخه)

دوشنبه _2 _جون _2025AH 2-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یوویشتمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD2 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یوویشتمه برخه) د سید…

نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (اوولسمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD4 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زهي د حج حکمت، فلسفه او اسرار اوولسمه برخه دویمه شبهه: حج…

نور یی ولوله
د قدریه فتنې

قدریه فرقه (اتمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعایشه قدریه فرقه (اتمه برخه) د پیل خبرې د اسلام دین له ښېګڼو یوه…

نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (شپږویشتمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD3 Views

لیکوال: ابوعایشه نشنلیزم شپږویشتمه برخه وطن کله چې دلته د وطن خبره کېږي نو موخه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یوویشتمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (اوولسمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.