لیکوال: عبیدالله "نیمروزی"
د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله ژوندلیک (څلورمه برخه)
د نورالدین ځانګړنې او صفات
د اسلام تاریخ پوهانو د سلطان نورالدین د عدالت، دیانت، پرهیزګارۍ، ښه نظم، مېړانې، ښو اخلاقو او جهادي جذبې په اړه ښه یادونه کړې ده. نوموړی د خپل نوم په څېر د ټولو لخوا ستایل شوی او منل شوی دې. معاصر عالم ابن جوزي رحمه الله په خپل مشهور تاریخ “المنتظم” کې د سلطان نورالدین په اړه لیکلي: «نورالدین په شمالي سرحدونو کې په جهاد بوخت شو او له پنځوسو زیات ښارونه یې له کفارو ازاد کړل. د هغه د ژوند طریقه او تګلاره د ډیرو پاچاهانو او واکمنانو څخه غوره وه او د هیواد لارې او پولې خوندي وې. د نوموړي ښېګڼې ډېرې دي، په بغداد کې یې د خلافت له حکمونو څخه په بشپړه توګه اطاعت کاوه او په دې کار يې ځان مکلف ګڼلو. له خپلې مړینې څخه دمخه یې ټول حرام او ناجایز مالیات او عواید لغوه کړي و. په طبیعت کې یې سادګي او عاجزي وه او له علماوو او دیني خلکو سره یې دوستي او مینه وه.
ابن خلکان چې په تاریخي بیاناتو او څېړنو کې مشهور دی، داسې لیکي: «هغه (سلطان نورالدین) یو عادل، پرهیزګاره او د شریعت تابعدا پاچاه و، د خیر اهل ته یې ډیره لېوالتیا درلوده، د الله په لاره کې د جهاد په برخه کې ډېر متواضع او فعال و، د شام په ټولو لويو ښارونو کې يې ډېرې مدرسې جوړې کړې، نو د هغه د کارنامو او ښېګڼو شمېرل او راټولول خورا ستونزمن کار دې. مشهور تاریخ پوه ابن اثیر الجزري د سلطان نورالدین په اړه لیکي:«ما د پخوانیو سلطانانو ژوند مطالعه کړی، د خلفای راشدینو او عمر بن عبدالعزیز تر خلافت وروسته مې په اخلاقو او عدالت کې له نورالدین څخه لوړ او غوره څوک نه دی لیدلی.»
د نورالدین د مړینې په وخت کې ابن اثیر څوارلس کلن و؛ له همدې امله د هغه روایت او شهادت خورا مهم دی. هغه د مرحوم سلطان د کرکټر او د هغه د اخلاقو د بيانولو په ترڅ کې زياته کړه: “هغه د هغې ځمکې له عايد څخه ګټه پورته کوله او د خپل ژوند لګښتونه یې برابرول کوم چې د خپل غنيمت د ونډې په پیسو يې اخيستې وه.”
یوه ورځ یې مېرمنې له بې وزلۍ او مفلسۍ څخه شکایت وکړ، نوموړي په حمص کې یې درې دوکانونه د د هغې د لګښتونو لپاره ورکړل، د دغو درېو دوکانونو کلنی عاید تقریباً شل دیناره وو؛ کله چې د هغه ښځې وویل چې دا مقدار لږ دي، هغه ځواب ورکړ:«زه له دې پرته نور څه نه لرم، او هغه څه چې تاسو زما په ملکیت کې ګورئ هغه ټول د مسلمانانو ملکیت دې، زه یوازې د هغې خزانه دار او ساتونکی یم او په دې امانت کې د خیانت په کولو سره زه نشم کولی ستا د رضا په خاطر د ځان لپاره دوزخ واخلم.» سلطان نورالدین د شپې ډېر عبادت کاوه او د ذکر او تلاوت لپاره یې یو ټاکلی وخت درلود. په حنفي فقه کې عالم و، خو متعصب نه و. د احادیثو په برخه کې یې زده کړه وکړه او د ثواب په نیت یې د هغو تدریس کاوه. هغه زده کونکو ته سندونه او د تدریس اجازه ورکوله. د هغه عدل او انصاف دومره لوړ و چې په خپل پراخ هیواد کې یې هیڅ ګمرک او مالیه راټولونکي نه پریښودل او ټول یې ختم کړل. هغه په مصر، شام، جزیره او موصل کې ټول ګمرکونه وتړل.
یو چا د قاضي په وړاندې د هغه په ضد شکایت وکړ، هغه پریکړه وکړه چې د قاضي دفتر ته حاضر شي، مګر د ننوتلو دمخه یې قاضي ته پیغام واستاوه چې زه به ستاسو دفتر ته راشم، مګر تاسو زما سره د ډیر عزت او امتیازاتو سره چلند مه کوئ؛ او اتفاقا هغه قضیه وګټله او بل اړخ یې محکوم شو؛ خو د حکم له صادرېدو وروسته يې مدعي ته خپل حق ورکړ او ويې ويل: ما هم له پيله همداسې تصمیم نیولی و، خو فکر مې وکړ چې که د محاکمې لپاره د قاضي دفتر ته حاضر نه شم، ښايي د غرور او لویي يوه بڼه وي؛ نو له حضور او محاکمې وروسته به په ښکاره توګه د خپل حق د معافیت اعلان وکړم چې له پیله مې پرې پریکړه کړې وه.
د قضاوت لپاره يې يوه خپلواکه ودانۍ جوړه کړې وه، چې قاضي به تل د خلکو د ستونزو د حل او د خلکو د غوښتنو ته د رسېدنې لپاره تل حاضر وي. حتی که مدعی یهودي یا بل کافر و، ظالم ته به یې د عمل سزا ورکوله؛ که څه هم مدعی علیه د ده خپل زوی یا د پوځ لوی قوماندان یا بل واکمن و. د نوموړي زړورتیا او مېړانه بې سارې وه. په جګړه کې، هغه دوه لیندۍ او دوه کمربندونه درلودل؛ یو چا ورته وویل: ستا دې په خدای قسم وي چې د خپل ژوند په خطر کې اچولو سره اسلام په مصیبت کې مه اچوه!؛ یعنې د خپل ژوند په ارزښت پوه شه، ځکه له تاسو وروسته به اسلام بې مشره پاتې شي؛ په ځواب کې یې وویل: محمود( د ده کوچنی نوم دی) څوک دی چې د ده په اړه دې داسې وویل شي؟ ځکه چا چې زما څخه وړاندې د وطن او اسلام ساتنه چا کوله او هغه حقیقي معبود دې (لا اله الا الا هو) .
هغه د علماو او دیني خلکو درناوی کاوه او د هغوی په حضور کې به ودرېد او تر څنګ به یې کښېناست؛ په ډېر ادب او عاجزۍ سره به په ساده ژبه له هغوی سره خبرې کولې، د هغوی له هېڅ شرعي امر او مشورې څخه به یې سرغړونه نه کوله، په خپل قلم او لاس به یې لیکونه لیکل؛ خو د همدې عاجزۍ او ځان ماتې سره سره، د نوموړي هیبت او وقار ډېر زیات و. حقیقت دا دی چې دا څیړنه، د هغه د شخصیت او ښېګڼو د بیانولو توان نلري او څو نور کتابونه د دې لپاره په کار دي.
ادامه لري…