لیکوال: عبیدالله "نیمروزی"
د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله ژوندلیک (درېیمه برخه)
اتابک عمادالدین زنګي
د زیاتیدونکې ګډوډۍ، شخړو او ناهیلیتوب په دې دوره کې د اسلامي نړۍ په افق کې یو نوی ستوری راښکاره شو. بلآخره په دې وخت کې اسلامي نړۍ یوې نوې رهبرۍ او نوي جنګیالي ته اړتیا درلوده؛ له یوې څنډې څخه چیرې چې هیڅ هیله نه وه او هیچا یې تصور هم نه کاوه، یو اتل راڅرګند شو.«لين پول» ليکلي:«د مسلمانانو لپاره لازمه وه چې د جهاد اعلان وکړي او داسې مشر وټاکي چې زړورتيا، مېړانه او د جګړې مهارت يې هر چا ته د منلو وي. د ترکمنانو مشرانو او واليانو د خپل هېواد تر تسلط لاندې بايد يوه ډله جوړه کړې وای چې د صليبيانو ظالمانه ګوليو ته په ګوليو ځواب ورکولو لپاره د شجاعت، جنګیالي توب او دیانت په ځانګړتياو سمبال وای او دغه مشر د عماد الدين زنګي په بڼه راڅرګند شو. زنګي په عراق او شام کې د خپلو ځواکونو له تنظيم او پياوړي کولو وروسته پر الرها بريد وکړ؛ هغه ښار چې د عیسویانو په رهبرۍ کې ترټولو قوي نقطه وه. دغه ریاست ډیر نظامي اهمیت درلود. د 539 هجري قمري کال د جمادي الثاني په شپږمه نېټه د 1144م کال د دسمبر په 23مه نېټه زنگي په الرها ښار باندې حمله وکړه او هغه يې ونيولو، د عرب مورخینو په اصطلاح دا جګړه، فتح الفتوح وه، دا ښار د لاتیني سلطنت لپاره یو قوي سنګر او ټینګه کلاه وه. په دې توګه د فرات سیند د صلیبیانو له برید څخه خوندي شو. له دې فتحې لږ وخت وروسته زنګي په ۵۴۱ هـ ق/ ۱۱۴۶ میلادي کال کې د یوه غلام له خوا شهید شو؛ خو نوموړي تر شهادت مخکې د صلیبیانو پر ضد د لوی جهاد پلان جوړ کړی و، چې د هغه د مشهور زوی عادل پاچا نورالدین زنګي په لاس عملي او پای ته ورسېد.
عادل پاچا، نورالدین زنګي
اوس چې د خپل پلار له شهادت وروسته د شام پاچا شو او ځان یې د صلیبیانو د شړلو او د بیت المقدس د فتحې لپاره د ټولو مسلمانانو له لوري د الله تعالی مامور ګڼلو او همدارنګه دا ستر خدمت یې الله تعالی ته د تقرب وسیله د ځان لپاره تر ټولو لوی عبادت او ویاړ ګڼل. لکه څنګه چې هغه په خپلو یرغلونو کې عیسوي سلطنتونو ته خپل ځواک ثابت کړ.
په ۵۵۵ هجري کال کې یې د حازم پر کلا چې په شمال کې تر ټولو قوي سرحدي کلا وه، خپله ولکه ټینګه کړه . د انطاکیې پاچا د نورو مشهورو قوماندانانو سره ونیول شو. په دې جګړه کې لس زره عیسویان ووژل شول او ډېر یې ونیول شول او له دې فتحې وروسته د بنیاس کلا هم فتحه شوه.
له بلې خوا یې مصر فتح کړ او له دواړو خواوو یې عیسویان کلابند کړل. لین پول لیکي:«د نیل سیند پر غاړه د جنرال صلاح الدین او د سلطان شمس نورالدین فتحې په دې معنی و چې د قدس مسیحي پاچاهي د ځنګل په منځ کې بنده شوې وه؛ ځکه چې هغه د دواړو غاړو څخه محاصره شوی و. او دا دواړه پوځونه له چې له دواړو خواوو څخه یې پر ده باندې فشار اچول، په حقیقت کې د یو لښکر دوه ځواکونه وو او د “دمیاط او اسکندریې” بندرونو په نیولو او د یوې لویې جنګي بېړۍ په نیولو سره مسلمانانو له اروپا سره د مصر صلیبیانو اړیکه پرې کړه. نورالدین د فلسطین تقریباً ټوله سیمه د صلیبیانو له شتون څخه پاکه کړه، خو د هغه تر ټولو ستر ارمان او تر ټولو سپیڅلی خدمت د بیت المقدس آزادي وه، چې دا نیکمرغي او ویاړ د ده مرستیال صلاح الدین ایوبي ته ور په برخه شو. بیاهم دا د نورالدین په کارنامه کې د یوې لاسته راوړنې په توګه د لیکلو او یادونې وړ ده. سلطان نورالدین په ۵۶۹ هـ ق/۱۱۷۴ زیږدیز کال کې د ۵۳ کلنۍ په عمر د سالنډۍ په ناروغۍ وفات شو. د انګلیسي مورخ په وینا د شام د پاچا نورالدین د مړینې خبر د مسلمانانو په منځ کې د بریښنا په څیر خپور شو.
ادامه لري…