لیکوال: ډاکټر فضل احمد احمدي
فاشیزم د سیاسي تفکر په بڼه (اتمه برخه)
فاشیزم او پرمختګونه
ایټالیا، چې د فاشیستي ایډیالوژۍ زېږنځای دی، له هغو هېوادونو څخه و چې د جګړې وروسته پکې اقتصادي ګډوډي او سیاسي بې‌ثباتي پراخه وه. د دې هېواد په کمزوري پارلماني حکومت کې بېلابېلې ډلې، لکه کمونیستان، آنارشیستان، سنډیکالیستان، او نور، د واک ترلاسه کولو لپاره هڅې کولې. دا حالت د جګړې وروسته څلور کاله دوام وکړ.
د هغو ډلو او ګوندونو په منځ کې چې غوښتل یې اوسنی وضعیت بدل کړي، د ایټالیا فاشیست ګوند، د بنیتو موسولیني په مشرۍ، و، چې له تاوتریخوالي ډک لاریون ته یې مخه کړه. دا ګوند په ۱۹۱۹ کال کې د موسولیني په مشرۍ تأسیس شو او له هغه وخته یې د ایټالیا د اشرافو او پوځ ملاتړ ترلاسه کړ. د دې ګوند فعال غړي، چې په لویو لاریونونو کې یې تور کمیسونه اغوستل، د ۱۹۲۲ کال د اکتوبر په ۲۸مه په روم کې فاشیستي نظام رامنځته کړ، او فاشیست ګوند واک ته ورسېد. دا مهمه پېښه، د فاشیستي ایډیالوژۍ له نظره، د ایټالیا په تاریخ کې د یوه نوي دور پیل و.
د ایټالیا فاشیست ګوند چلند د هیڅ انقلابي معیار سره سم نه و. دا یو داسې حرکت و چې د واک د ترلاسه کولو لپاره د یو منظم او تمویل شوي وسله‌وال اقلیت له‌خوا ترسره شو. دې ګوند یو پیاوړی مشر درلود، چې هوډمن و خپله اراده پر خلکو تحمیل کړي؛ خو د ټولنې د مدیریت لپاره یې کوم روښانه او رغنده پروګرام نه درلود. نه یې هم د فلسفي او ایډیالوژیکي اصولو کوم ثابت چوکاټ وړاندې کړ. یوازینۍ ژمنه یې دا وه چې هېواد به د بلشیویزم له پراخ ګواښ څخه وژغوري.
د ایټالیا د فاشیست ګوند د سیاسي واک په لومړیو کلونو کې، د فلسفي تفکراتو لپاره ډېر فرصت نه و، ځکه چې فاشیستي حکومت باید خپل دریځ ټینګ کړی وای. هر هغه څه چې دموکراتیک ایټالیا ته د ګواښ په توګه لیدل کېدل، د فاشیستي نظام له‌خوا یو خطر بلل کېدل. وروسته بیا، د ایټالیا فاشیست مشران، د موسولیني په شمول، هڅه وکړه چې د سیاسي نظریو یو چوکاټ رامنځته کړي، ترڅو خپل واک ته رسېدل او د قدرت ساتل توجیه کړي.
دا روښانه ده چې له ۱۹۱۹ څخه تر ۱۹۳۹ پورې، یعني د لومړۍ نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو څخه د دویمې نړیوالې جګړې تر پیل پورې، اروپا له سترو سیاسي بدلونونو سره مخ وه. دې بدلونونو د جګړې له پایلو سره د لیبرال دموکراسۍ اړیکې کمزورې کړې، او د ښي اړخو سیاسي حرکتونو نفوذ پراخ شو. که څه هم د جرمني پوځ بریاوو د جګړې پر مهال دې بدلونونو ته لا چټکتیا ورکړه، د ښي اړخي فاشیستي حرکت لومړنۍ څرګنده بېلګه په ایټالیا کې رامنځته شوه.
فاشیست ایټالیا، چې په اروپا او ټوله نړۍ کې یې ډېره پاملرنه جلب کړه، د “فاشیزم” لقب د ټولو ښي اړخو غورځنګونو او د هغه دورې حکومتونو ته تعمیم شو. همدارنګه، ځینې تاریخپوهان د دوو نړیوالو جګړو ترمنځ موده د “فاشیزم دور” بولي.
که څه هم، د فاشیستي غورځنګونو او حکومتونو د عامو ځانګړتیاوو له پامه غورځول سمه نه ده. د “فاشیزم” مفهوم یوازې یوه واحده پدیده نه ده، بلکې دا د بېلابېلو نظریو، شخصیتونو، ادارو، او حکومتونو پراخ طیف رانغاړي، چې تنوع او توپیرونه یې رد کېدای نشي. ځینو خو د فاشیزم لقب په ویاړ غوره کړی، پداسې حال کې چې نورو د دې نوم له کارولو ډډه کړې او ځان ته یې “ملي سوسیالیزم” ویلی، چې د دې دوو نظریو ترمنځ د اړیکو په اړه ګڼې پوښتنې راپورته کوي.
له همدې امله، فاشیزم یوازې یوه محدوده عقیده نه ده، بلکې یو سیاسي نظریه ده چې د تاریخ په اوږدو کې د بېلابېلو تحولاتو له امله بدلېدلې ده، بېلابېل رنګونه او بڼې یې اخیستې دي. ځینې خلک لا هم د دې مفکورې پلوي کوي او د معاصر سیاسي ژوند ننګونو ته یې د پخوا په پرتله ډېر اهمیت ورکړی دی.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version