الحــــــــــــــاد او په وړاندې یې د مبارزې لارې (پنځمه برخه)
نوی الحاد
نوی الحاد، نوې بې دیني او یا نوی اتئېزم؛ په یووېشتمې پېړۍ کې د ملحدینو له لوري خپرو شو افکارو ته اطلاق کېدونکي ژورنالیستي اصطلاح ده.
دا تګلاره د دیني نیوکګرو او دیني تفکر منتقدینو له لوري پراخه شوې. دا خوځښت معمولا د ریچارډ ډاکنېز (چاپیریال پوه)، دنیل دنت (فیلسوف)، سم هرېس (مغزپوه)، کریسټوفر هیچنز (دیني منتقد)، ویکټور سټنجر او تر یو کچې د آیان حرصي علي له افکارو سره تړاو لري او دې لړۍ څلور لومړي افراد (څلور سپاره) نومول کیږي.
د دې تفکر لیکوال/لیکوالان باور لري، چې باید خرافات، دین او بې منطقي په اسانه و نه منل شي او کله هم چې په حکومت، سیاست او زده کړو کې دیني فکر نفوذ کوي، باید په وړاندې یې د نیوکو او افشاګرۍ له لارې مقابله وشي.
له (2004) څخه تر (2007) کاله پورې چې د دې لیکوالو له لوري چې کوم کتابونه نشر شوي، تر ټولو ډېرو پلورل شويو کتابونو په لیست کې هم دي، چې تر ډېره یې موضوعات د بي دینۍ په اړه بحثونه جوړوي.
د (2007) کال د سپټمبر میاشتې په 30 مه نېټه په واشنټن ډېسي کې څلورو مشهورو ملحدینو؛ ریچارډ ډاکېنز، سام هرېس،کریسټوفر هیچنز او دانیل دنت د هیچنز په کور کې یوه دوه ساعته خصوصي ناسته وکړه او دا غونډه د “څلورو سپرو” تر عنوان لاندې ثبت او نشر شوه.
د سام هرېس غیر داستاني کتابونه؛ د ایمان پای، عیسوي ملت ته لیک، اخلاقي لیدلوری او له خوب څخه وېښېدل، له دین پرته معنویت ته لارښونه ده.
د (ایمان پای، مذهب، وېره او د هوښیارۍ راتلونکې) کتاب په (2004) کال کې د سام هرېس له لوري نشر شو او بیا د ملحدینو له لوري د څو نورو کتابونو په چاپولو سره بدرګه شو.
هرېس د (2001) کال د سیپټامبر د 11 مې د پېښې لامل اسلام وباله او په مستقیم ډول یې عیسویت او یهودیت هم تر نیوکې لاندې راوستل. له یادې پېښې وروسته نوموړي (عیسوي ملت ته لیک) تر عنوان لاندې خپلې لیکنې دوامداره وساتلې او په مسحیت یې توندې وکړې.
ریچارډ ډاکېنز د (خدایي وهم) کتاب او له هغه وړاندې د برېتانیا د ۴شبکې (د ټولو بدیو رېښه؟) د مستند لیکوال دی.
همداشان نوموړي د (ټولو بدیو ریښې؟) مستند له جوړولو وروسته په (2006) کال کې (The God Delusion) په نامه کتاب چاپ کړ، چې 51 اونۍ د نیویارک ټایمز د کتابونو په تر ټولو ډېر پلورل شوو کتابونو په لیست کې و.
کرېسټوفر هېجنز د )خدای لوی نه دی (د کتاب لیکوال دی، همداشان نوموړي په 2010 کال کې
ـ د هېڅ د حال شرحه ـ کتاب نشرکړ او د دې کتاب له نشره لنډه موده وروسته په نوموړي کې د مرۍ سرطان تشخیص شو، چې وروسته یې د (2011) کال په ډسامبر کې د مرګ لامل شو.
دانیل دانت بیا د (ډاروین ګواښونکي نظریه ـ د طلسم ماتول) او د نورو ځینو اثارو لیکوال دی.
په یادو کتابونو کې؛ د سپټامبر د 11 مې نېټې پېښه چې دیني انګېزه یې تر شاه وه، په درسي کتابونو کې د خلقت په اړه د درسونو د زیاتولو په باب د ډیسکوري انسټیوټ بریا او په (2005( کال کې د جورج بوش ملاتړ د دې لامل شول، چې هرېس، ډنټ، ډاکېنز، ستنجر او هېچنز یې په خپلو کتابونو کې د سکولار جامعې د پراختیا لپاره د دلایلو په حیث وکاروي.
د نوي الحاد او د (څلورو سپرو) ملحدینو په اړه ټام فلین په (2010) کال کې د (ولې زه په نوې بې دینۍ باور نه لرم) تر عنوان لاندې ادعا وکړه: ” هغه څه چې نن د نوي الحاد په نامه یادیږي، نه نوي دي او نه هم یو خوځښت دی. نوی والی یې د مطرحو ناشرانو له لوري د الحادي افکارو نشر دی، چې د میلیونونو کسانو له لوري لوستل شوي او په ډېرو پلورل شوو کتابونو لیست کې ځای لري.”
ډاکټر فلاح عبد محمد دلیمي، چې د نوي الحاد په برخه کې پراخه او ژور مطالعه لري؛ په خپل کتاب ( الالحاد الجدید) کې وايي: “دا کتابونه ما څو ځلي لوستي، په ځانګړي ډول د ریچارډ ډاکېنزکتاب، چې یو کمزوری او له منطقي مغالطو ډک کتاب دی او پرته له فلسفيانه طعنو او کفري زړورتیا پکې هېڅ علمي اطلاعات نشته.”
له اسلامي سره د نوي الحاد د دښمني اصلي پټه انګېزه
له نښانو ښکاري چې د نوي الحاد ترشا د اسلام په وړاندې د دښمني ډېره قوي انګېزه شته، دا الحاد لومړی د اسلام سیاسي نظام په نښه کوي، بیا خپله اسلام او ورپسې د دیندارۍ او باور ټولې بڼې هدف ګرځوي.
په ټورنټو کې مېشت ورځپاڼې لیکونکي ـ ګلن ګرینوالډ – د منځني ختیځ د مسایل پوه مرتضی حسین، د ناتان ناب سالون لیکوالو او څېړنکو ـ ویډ جیکوبي او هاکان یوز، دیني تاریخ لیکوال ویلیام امیلسن، نوی الحاد له اسلام سره په دښمني تورن کړی.
ویډ جیکوبي او هاکان یوز ادعا کوي: یو ډله نوي ملحدین لکه؛ ریچارډ ډاکېنز، سام هرېس او کرېسټوفر هېچنز د (سامؤیل هانټیګټون) د تمدونونو د ټکر له نظریې څخه د اوسنیو سیاسي شرایطو په باب ګټه اخلي او دا کار ـ د اسلامي ټولنو په مطالعې کې د اسلام دښمنۍ په برخه کې نقش جوړوي.
ویلیام امیلسون په خپل استدلال کې وايي: په ملحدینو کې د ـ نوي/ جدید ـ لفظ، نه د دوی ازاریتوب ته اشاره کوي، نه هم د دوی غیرمعمول محبوبیت او نه هم د دین په وړاندې علمي کړنلارې ته، یوازې د شبه نظامي اسلام هم نه، په خپل د اسلام په وړاندې د دوی حملو ته اشاره کوي، چې د ټولو ادیانو تر نقد لاندې راځي.
مرتضي حسین وايي: د نوي الحاد د خوځښت مخکښو څېرو په سیاسي تعصب باندې یو علمي پوښ اچولی، داسې تعصب چې نن له سیاسي اړخه ګټور دی.
په دې برخه کې ډاکټر فلاح عبد محمد دلیمي په خپل کتاب (الالحاد الجدید) کې خبرې کړي چې لنډون او پایله یې په لاندې ډول راوړو، نوموړی لیکي: “الحاد په تاریخ کې مخینه لري، خو کله چې د2001 د سيپټمبر میاشتې په 11 مې نېټې د امریکا غبرګ لوړ پوړیز برجونه په نښه شول، ډېر قهرجن غبرګون یې درلود. د نوي الحاد اصطلاح د سپټمبر د 11 مې له پښې وروسته رواج شوه. د امریکا د غبرګو برجونو له نړېدو وروسته د اسلام او اسلامي فکر په وړاندې د جګړې مقدمات برابر شول او په سلګونو تنو په ځانګړي ډول په غرب کې د اسلام پر ضد غږ پورته کړ، په ترهګرۍ یې تورن کړ او د له منځه وړولو غوښتونکي یې شول. په دې اړه کمپیانونه د دې لپاره تیار شول، تر څو اعلان وکړي، چې اسلام په نړۍ کې ځای نه لري او د اسلام ننګول او تحریفول یې له دننه او بهر څخه پیل کړل او د هغه اصول، باورونه او قوانین یې هدف ورګرځول. له دې پېښو وروسته په غربي مطبوعاتو کې پراخه بدلون راڅرګند شو او په ډېر شوق سره یې الحاد ته د دعوت لپاره، الحادي موضوعات څېړل پیل کړل لکه؛ د خدای وجود او نوی الحاد، همداسې لکه ریچارډ ډاکېنز کسان چې غربي ټولنې یې له مختلفو لارو مخاطبې کړې، په الګو بدل شول او خلکو ته ستوري شول.
ملحد ریچارډ اعلان وکړ، چې د هغه نوې بې دیني د وروستۍ پېښې (د 2001. 9. 11) له امله ده او دی یې له یوه سوله غوښتونکي محلد څخه په یوه افراطي او اسلام ضد ملحد بدل کړی دی.
د نوي یا ماډرن الحاد ځینې مهمې ځانګړنې
1. بریدګر موقف او د خدای د نشتون د ثابتولو لپاره د دلایلو د وړاندې کول هڅه، خو پخواني الحاد دفاعي بڼه درلوده، شکونه یې ایجادول او کوښښ یې کاوه چې له ځان څخه دفاع وکړي.
2. له علوم سره په اړیکو تکیه کول او له حده زیات په طبیعي علومو استناد.
کلاسیک الحاد علم بې طرفه باله، خو نوی الحاد هڅه کوي، چې خپل ځان له علم سره وتړي او آن ځان یوه علمي نظریه وبولي. د دې کار څرنګوالی داسې دی، چې الحاد د علمي فرضیو په حیث مطرح شي او هڅه کیږي چې د علمي حقایقو په حیث وړاندې شي.
3. د علمي نظریاتو په حیث، په ساده ژبه د الحاد وړاندې کول، چې د ټولو لپاره د فهم وړ وي. هغه علوم چې الحاد ترې ګټه اخلي؛ نوی فزیک، چاپیریال پوهنه ـ ارواپوهنه/شناختي علوم، عصب پېژندنه او مصنوعي ځېرکتیا ده.
4. له دین او پر دین باور سره ښکاره دښمني، دینونو او باورمنو ته سپکاوی. مثلا: دین د وژنو، بې نظمیو،ګډوډیو، د نړۍ د ویجاړۍ او د نوي نسل او ټولنې لپاره ګواښ معرفي کول او د بې دینۍ د دفاع لپاره له هرې ممکنې لارې استفاده کول.
5. له رسنیو او تبلیغاتي ابزارو څخه پراخه استفاده.
په اوس وخت کې د بې دینه او ملحدانو شمېرنې
د ملحدانو او یا هم پر خدای د بې باورانو (اتئیستانو) د جمعیت مشخص کول ډېر ستونزمن دي. بېلابېل افراد ـ له الحاد او نورو ورته ټکيو مختلف تعبیرونه ترې کوي، نو په همدې اساس د الحاد (خدای نه منل) ، بې دیني، له خدای څخه منکر دینونه او معنوي باورونه جلا کول سخت دي او د دې ترڅنګ ډېری ملحدین د دې لپاره چې په ځينو هېوادونو کې له څارنې بچ شي، خپل الحاد نه څرګندوي.
دا چې په تاریخي ډول ځينو هېوادونو د الحاد لپاره په شدت تبلیغ کړی او ځینو نورو بیا سخت ټکولی، نو په بېلابېلو هېوادونو کې د الحاد شمېرنې ممکن تر ورکړل شوي راپور څخه کمې یا لوړې وي.
په برېتانیا کې د 2010 کال څېړنې ښيي، چې د نړۍ (9.6 ( سلنه وګړې بې دینه او( ۲ ٪) یې ملحدین ( خدای نه منونکي) دي.
د هغو کسانو د مجموعې په باب، چې د خدای په اړه په هېڅ ډول باور معتقد نه دي، اټکل کیږي، په ټوله نړۍ کې به یې شمېر له 500 میلیونو څخه تر 1.1 میلیاردو پورې وي.
د وین ګالوپ د نظر پوښتونو له مخې، په 2012 کال کې، په دې تحقیق کې شاملو
( 13٪) کسانو ځان اتئیست معرفي کړی وو، دا شمېره په 2015 کې ( 11٪) وه او په 2017 کې بیا ( ۹) سلنه کېده.
د 2012 کال نظر پوښتنو پراساس په هغو هېوادونو کې چې دا نظرپوښتنه شوې وه شمېرې یې په لاندې ډول دي:
چین (47 ٪)، جاپان( 31٪)، چک جمهوريت( ٪30)، فرانسه( 29٪)، جنوبي کوریا( 15٪)، المان ( 15٪)، هالنډ ( 14٪)، اتریش(10٪) ایسلنډ(10٪)، اسټرالیا ( 10٪) او آیرلنډ(10٪) تر ټولو ډېر ملحدین لري.
د یوروبارومتر د 2012 کال په نظر پوښتنې کې، د اروپايي ټولنې ( 16٪) خلکو ځان بې باوره ( اګنوسټیک) او( 7 ٪) خلکو ځان ائتیست بللی وو.
د (پیو) څېړنیز مرکز د 2012 کال د څېړنو په اساس؛ د اروپا د لویې وچې (18 ٪) جمعیت په ټولیز ډول بې دینه دی، چې په هغو کې ( شکمن – لا ادري – او اتئیستان) ټول شامل دي. دې تحقیق همداشان څرګنده کړې وه، چې په دوو اروپايي هېوادونو کې د ټولنې اکثریت بې دینان جوړوي، چې لومړی یې د چک جمهوریت له (75٪) نفوس سره او دوهم یې استونیا هېواد دی، چې ( 60٪) سلنه نفوس یې بې دینه دی.
858 میلیونه بې دینان چې اتئیستان هم پکې شامل دي په اسیا کې پرته ( له منځني ختیځه) ژوند کوي. په دې بې دینانو کې ډېر کسان شته چې هېڅ دین نه مني او همداشان داسې کسان هم پکې شامل دي، چې د خدای او یا هم خدایانو شتون مني خو د یوه دین پیروي هم نه کوي.
د اسټرالیا د شمېرنو د دفتر په وینا؛ (30٪) اسټرالیایان بې دینه دي، چې ملحدین (خدای نه منونکي) هم پکې شامل دي.
د نړۍوالو ارزښتونو د سازمان د څېړنو پر اساس په 2014 کال کې یوازې ( 4.4٪) امریکايي وګړو خپل ځان اتئیست بللی و، خو له دې سره په امریکا کې د بې دینانو سلنه ډېره زیاته ده.
(د امریکن فیملي سروې) په نوم بنسټ د نظر پوښتنو په اساس (34٪) امریکایان ځانونه بې دینه بولي، چې ملحدین، لاادري والا او نه پوهېږم وال هم پکې شامل دي.
عرب او اسلامي نړۍ
د ګالوپ مؤسسې د (2012 م) کال نظر پوښتنې ښيي؛ چې (5٪) سعودیان ځان ملحدین بولي. د یوې څېړنې پراساس د مراکش، مصر، عربستان او اردن تر (1٪) لږ خلک پر خدای باور نه لري او دا شمېره بیا په اماراتو، بحرین، کوېټ او فلسطین کې له (3ـ 7٪) پورې ده.
د پیو بنسټ د نظرپوښتنې پر اساس، په 2012 کال کې په ایران کې د الحاد سلنه
( ٪0.1) وه. د ګمان مؤسسې د نظر پوښتنې پر اساس چې په 1399 هـ.ش کې ترسره شوې، په ایران کې د بې دینۍ کچه تر ( 50٪) رسېدلې، چې (9٪) یې خدای نه منونکي (ملحدین) هم دي، (78٪) ایرانیان پر خدای باور لري او (32٪) یې بیا ځان شیعه مسلمان معرفي کوي.