لیکوال: ابورائف
په اسلامي تاریخ کې د روغتونونو نظامد اسلامي تاریخ یو ویاړ او مثبت ټکی د لویو طبي مرکزونو شتون دی چې د “بیمارستان” په نامه پیژندل شوي. دغه مرکزونه کله کله ثابت وو، او کله کله به ګرځنده (متحرکه) وو چې ناروغانو ته یې خدمات وړاندې کول. داسې ویل کیږي چې: «دا د نړۍ طبي نظام ته د مسلمانانو یو له مهمو خدمتونو څخه دی؛ ځکه چې د دغو روغتونونو په جوړېدو سره ناروغانو ته د خدمتونو وړاندې کول خورا آسانه او د ناروغیو د درملنې په برخه کې فعال او اغېزمن شوي دي.»لومړنی اسلامي روغتون د اموي خلیفه، ولید بن عبدالملک د خلافت پر مهال د جذام لپاره پرانیستل شو. له دې پړاو وروسته په اسلامي نړۍ کې بېلابېل روغتونونه جوړ شول او ځینې یې حتی په نړۍ کې لوړو مقامونو ته ورسېدل، داسې چې ځینې دغه روغتونونه د طبي علومو او څېړنو مرکزونه شول او په نړۍ کې د نورو روغتونونو د جوړولو پیل او سرچینه شوه. په همدې توګه له دغو روغتونونو څخه نهه پېړۍ وروسته په لوېدیځ کې لومړی روغتون د فرانسې په پاریس کې جوړ شو. [۱]دا روغتونونه کله کله ګرځنده وو او تر ۴۰ اوښانو پورې به یې بارونه رسېدل، او د اسلامي هیواد هرې خاورې او برخې ته به تلل او د دوا او علاج لپاره به یې بېلابېل توکي او وسایل له ځانه سره راوړل، او یو شمېر اسلامي طبیبان هم ورسره وو. [۲]د “تاریخ العلوم عند العرب” کتاب لیکوال لیکي: «دا ګرځنده روغتون په درملو او خوراکي توکو سمبال و او د اسلامي نړۍ لرې کونجونو او بېلابېلو سیمو ته به یې په منظمه یا د پېښو په وخت کې تلل. لکه څنګه چې زندانونو ته هم استول کېدل. لومړی کس چې دا کار یې وکړ وزیر علی ابن عیسی جراح د مقتدر خلیفه په واکمنۍ کې و، چې د سنان ابن ثابت ابن قره په امر یې وکړ. بیا د ګرځنده روغتونونو ساحه پراخه شوه او دوی د پاچاهانو او خلفاو سره په سفرونو کې ملګري وو، لښکرو سره هم ګرځنده روغتونونه وو. “سلطان ظاهر برقوق” هم تل یو لوی ګرځنده روغتون له ځانه سره وړی. [۳]ثابت روغتونونهدویم ډول روغتونونه هغه وو چې دایمي او ثابت وو. په حقیقت کې په اسلامي نړۍ کې زیاتره روغتونونه په همدې ډول وو او مسلمانانو دغه روغتونونه په بېلابېلو ښارونو او هیوادونو کې جوړ کړي وو. په اسلامي نړۍ کې تر ټولو مهم روغتونونه نومونه په همدا ډول دي:۱. په بغداد کې د «عضدي» روغتون؛ دا روغتون په ۳۷۱ هجري کې جوړ شو. دا روغتون د عضدالدین ابن بویه لخوا تاسیس شو. په دغه روغتون کې تر ۴۰ زیات طبيبانو د ناروغانو درملنه کوله. همدارنګه دغه روغتون یو بډایه او لوی کتابتون درلود او بې شمېره مامورین او خدمتګاران په کې په کار او خدمت بوخت وو.۲. د دمشق «نوري» لوی روغتون؛ دا روغتون په ۵۴۹ هجري کال کې جوړ شو. دا روغتون د پاچا عادل نورالدین محمود زنګي لخوا پرانیستل شو. دا روغتون په اسلامي تاریخ کې یو له سترو او معتبرو روغتونونو څخه و، چې ډېر وخت یې د ناروغانو درملنه کوله. دا روغتون تر ۱۳۱۷ هجري کال پورې فعاله وه، یعنې تر ۸۰۰ کاله زیات!۳. د قاهرې منصوري لوی روغتون؛ دا روغتون په ۶۸۳ هجري کال کې جوړ شو. دا روغتون په قاهره کې د ملک منصور سیف الدین قلاوون لخوا پرانیستل شو. دا روغتون د دقت، نظم او پاکۍ ښکارندویه وه او دومره لوی او پراخ و چې په یوه ورځ کې یې د ۴۰۰۰ (څلورو زرو) څخه زیات ناروغان درملنه کوله.۴. د مراکش روغتون؛ دا روغتون چې یو له عجیبو او خورا غورو روغتونونو څخه و، د منصور ابو یوسف یعقوب لخوا د ۵۸۰ یا ۵۹۵ هـ ق کې پرانیستل شو. د دې روغتون ودانۍ د کمال او ښکلا نښه وه؛ ځکه چې په دې روغتون کې هر ډول ونې او کرنې موجودې وې، حتی څلور واړه صنعتي نهرونه هم پکې وو او د نويو طبي آسانتیاوو او ماهرو طبیبانو له نظره په لوړه کچه و. دا روغتون په حقیقت کې د اسلامي نړۍ لپاره د ویاړ نښه وه. [۴]
Previous Articleد افغانستان فیلسوف؛ سید جمال الدین افغان رحمه الله (څلورمه برخه)