لیکوال: مفتي نورمحمد محبي

قرآن؛ تلپاتې معجزه 

دوهمه  برخه

د قران د اعجاز د علم اهمیت او اړتیا
څرګنده ده، چې خدای تعالی قران کریم پر خپل پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم باندې د خلکو د ژوند د ټولو اړخونو د روښانولو او په ټولو برخو کې د هدایت لپاره نازل کړ، تر څو تر ټولو غورې لارې ته هدایت شي او دا نکته د قرانکریم په ( “إِنَّ هَذَا الْقُرْآنَ يَهْدِي لِلَّتِي هِيَ أَقْوَمُ” [إسراء: ۹) کې ښه څرګندیږي.
دا مهم او ستر هدف هماغه دی، چې د قران کریم په پیل کې تر فاتحې سورت وروسته پرې د لوستونکي لومړی نظر لګیږي او پکې راغلي؛ “ذَلِكَ الْكِتَابُ لا رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِلْمُتَّقِينَ [بقره: ۲] خو له قران څخه ګټه اخېستل یې په معنی او مفهوم باندې پوهه ده او دې درک او فهم ته د رسېدلو لار د (تفسیر علم) دی.
د نزول د اصلې موخې ترلاسه کېدل یوازې د تفسیر له لارې ممکن دي، داسې تفسیر چې د ناسخ او منسوخ د دقیقې پېژندنې، عام او خاص، محکم او متشابه، حلال او حرامو او نورو بنسټیزو مفاهیمو پر بنسټ بناء وي.
علامه زرقاني رحمه الله په لنډ او خلاصه عبارت کې د تفسیر د علم د تعریف په اړه داسې لیکي؛( علم يبحث فيه عن القرآن الكريم من حيث دلالته على مراد الله تعالى بقدر الطاقة البشرية – تفسیر داسې یو علم دی، چې په توسط یې له قران کریم څخه د انساني توان په اندازه د خدای تعالی مراد معنی استخراج کیږي[1].)
دا چې قران کریم په څرګنده عربي ژبه نازل شوی، نو دقیق او ژور فهم یې د عربي ژبې له زده کړې، د جوړښتیز خصوصیت له درک، د لغوي مفاهیمو او بلاغي صنعتونو له پوهې پرته شونی نه دی.
په همدې اساس علامه طاهر بن عاشور رحمه الله ټینګار کوي او وايي؛ «أن مفسر القرآن لا يعد تفسيره لمعاني القرآن بالغا حد الكمال في غرضه ما لم يكن مشتملا على بيان دقائق من وجوه البلاغة في آيه المفسرة بمقدار ما تسمو إليه الهمة من تطويل واختصار.»
د قران د تفسیر مطلب تر هغو کمال ته نه رسیږي، تر څو چې د ایتونو بلاغي لطایف ونلري، هغه که په تفصلي بڼې وي او که په مجمل ډول، داسې چې د مفسر علمي وړتیا او همت یې ایجاب کړي[2].
نوموړي دې برخې ته د ځینو تفسیرونو له بې پامۍ څخه په نیوکې وايي؛ د تعجب ځای دا دی، چې ډېری تفسیرونه له دې لوړو اهدافو څخه خالي دي، یوازې ځینې غوره تفاسیر لکه؛ د زجاج – معاني القران، د ابن عطیه – المحرر الوجیز،  د زمخشري – الکشاف تفاسیر. ان ځینو فقهي تفسیرونو هم په ځينو برخو کې دا موارد مراعات کړي دي، لکه، د ابن العربي رحمه الله – احکام القران تفسیر او د ابن حماد رحمه احکام القران تفسیر.
د قران اعجاز ته ځکه پام کول اړین دي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو ستره او تلپاتي معجزه ده، چې نه یوازې د نزول پر مهال بلکې نن او په راتلونکي کې هم د اسلام د حقانیت لپاره روښانه دلیل دی.[3]
لکه څنګه چې د – التحریر او التنویر کتاب لیکول ټینګار کوي؛ د قران د فهم او د عربي ژبې د زده کړې ترمنځ نا بېلېدونکي اړیکه شته او دا فهم خپله د هدایت لاره برابروي، خو دا هدایت په یوه ډول د قران پر اعجاز د ایمان محصول دی.
په بل عبارت؛ د اعجاز او هدایت ترمنځ منطقي او فلسفي اړیکه دوام لري، اعجاز د هدایت مقدمه ده، ځکه خلک یوازې هغه وخت له دلیل څخه پیروي کوي، کله چې یې د سرچینې په صحت باندې باور پیدا کړي او دا د قران اعجاز دی، چې د هدایت لپاره اړین باور او اعتماد جوړوي.
نو په همدې اساس د قران اعجازي اړخ ته توجه په کلي او جزيي ډول د نن ورځ له مهمو اړتیاو  څخه ده، علماؤ هم په دې باندې له ډېره وخته ټینګار کړی او د دین عالمانو له پخوا څخه بیا تر ننه د قران د اعجاز علم ته توجه کړې او هغه یې له ډېر اړینو مسایلو څخه ګڼلی دی.
قاضي ابوبکر البقلاني رحمه الله وايي:
«ومن أهم ما يجب على أهل دين الله كشفه، وأولى ما يلزم بحثه، ما كان لأصل دينهم قواما، ولقاعدة توحيدهم عماداً ونظاماً، وعلى صدق نبيهم صلى الله عليه وسلم برهانا، ولمعجزته ثبتا وحجة، لا سيما والجهل ممدود الرواق، شديد النفاق، مستول على الآفاق، والعلم إلى عفاء ودروس». [4]
له هغو مهمو چارو څخه چې د مؤمنانو لپاره یې پیژندل او ورته پاملرنه اړینه ده، هغه مسئله ده چې د دوی د دین بنسټ پرې ولاړ دی، د توحید ستنه پرې ټینګېږي او د دوی  د پېغمبر د رښتینولي دلیل پرې روښانه کېږي؛ دا په داسې حال کې ده، چې ناپوهي خپره شوې، نفاق ډېر شوی او علم د زوال لوري ته روان دی.
نوموړی زیاتوي؛ هغه کسانو ته چې د قراني علومو د معانیو څېړنه کوي، غوره دا وه، چې د قران د اعجاز اړخ ته یې هم پام کړی وای، ځکه دا تر نورو ادبي او نحوي بحثونو اړین و او باید په اړه یې ډېر بحث شوی وای[5].
په همدې نظریې په رڼا کې د اسلامي امت علماؤ تل د قرانکریم اعجاز ته پاملرنه کړې، په دې اړه یې ارزښتمن اثار تألیف کړي او دوی په دې باور دي، چې د قران د اعجاز په اړه بحث کول د اسلامي امت تلپاتي او نه پرېښودل کېدونکي دنده ده.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

 

[1] مناهل العرفان ۳/۲

[2] التحرير والتنوير (1/ 102).

[3]التحرير والتنوير:1/102

([4])  إعجاز القرآن للباقلاني:22، 23

[5] إعجاز القرآن، باقلانی: ص ۲۲–۲۳

Leave A Reply

Exit mobile version