لیکوال: مفتي نورمحمد محبي

قرآن؛ تلپاتې معجزه 

لومړۍ برخه

الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَنْزَلَ عَلَىٰ عَبْدِهِ الْكِتَابَ وَلَمْ يَجْعَلْ لَهُ عِوَجًا، وَالصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ عَلَى سَيِّدِنَا مُحَمَّدٍ، النَّبِيِّ الْأُمِّيِّ، الَّذِي أُرْسِلَ رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ، وَعَلَى آلِهِ وَصَحْبِهِ أَجْمَعِينَ.
قرانکریم د وروستي اسماني کتاب او د وروستي نبي حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د تلپاتې معجزې په حیث له ډېر پخوا څخه د مسلمانانو او ان د نامسلمانو پوهانو د پراخو تحقیقاتو موضوع ده.
د قرانکریم یو مهم او جذبونکی بعد اعجاز دی، چې یوازې یې په لفظ کې نه بلکې په معنی، جوړښت، علمي شمولیت، له انساني فطرت سره په همغږۍ، دقیقو وړاندوینو، رواني اثراتو او د حقوقي او اخلاقي نظام په جامعیت او همداشان د تربیتي ظرفیت په لوړاوي او تمدن جوړونه کې متجلي شوی دی.
د دې لیکنې موخه د په کُلي او منظمه توګه د قرانکریم د اعجاز څېړنه ده او په دې برخه کې هڅه شوې، چې د تفسیر، حدیثو او علمي، تاریخي معتبرو سرچینو څخه په وسطي ډول استفاده وشي او د اعجاز مختلفې بڼې تحلیل شي؛ دا بڼې د قرانکریم بیاني (ادبي او بلاغي) اعجاز، علمي، تشریعي، غیبي، ارواپوهنیز او تربیتي، جوړښتیز او سبک پېژندونکی، تمدني او ټولنیز اعجازونه په بر کې نیسي.
د دې څېړنې اړتیا له دې څخه را پېښږي، نن ورځ، داسې زمانه ده چې له فکري ننګونو، معرفتي شکونو او چټکو علمي پرمختګونو ډکه ده، د قرآن کریم د معجزو اړخونو علمي او مستدله تشریح له بل هر وخته ډېره اړینه ګڼل کیږي. په دې اثر کې هڅه شوې چې هم د قراني اعجازونو زاړه اړخونه وڅېړل شي او هم هغه نوې بڼې لکه؛ جوړښتیز اعجاز، عددي اعجاز او هم د قران د لوړو متني ظرفیتونو په اړه بحث وشي.
د دې څېړنې بنسټ د توصیف، تحلیل او تطبیق تګلارو څخه استفاده او منطبق کول دي، چې له یوې خوا پکې د قران ایتونه او تفسري او کلامي متونونه پکې څېړل شوي او له بل لوري د معاصرو علومو، لکه؛ ژبپوهنې، طبیعي علومو، ارواپوهنې، ټولنپوهنې،  ترلاسه کړې پایلې د قراني اعجاز د بیان او تطبیق لپاره کارول شوې دي.
په دې کتاب کې لوستونکی د الهي معجزې (قرانکریم) له بېلابېلو اړخونو او د هغو لږ پېژندل شویو ابعادو سره آشنا کيږي او پوهېږي چې د قرآن اعجاز یوازې یو بڼې یا بعد ته نه محدودیږي؛ بلکې په یوه ټولیز نظر سره، دا یوه څو اړخیز، متحرک او تلپاتی اعجاز ګڼل کیږي؛ داسې اعجاز  چې له تېرو زمانو څخه تر نن ورځې او له نن څخه تر سبا پورې انسان ته د فکر کولو، حیرانتیا او د خدای تعالی په وړاندې د تسلیمېدو بلنه ورکوي.
هیله ده چې دا اثر وکولی شي ،د دې لپاره چې د قرآن حقیقت هر څه ژور وپیژندل شي یو کوچنی ګام وي او د معرفت په نړۍ کې دریځ څرګند او د الهي کلام په اړه د تفکر او تدبر نوي انګېزه ایجاد کړي.
دوام لري…
| وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version