لیکوال: مهاجر عزیزي

سیکیزم، پیدایښت او اعتقادي بنسټونه

شپږمه برخه

 

۳ – ګورو امرداس
د سیک مذهب درېیم مذهبي مشر – ګورو امرداس و – چې د ۱۴۷۹ کال د مئ میاشتې په ۵ مې اوسني لاهور ښار ته نږدې په پنجاب کې وزېږېد. د نوموړي کورنۍ د هندو قوم له کشتاریې – جنکیالۍ – طبقې څخه وه او مذهبي باورونو ته یې ټینګه ژمنتیا درلوده؛ غوښه یې نه خوړه، الکول یې نه څښل او له جسمي خوندونو څخه یې پرهېز اصل باله.
نوموړي د سیک ټولنې د لا ښه انسجام لپاره ډېرې هڅې وکړې، نوموړی په درې اویا کلنۍ کې د لایقت پر اساس د ګورو انګاد له لوري خپل ځایناستی وټاکل شو او ۲۲ کاله یې د سیک ټولنې سیاسي او معنوي رهبري په غاړه وه. دی د ګورو انګاد کاکا خسر و، چې له همدې لارې ورته نږدې او ارادتمن شوی و.
الف؛ فعالیتونه او لاسته راوړنې یې
د ګورو امرداس په ۲۲ کلنه دوره کې سیک ټولنه له یو لړ بنسټیزو او پراخه اقداماتو سره مخ شوه، چې لاندې یې مهمې برخې یادوو؛
۱- ګورو امرداس لومړی سیک رهبر و چې د -کيناست – طبقاتي نظام یې په څرګند ډول لغوه کړ.
۲- نوموړی ډېر تکړه مصلح و چې ګڼ ټولنیز بدلونونه یې پلي کړل. ښځو ته یې ځانګړي حقونه ورکړل٬ هغوی یې د حجاب رعایتولو ته دعوتولې او همداشان هغه دردناک رسم ته یې د پای ټکی کېښود، چې د مېړه تر مړینې وروسته به یې د دوی میرمنې ژوندۍ ورسره سوځولې.
۳- د ګوویندوال ښار؛ د ګورو امرداس د استوګنې ځای د سیکانو په یوه مهم زیارتي ځای باندې بدل شو. د هند د تاریخي قاموس – بهاتاچاریا – د لیکوال په وینا دې ښار د یوه معنوي مرکز په حیث د سیک مذهب په پراختیا کې مهم رول ادا کړ.
د دې ښار د لیدونکو له ډلې یو هم د هغه وخت د امپراتور مغل اکبر زوی و، چې دا ښار یې ولید او د ګورو امرداس له ساده ژوند څخه ډېر متأثره شوی او د مالي مرستو او ډالیو له لارې یې د سیک ډلې پر پیروانو پیرزوینې وکړې. دا لیدنه په هغه وخت کې د سیک ټولنې د دریځ د تقویې لامل شوه.
۴- په ادی ګرانت صاحب له ۹۰۰ ډېرې راټولې شوې نغمې د ګورو امرداس دورې ته منسوبیږي.
۵- د ګورو امرداس له فعالیتونو څخه یو بل فعالیت د – مسند – ټاکل و، نوموړی دېته متوجه شو چې د سیک ټولنې د معنوي مشر په حیث نشي کولای چې ټول مسؤلیتونه په یوازې سر، په داسې حال کې سرته ورسوي، چې ورځ تر بلې د سیک ټولنې د افرادو شمېر زیاتېده.
نوموړي په همدې موخه ۲۴ تنه د خپل مذهب با اعتماده کسان د دیني چارو د لارښوونې لپاره د خپل رسمي استازو په حیث وټاګل؛ چې مسند یې بلل.
همداشان یې د چارو د لا تنظیم په موخه ګورو نانک او د خپل ځان له لوري یې اېښودل شوې اصول او لارښوونې راټولې او ترڅنګ یې د ځینو هندي پوهانو ویناوې او افکار ور اضافه کړل، نو په همدې اساس د هندي خوځښتونو لرلیدونه لکه – بهتکي – هم پکې ځای شول.
۶- نوموړي د ګورو نانک د لارښوونو د راټولو او ثبتولو تر څنګ د ځینو هندي عرفاني مکتبونو لکه د – بهتکي – مکتب مفاهیم هجوم ور ګډ کړل او دا د دې لامل شوه، چې سیک لارښوونې لا ډېره عرفاني او اخلاقي بڼه خپله کړي.
ب: مړينه او ځايناستى
د ګورو امرداس دوره چې 22 کاله يې د سيک مذهب مشري وکړه، د دې مذهب په تاريخ کې ډېر تأثير ګذاره دوره ګڼل کيږي.
نوموړي 95 کاله ژوند وکړ او له خپلې مړينې مخکې يې خپل زوم (رام داس) ځايناستى وټاکه.
ګورو رام داس
نوموړى د 1534 کال د سيپټمبر په 26 مه د پنجاب په لاهور ښار کې زېږېدلى، هغه په 1574 کال کې د سيکانو د معنوي رهبر (ګورو) په حيث وټاکل شو او اوه کاله يې دا مقام درلود. ده هم سيک ټولنې ته ارزښتمن خدمتونه وکړل او د دې مذهب په پراختيا کې يې د پام وړ رول ولوباوه.
الف: فعاليتونه او اغېزمنتيا
1_ د هارمندير (طلايي معبد) تأسیس؛ رام داس يو مهم او اغېزمن شخصيت و، چې د سيک ډلې معابد يې په (هارمندير) يا (د خداى معبد) کې متمرکز کړل.
دا معبد له لاهوره په 35 ميله واټن کې په کوچني جهیل کې جوړ شو، چې وروسته بيا د (امرتېسر) يا د ژوند حوض باندې مشهور شو او له هغه وخته تر اوسه د سيکانو تر ټولو مهم معبد بلل کيږى.
2- د موروثي ځايناستي د سيستم ايجاد
د ده له متفاوتو اقداماتو څخه د ميراثي ځايناستي سيستم ايجاد و، چې پر اساس يې خپل زوى راتلونکى ګورو معرفي کړ.
3_ د امرتېسر سپېڅلي ښار بنسټ اېښودنه
ګورو رام داس د امرتېسر ښار بنسټ کېښود، چې له دې پخوا يو کلى و او وروسته د سيکانو په سپېڅلي ښار بدل شو. د سيکانو تر ټولو مهم معبد (طلايي معبد) هم په دې ښار کې دى.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version