لیکوال: "محمدالافغاني"
ابوریحان البیروني هغه نوم دی چې د بيرون په نامه د کوچني کلي څخه اخیستل شوی، هغه ځای چې هغه زیږېدلی دی. هغه خپل ماشومتوب په خوارزم کې تېر کړ او بيا له سلطان محمود غزنوي سره غزني او بيا هند ته ولاړ. البیروني د سلطان محمود د زوی سلطان مسعود د واکمنۍ پر مهال په غزني کې مړ شو.
په تاریخي کتابونو کې د ابوریحان البیروني اثار له ۱۴۶ څخه زیات نقل شوي دي او د هغو د لیکو شمېر تر ۱۳۰۰۰ زیات دی. د هغه ځینې مهم اثار دا دي:
البیروني د سلطان مسعود غزنوي په نامه د “مسعودي قانون” کتاب ونوموي، چې د سلطان لخوا د سپینو زرو سکې څخه ډک درې اوښان د ډالۍ په ځواب کې يې اعلان وکړ چې هغه دا کتاب د علم د خدمت او نشر لپاره لیکلی، نه د شتمنۍ د ترلاسه کولو لپاره.
البیروني په هندي او سنسکريت ژبو ښه پوهه درلوده او له هندي څخه عربي ته یې بېلابېل کتابونه ژباړلي، لکه: “سید هانتا”، “الموالیة الصغیره”، “کلب یاره” او له فارسي څخه یې عربي ته کیسې هم ژباړلې دي؛ لکه: د «شاد بهر» ( حديث قسيم السرور) «عین الحیاة»، د “اورمزدیار او مهیار” کېسه او همدارنګه د “سرخ بت او خنګ بت” کېسه (حديث صنمي الباميان).
Previous Articleد جهميې فرقه «ډله» (اوومه برخه)