علماوو د جهميه د ډلې په اړه بېلابېل دریځونه نیولي دي، دغه ډله تل د خپلو انحرافاتو او ناسمو عقائدو له امله د علماوو له خوا تر نیوکې لاندې راغلې او په اړه یې بېلابېلې فتواګانې صادرې شوې دي.
عبدالله بن مبارک رحمه الله چې د دې امت یو له سترو عالمانو څخه دی، د جهميه د فرقې په اړه وايي: «موږ د یهودیانو او نصاراوو خبره نقل کوو. خو نشو کولای د جهميه ډلې خبرې بیان کړو.» دارمي رحمه الله د ابن مبارک د قول په اړه لیکي: «ابن مبارک رښتیا وایي؛ ځکه چې د الله جل جلاله د صفاتو په اړه د جهميې ځینې خبرې د یهودو او نصارا له الفاظو څخه ډیرې خطرناکې دي.»
عبدالحميد بن عبدالرحمن همداني رحمه الله په (۲۰۲ هـ ق) کي وايي: «جهم بن صفوان په لوی خدای کفر کړی دی.»
علي بن عبدالله مديني رحمه الله (۲۳۴ هـ ق) وايي: «د جهم بن صفوان يواځينۍ موخه دا وه چې خلک کفر ته داخل کړي.»
محمد بن اسماعیل بخاري رحمه الله وايي: «ما د یهوديانو، نصرانیانو او مجوسیانو خبرې وڅیړلې، ما د دوی په کفر کې له جهميې څخه زیاته ګمراه ډله ونه لیدله. زما په اند، څوک چې دوی کافر نه ګڼي، تر هغه چې د دوی له کفر څخه خبر نه وي، جاهل دی.» دی وايي: «موږ ته فرق نه کوي چې د جهميې او رافضي تر شا لمونځ وکړو او که د یهودو او نصاراوو شاته.»
سلام بن مطیع رحمه الله وايي: «جهميه کافران دي، د هغوی تر شا لمونځ نه کیږي.»
ابو سعید لیکي: «ما ته د یزید بن هارون رحمه الله څخه خبره شوې ده، هغه ویلي دي: د جهميه فرقه کافران دي.»
هغه مسله چې په دې وروستیو کې مهمه ده دا ده چې آیا د جهميه ډلې ته کافر ویل ممکن دي او که نه؟ ډېری سلف علماو او دیني مشرانو دوی کافران بللي دي. تر دې حده چې په ځېنو کتابونو کې راغلي دي چې په سلګونو علماء کرام په دې متفق دي چې کافران دي او د دې ډلې پر ضد ډېر کتابونه ليکل شوي دي. له هغه ځايه چې موږ نهغوښتل چې په دې برخه کې زموږ موضوع ډېره اوږده شي؛ له همدې امله، موږ د دې یادونه پرېښوده؛ خو هغه کسان چې غواړي په دې اړه نور معلومات تر لاسه کړي باید د امام اعظم رحمة الله علیه کتاب «الرد علی الجهمیة والزنادقة فیما شکوا فیه من متشابه القرآن وتأولوه علی غیر تأویله»، ته مراجعه وکړي. احمد بن حنبل رحمه الله، د «إجماع أهل السنة النبویة علی تکفیر المعطلة الجهمیة» کتاب چې د ځينو علماوو رسالې پکې شته او “الرد علی الجهمیه” د امام عثمان بن سعید الدارمي په هغه کې د جهميې ډلې د کفر په اړه اوږد بحث شوی او ډېر دلایل یې وړاندې کړي دي.