لیکوال: "ابوعائشه"

نشنلیزم (څلورمه برخه)

روڼوالی
هرکله چې په نړۍ کې د نشنلیزم او ملتپالنې په شان یوه مهمه او اختلافي پدیده را منځته شوې ده، تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې د دې فکر او مفکورې بنسټ ایښودونکي، پالونکي او مؤسسين څوک دي؟ او کوم لاملونه د دې فکر په پراختیا کې اغېزمن شوي دي؟ د مقالې په دې برخه کې غواړو د ملتپالنې د رامنځته کېدو لاملونه، د پياوړتيا عوامل او د دې پديدې بنسټ اېښودونکي معرفي کړو.
په غرب کې د ملتپالنې او د هغې د خپرېدو لامل څه و؟
د لوېديځوالو تر منځ د ملتپالنې تر ټولو بنسټيز لامل چې وروسته په اسلامي هېوادونو کې خپور شو، له دين او ديني مظاهرو سره مخالفت و. له بلې خوا ويلای شو چې ملتپالنه د اروپايانو په طبيعت کې نغښتې ده او د هغوی په وجود کې اوبدل شوې ده؛ ځكه چې ډېرى يې پر خپل مليت فخر كوي او دا يې پر نورو د خپل لوړوالي او برتري لامل ګڼي.
علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله په خپل ارزښتناک کتاب “ماذا خسر العالم بانحطاط المسلمین” کې لیکي: «وطن‌پالنه او ملت‌پالنه او خلکو او جغرافيې ته ډېره پاملرنه د اروپايانو له ځانګړنو څخه دي، او د اروپا په رګونو کې د وینې په څیر جريان لري، او دا د اروپا دوهم طبیعت شو.»
نشنلیزم یو لوېدیځ جريان دی چې په تېره پیړۍ کې په اروپا کې د بېلابېلو ننګونو تر سیوري لاندې راڅرګند شو. دا جریان د نهضت، بدلون، تمدن او استعمار، او همدارنګه د کلیسا او فیوډالانو د نفوذ له ماتولو له پړاوونو څخه جوړ شوی دی.
نشنلیزم، قومیت، توکم پالنه او له یوه قوم، قبیلې او نژاد سره تړاو کومه نوې او راڅرګنده شوې مسله نه ده، بلکې د انسان په پیدایښت کې ریښې لري. خو په حکومت کې د یوې مدونې ایډیالوژۍ په بڼه، د رینسانس د دورې له راڅرګندېدو او د بشرپالنې افکارو له معرفي کېدو وروسته راڅرګند شول. د بشري فکر یوه ځانګړنه او لاسته راوړنه ملتپالنه ده. دا حرکت په اروپا کې پیل شو او ورو ورو افراط پکې وشو، د نړۍ د فتح کولو لپاره يوه بهانه شوه او په جرمني کې د نازیزم او په ایټالیا کې د فاشیزم د حکومتونو د راڅرګندېدو لامل شو. د انساني فکر دغه بهېر نه یوازې په اروپا کې وده وکړه، بلکې برتانوي استعمار د درېیمې نړۍ په هېوادونو په تېره بیا اسلامي نړۍ کې د خپلو ګټو او ارمانونو د ترلاسه کولو لپاره دغه فکر ته وده ورکړه.
په ظاهري توګه ملتپالنه په اصل کې یو مشهور غبرګون و چې په ځانګړې توګه د 18 پیړۍ څخه وروسته د واکمنو طبقو په وړاندې راڅرګند شو. په پایله کې نشنلیزم له ټولو پورته او ښکته کېدو سره په لوېدیځو هیوادونو کې راڅرګند شو او له هغه ځایه نورو هیوادونو ته لاړ.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version