لیکوال: "ابوعائشه"

د جهمیې فرقه «ډله» (شپږمه برخه)

د سمنیه څخه د جهم بن صفوان اغېزه
سمنيه يوه دهري ډله ده. جهم بن صفوان یو ځل د سمنیانو له یوې ډلې سره مناظره وکړه. روایت دی چې له دې مناظرې وروسته د هغوی له خبرو متاثر شو او څلوېښت ورځې یې لمونځ بند کړ. له سمنيه سره يې مناظره مشهوره ده او په ډېرو کتابونو کې يې يادونه شوې ده. په شرح العقیده الطحاویه کې راغلي دي: «جهم بن صفوان د خپل رب په اړه د شک له امله څلوېښت ورځې لمونځ بند کړ. دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې ده د سمنيه په نوم د مشرکانو له يوې ډلې سره چې هندي فيلسوفان وو، مناظره کوله. سمنیه له حواسو پرته له ټولو علومو انکار وکړ. دوی جهم بن صفوان ته وویل: ایا دغه رب چې ته یې عبادت کوې، لیدل کيږي؟ بوی کيږي؟ او یا لمس کيږي؟ هغه ځواب ورکړ: نه، هغوی وویل: نو دا رب وجود نه لري. له همدې امله يې څلوېښت ورځې لمونځ پرېښود او کله چې يې زړه له معبود څخه خالي شو، نو د ده لپاره شيطان داسې عقیده ورته ښايسته وښودل، چې فکر يې له خپل ځان څخه ایجاد کړی وو، چې هغه مطلق وجود دی، او د خدای ټول صفتونه يې انکار کړل او د جعد سره یوځای شو.
د یهودو، نصاراو او مشرکینو ورته‌والی د جهمیه ډلې سره:
د جهميه فرقه د خدای تعالی د صفاتو په معطل کولو کې له یهودیانو سره ورته ده. او دغه له يهوديانو څخه ورته په ميراث پاتې دي، له همدې امله ابن القيم رحمه الله د الله تعالی د صفاتو په اړه د جهميه او يهوديانو عقيده سره تړلې ګڼي، او وايي:
نون الیهود ولام جهمی هما فی وحی رب العرش زائدتان
وکذلک الجهمی عطل وصفه و یهود قد وصفوه بالنقصان
«د یهود نون او د جهميې لام د الله تعالی په وحيې کې زايد دي. او جهميه فرقې د الله سبحانه و تعالی صفات له کار څخه واچول، او همدارنګ يهودو په نقصان سره د الله جل جلاله توصيف وکړ.»
جهميه ډلې د خدای تعالی صفات معطل کړل، او يهوديانو د څښتن تعالی صفات کې کموالی راوړی، او له همدې امله دواړې ډلې د خدای تعالی د صفاتو په انکار کې متحد دي. او د هر شخص لپاره دا څرګنده ده چې دا دواړې ډلې سره ورته دي.
علامه ابن القیم رحمه الله “الصواعق المرسلة علی الجهمية والمعطلة” کتاب کې د یهودیانو او نصاراو د تأويلاتو له بیانولو وروسته لیکي: «که تاسو د هغوی(يهود او نصارا) د تأويلاتو په اړه فکر وکړئ، تاسو ته به روښانه شي چې د دوی تأويلات د جهميه، رافضه او معتزله تأويل سره یو شان دي، او دا ټول د یوې سرچینې څخه خړوبيږي.»
د «مقالات الجهم بن صفوان وأثرها في الفرق الإسلامیة» کتاب لیکوال د جهمیانو او یهوديانو، عیسویانو، مشرکانو او فیلسوفانو تر منځ د مشابهت له بیانولو وروسته لاندې نتیجه اخیستې او لیکلي یې دي: «جهم بن صفوان او د هغه شیخ جعد بن درهم په مشرکانو پورې اړه لري چې هندوان، سمنیان، صابئه، براهمه، فیلسوفان او د اهل کتابو بدعتيان دي.»
او بله نښه چې په دې باندې دلالت کوي چې جهميه ډلې خپل عقايد له يهودو څخه راخيستي دي، د ابن عساکر دغه قول دی چې وايي: «جعد بن درهم د جهم بن صفوان شيخ او استاد خپل عقايد له ابن سمعان څخه زده کړل، هغه له ابان څخه او ابان له طالوت او هغه له يهودي لبيد بن اعصم څخه زده‌کړه وکړه، او لبيد هغه څوک و، چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم يې جادو کړ.»
او هغه همدارنګه په صفاتو کې نصاراو ته ورته دي، چې په راتلونکو برخو کې به يې بيان وشي ان شاء الله.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version