د اسلام له نظره د خاوند او مېرمنې د ټاکلو لپاره معیارونه (دوهمه برخه)
ب. د خاوند او مېرمنې غوره کولو لپاره معیارونه
د ښه خاوند او مېرمنې په انتخاب کې دوه مهم عوامل، ځانګړي اهميت لري:
۱. په کورني ژوند کې د خوښۍ او نېکمرغۍ ترلاسه کول.
۲. د اولادونو سالمه روزنه او تربيه.
نو د صالحې او نېکې ښځې تر ټولو مهم خويونه چې ورسره واده کول د پورتنیو موخو د تحقق سبب کېږي، په لاندې ډول دي:
۱. عفت او دين داري:
زموږ د دين دارۍ څخه مفهوم د اسلام واقعيت او په سلوک او عمل کې د هغه د لوړو ارزښتونو او آدابو عملي پلي کول دي.
د نر او ښځې لپاره لازمه ده چې د اسلامي شريعت د قوانينو او احکامو په بشپړه توګه رعايت وکړي. کله چې یو له زوجينو څخه د عملي چلند او پیروۍ دې درجې ته ورسېږي، هغه یو دين داره او اخلاقي کس ګڼل کېدای شي. که نه نو، موږ به هغه ته د یو منحرف او اخلاقي فاسد شخص په توګه وګورو. حتیٰ که د یو چا په نظر ، ظاهراً متقي او دین داره وي.
همدا وجه ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ټولو کسانو ته چې د واده کولو او د کورنۍ د جوړولو اراده لري، لارښوونه کړې چې د خاوند او مېرمنې غوره کولو لپاره اصلي شرط دین داري ده؛ تر څو ښځه په خپل راتلونکي شخصي ژوند کې د خپل مېړه د کورنۍ او اولادونو په وړاندې خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي.
یو مسلمان سړی باید یوه نیکه، پرهیزګاره او حجاب لرونکې ښځه د خپلې میرمنې په توګه غوره کړي؛ ځکه چې دا ډول ښځه د خپل خاوند حقوق په سمه توګه پوره کوي او خپل کور او کورنۍ له فساد څخه ساتي.
د ښځې په انتخاب کې د ديانت او عفت ثبوت د رسول الله صلی الله عليه وسلم دغه حديث دی چې فرمايې: (معمولا) ښځې د څلورو دلایلو له امله د مېرمنې په توګه غوره کېږي: شتمني، مقام، ښکُلا او دين داري؛ تاسو دين داره غوره کړئ؛ ځکه چې دا د خیر، برکت او راحت سرچینه ده.”
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې وینا مفهوم دا دی چې معمولا ډېر خلک غواړي چې واده وکړي، د شتمنو ښځو په لټه کې وي، ځینې یې د مشهورو او بډایه کورنیو ښځې او نجونې غوره کوي، ځینې ښځې او نجونې یوازې د دوی د ښکُلا له امله غوره کېږي، خو له دغو معیارونو څخه هېڅ یو د بریالي واده لامل نه شي کېدای. خو که د خاوند او مېرمنې د ټاکلو معيار عفت او دين داري وي، که څه هم هغه ډېر حيثيت، مال او ښايست ونه لري، مينه، پاکي او نېکمرغي به يې پر ژوند سيوري وغوړوي او واده به يې بريالی وي، له همدې امله هوښيار انسان په هر حالت کې هڅه کوي چې د دوستۍ، ګاونډيتوب او ملګرتيا لپاره، په تېره بيا د ژوند ملګری ايمان داره او هوښيار کس غوره کوي.
الله سبحانه وتعالی د ښو او نيکو ښځو ځینې صفتونه او ځانګړنې بیان کړې دي، لکه چې فرمایي: نېکې او صالحې ښځې هغه دي چې (د خپل خاوند د امر اطاعت کوي، پرته د خدای له نافرمانۍ څخه) او د کورنۍ رازونه پټ ساتي. ځکه چې خدای د هغه د ساتنې امر کړی دی.
پیغمبر صلی الله علیه وسلمصلی الله علیه وسلم هغه صالحه او نېکه ښځه د نړۍ تر ټولو غوره متاع بللې او فرمايلې دي: د نړۍ متاع او اسباب دی او د نړۍ تر ټولو غوره متاع صالحه او نېکه ښځه ده.
د دین داري او اخلاقو پر بنسټ د ژوند ملګری غوره کول یو له مهمو مواردو څخه دی چې د خوشحاله ژوند او د اولادونو نېکه تربيه او په راتلونکي کې د میندو لپاره د بریالي ژوند وقار او ثبات تضمینوي. ځکه په دې کې شک نشته چې په هغو کورنیو کې چې په ګناه او فساد کې ډوب وي، منحرف او بې لارې اولادونه لویېږي. پرته له دې چې خدای جل جلاله په دوی رحم وکړي او د فساد له کندې څخه یې وژغوري او سمې لارې ته یې هدایت کړي.