لیکوال: عبدالحمید نوروزي


اسلامي بیداري (ویښتیا) او په ټولنه کې د هغه رول (درېمه برخه)

په اسلامي بیدارۍ کې د علماوو دریځ:
عام خلک به له علماو پرته په مطلق جهالت کې وي، لکه څنګه چې جني او انسي شیطانان دوی ته فریب ورکوي، دوی له ټولو خواوو څخه ورک، بې وسه او ځپل کېږي. همدا لامل دی چې علماء د ځمکې پر سر یو نعمت د خدای جل جلاله له نعمتونو څخه دي، دوی په ځمکه کې د خدای جل جلاله د لارښوونو روښانه څراغونه او رهبران دي.
د علم په وسيله ګمراه فکرونه له منځه ځي او له زړونو څخه د شک تورې ورېځې لرې کېږي.
علما د شیطان غوسه راپاروي او په زړونو کې ایمان پیدا کوي. دوی د آسمان د ستورو په څېر دي، چې له رڼا څخه یې انسان د میدانونو او بحرونو په تیارو کې الهام اخلي او سمې لارې ته لارښوونه کوي.
یو ځل د دوو کسانو ذکر وشو، چې یو یې عالم او بل یې عبادت کوونکی و، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «فَضْلُ الْعَالِمِ عَلَى الْعَابِدِ كَفَضْلِی عَلَى أَدْنَاكُم»؛  «د عالم فضیلت په عابد باندې داسې دی لکه زما فضیلت چې په تاسو کې تر ټولو ټیټ وي.» په بل ځای کې فرمایي: « إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ وَأَهْلَ السَّمَوَاتِ وَالأَرْض حَتَّى النَّمْلَةَ فِی جُحْرِهَا ، وَحَتَّى الْحُوتَ لَیصَلُّونَ عَلَى مُعَلِّمِ النَّاسِ الْخَیرَ»؛ « یقینا خدای او د هغه پرښتې او د آسمانونو او ځمکې والا او حتیٰ میږیان پخپل سوري کې او ماهي هغه ښوونکي ته چې خلکو ته د نیکۍ ښوونه کوي، دعا کوي. (جامع ترمذي، ۲۶۲۸)
د دجال صفتانو د فتنو په مقابل کې د علماوو راپورته کېدل د تاريخ غټ شاهد دی چې په هر ځای کې چې د دين او ايمان پر ضد فتنې شوې، هغه خلک چې زړونه يې د ايمان او يقين چينې وې او د رسالت په ښوونځي کې روزل شوي دي. دغه فتنې يې د حق په تورو وځپلې او د وخت د باغيانو په مقابل کې يې خپل بیرق اوچت کړ او د «أینقص الدین وأنا حى» نارې یې پورته کړې او د اسلام په دين کې يې هيڅ عيب ته اجازه ورنکړه. د هغه جملو څخه لکه: امام احمد بن حنبل په دویم هجري کې د قرآن د خلقیت د فتنې په مقابل کې، د هجرت په درېیمه او څلورمه هجري پېړۍ کې د امام ابوالحسن اشعري پاڅون د اعتزال د فتنې په ضد، د مولانا جلال الدین رومي او د هغه د ستر مثنوي او معنوي انقلاب په اووم هجري قمري کال کې د کلامي او عقلاني بحرانونو په وړاندې او همدارنګه په هند کې د مجدد الف ثاني کوښښونه او د دیوبند د دارالعلوم تأسیس د علامه نانوتوي په وسیله باندې په ګوته کولای شو.
افتخار اقبال لاهوري د اسلامي بيدارۍ وياړ دی.
ایامی که سیف روزگار/ با توانا دستی مــا بــــود یــار
تخم دین در کشت دل‌ها کاشتیم / پرده از رخسار حق برداشــتــیــــم
ناخن ما عقدۀ دنیا گشاد / بخت این خاک از سجود ما گشاد
از خم حق بادۀ گلگون زدیم / برکهن میخانه‌ها شبخون زدیم
عصر نو از جلوۀ  ما آراســتــه /  از غبار پای ما بـرخاسته
کشت حق سیراب گشت از خون ما / حق پرستان جهان ممنون مــا
عالم از مـا صـاحـب تـكبیــر شـــــد / از گل ما کعبه ها تعمیر شد
حرف إقرأ حق به ما تعلیم کرد / رزق خویش از دست ما تقسیم کرد
مهر و مه روشن از تاب ما هنوز/ برقها دارد سحـاب مـــا هنــوز
په اسلامي بیدارۍ کې اغېزمن لاملونه:
  1. د خلقت په موخه پوهېدل.
  2. د هغه وظيفې او مسؤوليت پېژندل چې خداى جل جلاله انسان ته سپارلې ده.
  3. د هغو خطرونو پېژندل چې اسلامي نړۍ تهدیدوي.
  4. د بریا هیله او له ځانه نا اُمیدي او مایوسي لرې کول.
  5. د نېکو پخوانیانو پیروي کول.
  6. د دعوت او دعوت کوونکو موقف درک کول.
  7. په نورو کې د اغېزمن کولو باندي پوهېدل.
۸. په قضا او قدر باندي ټینګ ایمان.
پایله
له پورتني مطالبو څخه څرګنده ده چې کله هم مسلمانانو د خپل عزت لپاره مبارزه کړې او د کفر په مقابل کې ولاړ شوي دي، همېشه يې سرښندنې کړې دي او هرکله چې يې د ظُلم او استبداد په وړاندې سرونه ټیټ کړي دي، تل پاتې راغلي دي، او خپل ژوند یې د زورواکو تر واکمنۍ لاندې تیر کړی دی. دا یو الهي قانون دی چې د هېڅ قوم حالت نه بدلوي تر څو چې دوی پخپله خپل حالت بدل نه کړي. لکه څنګه چې فرمایي: «إِنَّ اللَّهَ لَا یغَیرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى یغَیرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ»؛ علامه صابوني رحمه الله د دې آيت په تفسير كې ليكي: د خداى جل جلاله طريقه دا ده چې هيڅوك له نعمتونو، روغتيا، سلامتيا او عزت څخه نه محروموي تر څو چې د دغو نعمتونو ناشكري ونه كړي او د بدو کارونو په وسیله له منځه يې يوسي..
که نن سبا مسلمانان د ظالمو واکمنانو تر واکمنۍ لاندې دي او اسلامي هېوادونه د یهودیانو او نصاراوو په لاس کې دي، علت یې دا دی چې موږ مسلمانان د خدای جل جلاله له احکامو څخه بې برخې شوي یو او د قرآن او سنتو پیروي مو هېره کړې ده. د الله جل جلاله په لاره کې جهاد مو له وېرې او د نړۍ د میني په خاطر مو پرېښودلی دی.
نو که موږ غواړو چې هغه عزت او وقار ترلاسه کړو او د نړۍ حاکمیت یو ځل بیا په خپل لاس کې واخلو او تل پرې فخر او غرور وکړو، باید الهي احکام په خپل ژوند کې پلي کړو، ترڅو لوی څښتن تعالی جل جلاله مو په خپل ژوند کې وساتي.
Leave A Reply

Exit mobile version