لیکوال: ابو جریر


په تمدن کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کړنې (پنځلسمه برخه)

د رسول الله صلی الله علیه وسلم کړنې او طبابت:
درمل او طبابت په هر وخت او ځای کې د انسانانو یوه بیړنۍ اړتیا ده او دا د هغه وخت د ټولنې د پرمختګ لامل دی.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې د طبابت تر ټولو لوړ میتودونه وو چې د جسمي او روحي ناروغیو درملنه یې کوله، په عمومي ډول هغه دواګانې چې کارېدلې یا به یې کوم ځانګړی شکل درلود یا به د اذکارو یا اورادو په بڼه وو، چې د بدني او هم رواني ناروغیو درملنه یې کوله، لکه سحر او جادو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د سالم بدن د ساتنې او بقا لپاره دوه ډوله طبي سپارښتنې کړې دي:
وقایه: هر هغه څه چې د انسان بدن او روح ته ضرر رسوي ممنوع شول، لکه: شراب، نشه يي توکي او داسې نور.
د بدن پاکوالی؛ لکه د ویښتانو خریل، نوکانو ایستل، د جمعې او جنابت په ورځو کې غسل کول، د هر لمانځه لپاره اودس کول، او له کثافاتو څخه د جامو پاکول، په ویالو کې د ادرار کولو څخه ډډه، په عامه لارو او د ونو لاندې د حاجت د پوره کولو څخه ډډه، تر دې حده چې پاکوالی د ایمان د څانګو څخه شمارل شوې ده.
د نبوت په زمانه کې روغتيايي تأسیسات: د خندق له جګړې وروسته د اسلام پېغمبر صلی الله عليه وسلم نبوي مسجد ته څېرمه يوه خېمه جوړه کړه، تر څو هلته د ټپيانو درملنه وشي، لکه څنګه چې د سعد بن معاذ رضی الله عنه پکې درمل شو.
د رسول الله صلى الله عليه وسلم د زمانې طبيبان:
له ښځو څخه چې نومونه يې: رفيعه انصاري، کعبه بنت سعد انصاري؛ په دغو کسانو کې له نارینه و څخه: حارث بن کلده ثغفي او نضر بن حارث، ابن ابي رمثه تميمي او داسې نور هم پکي شامل وو چې د جګړې په ډګرونو او يا په عادي حالتونو کې به يې د ناروغانو او ټپيانو درملنه کوله.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دواګانو بېلګه:
د پېړیو په تېرېدو او د طب په برخه کې له پرمختګ سره سره، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د درملو نسخه لومړی ځای یې نیولی دی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د درملو یوه بېلګه دلته ذکر کوو:
الف. شات (عسل): د قرآن کریم د تعبیر له مخې د صعب العلاج ناروغیو لپاره تر ټولو غوره درمل دی.
ب. حبة السوداء (سیاه دانه)؛ دا د مرګ او بوډاتوب پرته د هر څه درملنه ده.
ج. د مدینې عجوه خرما: چې اوه دانې یې د جادو لپاره ښه درمل دي.
د. د جادو او بد نظر په مقابل کې د معوذين او ځينې نورې دعاګانې ویل.
هـ. حجامت.
په نظامي ډګر کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دندې:
الف. د غیر مسلمانو منصفینو له نظره د بشر په تاریخ کې هغه جنګونه چې تر ټولو یې کم لګښت درلودلی او زیاتې لاسته راوړنې یې لرلې د رسول الله صلی الله علیه وسلم جنګونه وو چې پکې د ۲۵۹ مسلمانان او ۷۵۹ غیرمسلمانان یې تلفات درلودلي.
ب. هغه جګړې چې ترسره شوې، نږدې 27 غزوې او 38 سریې وې؛ د ډېرو سیرت لیکونکو په وینا، د غزواتو ډېری برخه دفاعي وه، نه تهاجمي، تر څو چې اسلام په عربي جزیره کې واکمن شو.
ج. مخکې له دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم غزواتو ته اسلامي لښکر ولېږي، هغوی ته یې لارښوونه کوله: چې تاسو د اذان غږ واورېد، برید مه کوئ، د کافرانو بوډاګانو، ماشومانو او کونډو باندې د برید هڅه مه کوئ، باغونه مه ورانوئ، څاروي او د عبادت ځایونه مه ورانوئ، د مجرمینو او بندیانو سره انساني چلند کوئ او انساني کرامت په پام کې ونیسئ او د غیرمسلمانو جسدونو ته سپکاوی مه کوئ.
د. رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو اصحابو په مشوره د هغه وخت عصري تکتیکونه څخه یې کار اخیستی، لکه د بدر په غزوه کې د حباب بن منذر رضي الله عنه له رایه چې د چینو سیمه یې ونیوله، او د احزاب په غزوه کې د سلمان فارسی په تکتیک سره یې خندق و کیندی. د حکیمانه لارو چارو په نتیجه کې د اسلامي تمدن نظام په لږ لګښت سره ژر ټوله نړۍ تر پوښښ لاندې راوسته.
نور بیا…
Leave A Reply

Exit mobile version