لیکوال: زید

د الله تعالیٰ جل جلاله توره «خالد بن ولید رضي الله عنه» ژوند ته لنډه کتنه (دېرشمه برخه)

د جګړې ډګر ته د خالد رضي الله عنه راتګ:
 امام طبري رحمه الله په خپل تاریخ کې لیکي: «کله چې حضرت سیدنا خالد رضي الله عنه «یمامې» ته ورسېد او دا حالت یې ولید، نو شرحبیل یې ملامت کړ.»
 لنډه دا چې هغه جګړه نه وه پیل کړې، تر دې چې حضرت صدیق اکبر رضی الله عنه د حضرت سلیط رضي الله عنه په مشرۍ د څو زرو کسانو لښکر ولېږه چې د هغوی سره مرسته وکړي او د جبهې له شا څخه د هغوی څارنه او ساتنه وکړي او اجازه ورنکړي چې له بلې خوا يې څوک و ګواښي.
له دې حالت سره، حضرت خالد رضي الله عنه له خپلو لښکرو سره د دُښمن د سیمو په لور روان شو. کله چې مسیلمه کذاب له دې کړنې نه خبر شو، نو له څلویښت زره کسانو سره یې د «عقرباء» په نوم سیمه کې خیمه ولګوله؛ محکم ابن طفیل د ښي اړخ قومندان وو او نهار الرجال ابن عنفوه د کفارو د لښکر د کیڼ اړخ  قومندان وو او ټول د خالد رضي الله عنه له لښکر سره د مقابلې په انتظار وو.
د رسالت د ډیوې د پتنګانو او د ضلالت بُت پیروانو ترمنځ د جګړې پیل:
بالاخره د حضرت خالد رضي الله عنه لښکر د«عقرباء» په سیمه کې د اباض په نوم په یوه کلي کې له یو بل سره مخامخ شو، ډېره سخته او شدیده جګړه وشوه، دواړه ځواکونه ډېر پیاوړي وو، دواړو خواوو په رسالت د عقیدې له امله جګړه کوله،  مسیلمه کذاب د خپل قوم په ذهنونو او رګونو کې دومره ژور نفوذ کړی و، چې دوی یې د داسې ستړي کونکي جګړې لپاره چمتو کړل.
له دواړو غاړو بې شمېره کسان ټپیان او شهیدان شول. د الهي کلام تلاوت کوونکي او حافظان ټول په یوه ډله کې وو، اعراب  او نوي مسلمان شوي بانډه چیان او د کمزوري ایمان خاوندان هم ورسره یوځای وو.
 کله چې د حافظانو او قاریانو ډلې دا احساس وکړ چې اعراب  د لښکر او جګړې په نظم کې پاتې راغلي او په نیوکو او سستۍ یې پېل وکړ، نو حضرت خالد ته یې وویل چې هغوی له موږ څخه جلا کړئ تر څو نظم ګډوډ نه شي.
حضرت خالد رضي الله عنه هم په دې خبره پوه و او ډاډه و چې که په همدې لاره روان و اوسو نو د مسلمانانو لپاره به د ناکامۍ وېره پیدا شي؛ له همدې امله يې د صحابه کرامو رضي الله عنهم له مشرانو سره مشوره وکړه، بيا يې اعلان وکړ، چې هر څوک دې له خپلې قبيلې او قوم سره يو ځاى شي او سُستي دې نه کوي.
 د الله تعالیٰ جل جلاله د تورې خالد رضي الله عنه او د شیطان د لکړې مسیلمه ترمنځ جګړه:
علامه شلبي رحمه الله لیکي: «خالد رضي الله عنه د خپل لښکر د غړو په وېشلو او بېلولو باندې بسنه ونکړه؛ بلکې په ژور فکر او سوچ سره پوه شو چې د مسیلمه ملګري د مرګ او ټپي کیدو پروا نه لري او په کلکه جګړه کوي؛ له دې امله هغه دې نتيجې ته ورسېد چې تر څو چې پخپله مسيلمه نه وي وژل شوی، ملګري به يې له جګړې ستړي نه شي؛ له همدې امله يې ځان په بشپړه توګه څرګند کړ او د عقاب په څېر د جګړې ډګر ته ننوت او په سر يې د شعار په څېر شعرونه یې وويل او داسې يې وويل:
 انا ابن اشیاخ و سیفی السخت      اعظم شیئ حین یأتیک
النفت په یتق النفت
یعني:  «زه د لویو خلکو زوی او تېره توره یم.
دا توره ترټولو لوی شی دی چې تاسو ته د غُصې په وخت کې مخ اړوي».
خالد رضي الله عنه  د جګړې لپاره مسیلمه  وغوښت، هغه هم  د خپل شهرت د ساتلو لپاره  مثبت ځواب ورکړ. خالد رضي الله عنه هغه ته د خپلې خوښې څيزونه وړاندې کړل، هغه د وحې او اسماني خلکو سره د مشورې په پلمه وتښتېد، خالد رضي الله عنه په تېښته پوه شو او له شا يې پرې بريد وکړ؛ خو هغه ژوندی پاتې شو او خپلو ملګرو ته یې چیغې وهلې چې په مسلمانانو باندې بشپړ برید وکړئ، حضرت خالد رضي الله عنه هم په ټولو مسلمانانو باندې د برید کولو امر صادر کړ او په پایله کې  فتح د مسلمانانو په برخه شوه او د کفر او الحاد لښکر ماتې وخوړه او ټولو د اباض د کلي په یوه بڼ کې پناه واخیسته او دروازه یې وتړله؛ خو مسلمانانو کمزړه توب ونه کړ او په بڼ کې یې دننه حمله وکړه او سخته جګړه پیل شوه، د مسیلمه ډېر جنګیالي ووژل شول او ځینې یې له باغه بهر وتښتېدل، او هلته هم د مسلمانان تعقیب شول او ووژل شول.
 په دې جګړه کې د درواغجن مسیلمه له ملګرو څخه یو ویشت زره  کسان ووژل شول، په لومړۍ پړوا  کې  اووه زره کسان، په باغ کې  اووه زره کسان او له باغ څخه د تېښتې پر مهال هم اووه زره  کسان ووژل شول.
په بله برخه کې  په دې بحث کېږي چې مسیلمه څنګه او د چا لخوا ووژل شو.
نور بیا…
Leave A Reply

Exit mobile version