لیکوال: ابو جریر
په تمدن کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کړنې (شپاړسمه برخه)
په ټولنیز ډګر کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کړنې
په نړۍ کې هره ټولنه د درېیو ابعادو څخه جوړه ده:
لوړ بُعد: هغه مور او پلار دي چې د الهي حقوقو څخه وروسته د مور او پلارحقوق دي او موږ هېڅ تمدن نه شو موندلای چې د اسلام په څیر حقوق یې ورکړي وي، الله تعالی جل جلاله په دې اړه فرمايي «وَقَضَى رَبُّكَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاَهُمَا فَلاَ تَقُل لَّهُمَآ أُفٍّ وَلاَ تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلاً كَرِيمًا»؛ ژباړه: «ستا رب حکم کړی دی چې له هغه پرته د بل چا عبادت مه کوئ او له مور او پلار سره نیکي وکړئ، که له دوی څخه یو یا دواړه ستاسو سره بوډا شول، نو “اُف” مه ورته وایئ او دوی له ځانه مه شړه، له دوی سره په احتیاط او درناوي خبرې وکړئ.»
کښته بُعد: تر لاس لاندې خلک په کې شامل دي، لکه: ښځې، ماشومان او نوکران؛ ټولو ته معلومه ده چې له اسلام نه مخکې نجونې ژوندۍ ښخول کېدې او له ښځو سره به ناوړه چلند کېده، خو رسول الله صلی الله علیه و سلم د یتیمانو په اړه فرمایلي دي: «انا وکافل الیتیم فی الجنة»؛ «زه او د یتیم ساتونکی به په جنت کې یوځای اوسو.” د مریانو په اړه د مړیني په بستر کې د هغه خپل په وروستي وصیت وايي: «الصلاة و ما ملکت ایمانکم»؛ « لمانځه ته پام کوئ، او د خپلو غلامانو او وینځو سره ښه سلوک کوئ.”
د حواشي بُعد: ګاونډیان دي، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) فرمايي: جبرئيل به تل راتلو او د ګاونډي په اړه به يې تأكيد كاوه، تر هغه پورې چې ما فكر كاوه چې زما له مرګ وروسته به هغه زما وارث شي. «وعن أَبي هريرة رضی الله عنه: أَن النَّبيَّ ﷺ قَالَ: واللَّهِ لا يُؤْمِنُ، واللَّهِ لا يُؤْمِنُ، واللَّهِ لا يُؤْمِنُ، قِيلَ: مَنْ يا رسولَ اللَّهِ؟ قَالَ: الَّذي لا يأْمنُ جارُهُ بَوَائِقَهُ»؛ «له حضرت ابی هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: قسم چې مؤمن نه دی، په خدای قسم مؤمن نه دی، په خدای قسم چې مؤمن نه دی، وویل شوه: چې څوک یا رسول الله!؟ رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل: هغه څوک چې د هغه ګاونډی د هغه د آزار څخه په امان کې نه وي.» البته د مؤمن څخه موخه کامل مؤمن دی چې په ټولنه کې ژوند کوي، نو هغه باندي ځینې حقوق حتمي دي او هغه په نورو باندې ځیني حقوق لري.
د دې وینا په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «حقُّ المسلم على المسلم ست: إذا لَقِيتَهُ فسَلِّمْ عليه, وإذا دعاك فَأَجِبْهُ، وإذا اسْتَنْصَحَكَ فانْصَحْهُ، وإذا عَطَسَ فَحَمِدَ الله فسَمِّتْهُ، وإذا مرض فعُدْهُ، وإذا مات فاتَّبِعْهُ»؛ابوهريره رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: د یو مسلمان په بل مسلمان باندې شپږ حقونه دي: کله چې له هغه سره ملاقات کوې، سلام به ورته کوي [اول حق: سلام کول] کله چې یې مېلمستیا ته وبولې، د هغه اجابت به قبول کوي [دوهم حق: د مېلمستیا قبول کول] کله چې یې ستا څخه یې د خیرخواهي غوښتنه وکړه، نو خیرخواهي وکړه! [درېیم حق: خیرخواهي کول] کله چې هغه پریچی وکړ، نو په ځواب کې به یې یرحمک الله ووایه [څلورم حق: د پريچي ځواب ورکول] کله چې ناروغ شي، د هغه پوښتنې ته ورشه![پنځم حق: د ناروغ پوښتنه] کله چې هغه مړ شي، د هغه په جنازه کې ګډون وکړه! [شپږم حق: په جنازه کې ګډون]”.
همدارنګه د مشرانو د درناوي او پر ماشومانو باندې د رحم كولو په اړه ویلي: له موږ څخه نه دی هغه څوك چې د مشرانو احترام ونه كړي او پر ماشومانو رحم ونه كړي.
او نن ولې اسلامي اُمت د ودې او تمدن خلک نه دي؟ په داسې حال کې چې د اروپا د ودې او تمدن ټول خام مواد د اسلامي خاورو څخه دي، ځکه چې اسلام یوازې د عبادت په اړخ کې حاکم و، نه په سیاست، اقتصاد، تعلیم، تربیه، ټولنه او اخلاقو کې؛ تمدن له عبادت نه ترلاسه کېږي، تمدن له فکر، سیاست او اقتصاد څخه سرچینه اخلي. نن ورځ د کفارو پر وړاندې د جګړې پر ځای اُمت په خپل منځ کې په فقهي شخړو او د یو بل په تکفیرولو کې ښکېل شوي او سیاسي وحدت او جغرافیایي وحدت چې زموږ د دین حکم دی.
پایله
په ټولنیز ډول ویلای شو: د پیغمبر علیه السلام په دوره کې اسلامي تمدن، انسانیت بیا سمې لارې ته راوګرځاوه او وېده اروپا له اسلام څخه انسانیت زده کړ او ویښ شو. هغه اسلامي ټولنه چې په مدینې کې جوړه شوه ټول هغه شرایط یې درلودل چې یو تمدن پیل کړي، نو ځکه په مدینه منوره کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم شتون او د حکومت جوړول باید د اسلام د تمدن په لار کې له بعثت او دعوت وروسته د هغه عملي ګام وګڼل شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم د یثرب د خلکو په استقبال سره د خپلې ټولنې د تمدن لومړني اصول او بنسټونه یې د صبر، ښه فهم، د ظلم د مخنیوي او مهربانۍ پر وړاندې کېښودل. د رسول الله صلی الله علیه و سلم رول د اسلامي تمدن په جوړښت کې هغه کار دی چې پر هغه باندي باید غور او ښه څېړنه وشي، چې دا لوی کار باید د متخصصینو لخوا تعقیب شي ترڅو د هغه جناب صلی الله علیه و سلم رول مختلف اړخونه تشریح کړي.