لیکوال: محمد عاصم اسماعیل زهي


اعتدال (لومړۍ برخه)

«وَكَذلِكَ جَعَلْناكُمْ أُمَّةً وَسَطاً…» « او په دې توګه موږ تاسو یو معتدل اُمت جوړ کړ.»
رسول الله صلی الله علیه وسلم”«يا أبابكر! ارفع من صوتك شيئًا»، او عمر ته یې وویل: «اخفض من صوتك شيئًا»،” او دا ښیي چې افراط او تفریط ښه نه دي او ښه لاره د اعتدال او منځلاره ده.
اعتدال ته مخه کول او له افراط او تفریط څخه ډډه کول د خلکو په لارښوونې، هدایت او د چارو په اداره کولو کې مهم او بنسټیز مسایل دي، چې قرآن او د پیغمبرانو سنت هم په هغه سپارښتنه کوي.
اعتدال په ټولو انساني چارو کې کارول کېږي، چې د دیني مشرانو او قرآن کریم په وینا پر اساس د متقیانو له ځانګړنو څخه دی او د تعلیم مهم اصل دی. اعتدال د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند کې په ډېر ځیرکتیا باندي پلي کېدی او د همدې ځانګړنې له امله یې د انسان پر ټول ژوند او د انسان د ژوند په ټولو چارو سیوری اچولی دی لکه؛ په ديني، اقتصادي، اخلاقي او ټولنيزې چارې کې، چې له هغه څخه په ديني چارو کې اعتدال ته اشاره کولای شو.
د اعتدال پلي کول د انسان لپاره د نجات او هدایت، د اخلاقي فضیلتونو لاسته راوړل، د بدن روغتیا، د دین ساتنه، د ذهن آرامتیا، د فقر څخه خلاصون او داسې نور اغیزې راوړي، او برعکس، په ژوند کې د هغې نشتوالی ډېرې بدې پایلې لري لکه افسوس، زیانونه، د حقونو څخه سرغړونه، غم او …
اعتدال د اسلام په سپېڅلي دین کې یو له مهمو اخلاقي بحثونو څخه دی چې د ډېرو مفکرینو پام یې ځان ته اړولی دی.
د اسلام مبارک دين نه يوازې د عمل په ډګر کې خلکو ته د اعتدال په اړه ځانګړې سپارښتنې لري، بلکې د ټولنې نېکبختي او د مدینه فاضله ته رسېدل یې په اعتدال کې ایښی دی، او هغه ټولنه چې په افراط او تفریط کې روانه ده هېڅکله سعادت ته نه شي رسېدلای.
قرآن کريم د وحی په توګه د خالص اسلامي فکر د بنسټونو د بيانولو اصلي سرچينه ده او په دې برخه کې باید د اعتدال ځانګړتیاوي په قرآن کریم کې وڅېړل شي.
خدای تعالی جل جلاله په قرآن کریم کې د پیغمبرانو او مؤمنانو د ژوند اساس په اعتدال کې ایښی دی او د اسلام دین یې د اعتدال د دین په توګه معرفي کړی دی او په وینا، اقتصاد، لګښت، انفاق، عبادت، د افراط او تفریط څخه ډډه کول او نورو شیانو په اړه یې د اعتدال مثالونه بیان کړي دي.
لغوي او اصطلاحي معنا:
اعتدال د عدل له ريښې څخه دی، چې د کميت او کيفيت له پلوه د دوو حالتونو(افراط او تفریط) تر منځ منځلاره او د هغوی تر منځ د توازن رامنځته کول دي. لکه د پسرلي او مني ورځې او شپې چې سره برابري دي؛ د پسرلي او مني اعتدال ورته ویل کیږي. اعتدال هم د متوسط او منځ په معنا دی. اعتدال د «افتعال» د باب څخه دی او د دې کلمې ریښه «عدل» دی چې په لغت کې د دو حالتونو متوسط حد ته ویل کېږي او په کُلي توګه هر هغه تناسب ته ویل کېږي چې په مختلفو اړخونو کې مساوات پکي شتون لري، له همدې امله د اعتدال ضد افراط او تفریط بلل کېږي.
په اسلامي کلتور کې د اعتدال لپاره مختلفې اصطلاحي معناګاني شته، چې ټول یې لغوي معنا ته نیږدې دي.
نور بیا…
Leave A Reply

Exit mobile version