ابو حنيفه رحمه الله او شاګردان يې په دې پوهېدل، چې د فقهې احکامو نفوذ او احاطه بايد د هغو مسائلو له دائرې څخه پراخه شي چې د دوى په زمانه کې پرې بحث کېده؛ البته، دا ډول چلند د ابن مسعود رضي الله عنه د نظریاتو تر تأثیر لاندې د فقهې په مکتب کې د هغه څخه د مخه ښه پېژندل شوی و؛ خو له هغه وخته چې په اسلامي تمدن کې د ابو حنيفه فقهي دريځ معلوم شو، موږ په پراخه کچه ډېر کوچني مسائل ليدلي دي. په دې نقطه کې دا خبره په بشپړه توګه ومنل شوه چې د ممکنه او احتمالي قضيو په نظر کې نيولو سره د فقهې پوهه له خپل وخت څخه پرمختللی شي او نه يوازې د راڅرګندو مسائلو، بلکې د راتلونکو مسائلو او قضیو په اړه هم بحث وشي.
زما له نظره دغه ډول چلند څو اغیزې درلودې: لومړی دا چې د اسلامي فقهې ژورتیا او بډاینه یې زیاته کړه او د دې علم په ډګر کې یې نور موضوعات ځای پر ځای کړل او له هغه وروسته کله چې دا ډول نظر په فرهنګ بدل شي، زموږ د وخت ډېری ستونزې هم حل کولی شي.
لکه څنګه چې وویل شول، ابو حنیفه د رایې ستاینه کوله؛ خو د هغې تقدیس یې نه کاوه او تقریباً هغه لومړنی کس دی چې د فقهې په ډګر کې یې انتقادي منطق معرفي کړ، ځکه چې پخپله د صحابه کرامو په فتواګانو کې یې له احتیاط څخه کار اخیستی دی؛ اما د تابعینو د فقهي نظریاتو او اجتهادونو په اړه به بشپړه توکه د نیوکې په ډول چلند کاوه او د خپلو نظریاتو د د نیوکې لاره یې هم پرانیستې ګڼله، لکه څنګه چې له ده څخه روايت دى چې ويې ويل: دا هغه نظر دى چې موږ ته رسېدلى دى او دا تر ټولو غوره قول دی چې موږ په دې توانېدلي یو چې ورته ورسېږو؛ بیا که بل څوک له دې څخه غوره قول وړاندې کړي، دا به خامخا زموږ څخه حق ته نیږدې وي. » له دې روایت څخه موږ په واضح ډول ځینې مهم ټکي ترلاسه کولی شو چې باید په ځانګړي ډول زموږ په وخت کې په پام کې ونیول شي:
الف: هغه د خپلو افکارو په اړه هېڅ ډول تعصب نه درلود او معیار د هغه لپاره د استدلال اساس و.
ب: په اصولي توګه یې نیوکه منلې وه.
ج: دا د شک پر بنسټ د حکم په توګه د رایې موقف په سمه توګه پیژني؛ ځکه چې هغه په ښکاره توګه له دې څخه عدول او تیرېدل یې تر هغه په مستدل نظر، قبول کړ.
استحسان د حل لارې په توګه او نه د یوې استنباطي سرچینې په توګه؛ تر کومه ځایه چې دې قلم د حنفي فقهې د استحسان په اړه څېړنه کړې ده، زه باور لرم چې امام ابو حنیفه رحمه الله د دوو مهمو موخو لپاره قیاس منلی؛ لومړی دا چې د اهل حدیثو اعتراضونه تر یوه حده را کم کړي او دوهم دا چې په هر حالت کې، قیاس د انسان د عقل لپاره تمرین دی او د رایو په وده کې اغیزمن کېدی شي.
په هر صورت، هغه قیاس په مطلق ډول نه مني او د قیاس د پلي کولو امکانات یې څومره چې کولی شي محدود کړي؛ لکه څنګه چې جصاص د استحسان په شرحه کې وايي: «استحسان د قیاس پرېښودل او په داسې حُکم باندې عمل کول دي چې تر هغه غوره وي».