لیکوال: زید


د الله تعالیٰ جل جلاله توره «خالد بن ولید رضي الله عنه» ژوند ته لنډه کتنه (نهه ویشتمه برخه)

 د مسیلمه سره د حضرت خالد رضي الله عنه مخامخ کېدل
 لکه څنګه چې په تیره برخه کې یادونه وشوه؛  مسیلمه د پیغمبرۍ د درواغجن مدعي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سختو دُښمنانو په توګه معرفي شو. هغه په دې برخه کې له هېڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه ونه کړه او هر څومره چې يې وسه رسېده د زړونو پر محبوب رسول الله صلى الله علیه وسلم به یې فشارونه راوستل او هغه ته یې ځورونه ورکوله.
خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم څو ځله هڅه وکړه چې نوموړی له دې فتنې څخه وژغوري؛ خو ورځ په ورځ به هغه پياوړی کېده او د “يمامې” د خلکو پام یې ځان ته اړولی و. دا هغه وخت و چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې تلونکې او فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې او له رفیق الاعلاء سره یو ځای شو.
 علامه ابو زید شلبي رحمه الله په خپل کتاب کې لیکي:  کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شو، د مسیلمه شر او فتنې لاپسې خطرناکې شوې او کارونه یې زیات شول. د هغه د شر او فتنې بنسټ د«نهار الرجال ابن عنفوه » په نوم یو سړی و، دغه سړی مخکې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره هجرت کړی و او  قرآن کریم او دیني مسائل یې زده کړي وو؛ بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه د “یمامة” خلکو ته د معلم په توګه واستاوه ترڅو د مسیلمه د دروغو خبرې بې بنسټه کړي او د مسلمانانو سره مرسته وکړي؛ خو هغه د خپل رسالت د سرته رسولو پر ځای د مسیلمه تصدیق وکړ او د نبوت په دعوه کې یې ورګډ کړ.
له همدې امله د “يمامې ” خلکو “نهار الرجال” ته مخه کړه او د مسيلمه په حق کې يې د هغه شاهدي ومنله. د بني حنيفه پر خلکو د هغه شر او آفت تر هر څه زيات او خطرناک وو.
مسیلمه ورته ډېر درناوی او تعظیم کاوه او د هغه پلانونه او امرونه یې ترسره کړل.
ډاکټر علي محمد صلبي لیکي: « د نهار الرجال فتنه د خپله مسیلمه له فتنې څخه ډېره خطرناکه وه؛ ځکه چې هغه مسلمان شوی و، هجرت یې کړی و او قرآن یې زده کړی و، له دې سره سره یې د مسیلمه تصدیق وکړ او ویل به یې چې اې خلکو!  په حقیقت کې رسول الله صلی الله علیه وسلم مسیلمه د نبوت په کار کې له ځان سره شریک کړی ده، راشئ له هغه سره بیعت وکړئ او دفاع یې وکړئ».
په یوه حدیث کې راغلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مخکې خپلو اصحابو ته د نهار الرجال د فتنې وړاندوینه کړې وه؛ لکه څنګه چې حضرت ابوهریره رضي الله عنه فرمایي:  یوه ورځ زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حضور کې د یوې ډلې سره ناست وم او نهارالرجال ابن عنفوه هم زموږ سره ناست و، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:  بېشکه په تاسو کې هغه څوک دی چې غاښ به یې په جهنم کې د احد له غره هم لوی وي. له دې وروسته مې ولیدل چې د دې ډلې ټول غړي مړه شول او یوازې نهار الرجال او زه پاتې شوم، وېرېدم چې شاید د رسول الله صلی الله علیه وسلم مراد به هغه وي، تر دې چې ډاډه شوم چې هغه د مسیلمه لوري ته لاړ او له هغه سره یو ځای شو او د نبوت شاهدي یې ورکړه؛ نو له همدې امله د هغه فتنه د مسیلمه له خپل فتنې څخه زیاته وه.
د ابوبکر صدیق رضي الله عنه لښکر د مسیلمه کذاب د لښکر په مقابل کې:
حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه د اسلام له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه وروسته د مسلمانانو رښتینی خلیفه شو.  هغه د مسیلمه خطر ډېر احساس کړ او پوهېده چې د ده شر او فتنه  ورځ په ورځ پراخیږي او وده کوي؛ نو سمدلاسه باید خنثی شي،  ترڅو کمزوري مسلمانان د ده په لومه کې را ګیر نشي.
 هغه د حضرت عکرمه رضي الله عنه تر قوماندې لاندې يو پياوړی او ځواکمن لښکر سمبال کړ او امر يې وکړ چې د يمامې په لور حرکت وکړي او تر هغه پورې جګړه مه پیلوئ تر څو چې شرحبیل بن حسنه له خپل لښکر سره  له تاسو سره یو ځای شوی نه وي.
 عکرمه له ځانه سره فکر وکړ چې دا ډېر ساده او اسانه کار دی، چې د شرحبیل له راتګ مخکې باید پر یمامې برید وکړم او د مسیلمه په وژلو سره  د ویاړ مډال خپل کړم؛  له همدې امله یې جګړه پیل کړه؛ خو له بده مرغه له ماتې سره مخ شو او شاته شو.

 

د مسیلمه سره د مقابلې لپاره حضرت خالد رضی الله عنه لېږل
کله چې د عکرمه د ماتې خبر حضرت صدیق اکبر رضي الله عنه ته ورسېد، نو سمدستي یې خالد رضي الله عنه ته وویل چې دغه فتنې ته د پای ټکی کېږدي او  پرمختګ ته یې پرې نه ږدي او شرحبیل رضي الله عنه ته یې لیک ولیکه چې تر هغه چې خالد له خپل لښکر سره نه وي راغلی او جنګ یې پیل کړی نه وي؛ یمامې ته مه نیږدې کیږه او جګړه مه پیلوه؛ خو هغه لکه عکرمه د راشد خلیفه رضي الله عنه دې مهم امر ته هېڅ پام ونه کړ او په يوه توجيه او دليل يې جګړه پيل کړه، چې په نتيجه کې يې هغه هم ماتې وخوړه او د جګړې ډګر د مسیلمه کذاب لښکر لپاره تش پاتې شو او روحي ځواک یې زیات شو.
حضرت صديق اكبر رضي الله عنه د حضرت خالد رضي الله عنه لپاره يو مجهز او لوى لښكر تيار كړ، چې له ديارلس زره څخه زيات جنګيالي وو، چې زياتره يې د قرآن قاریان او حافظان وو، او دا ټول ترتيب يې پخپله كړى و، په داسې توګه چې پخپله حضرت خالد رضي الله عنه د لښکر په پیلامه او مخې ته ځای پر ځای شو، د لښکر د ښي اړخ قومانده د حضرت زید بن الخطاب رضي الله عنه په غاړه وه او کیڼ(څَپ) اړخ د ابو حذیفه رضي الله عنه تر لاس لاندې و.
نور بیا…
Leave A Reply

Exit mobile version