امام نووي رحمه الله وایي: «پوه شه چې د اهل سنت او جماعت مذهب دا دی چې په عقل سره نه ثواب ثابت کیږي، او نه هم عقاب، او نه تحریم ثابت کیږی او نه هم ایجاب.»
حسن زهیري په «شرح أصول اعتقاد أهل السنة» کې له هغه څخه داسې نقل کوي: «نو د دوی په اند نص اصل دی او عقل باید له نص سره مماشات ولري، او کله چې خلل رامنځته شي او یا د عقل او نص ترمنځ عدم موازنت وي، نو علت په دې دوو شیانو کې دی: یا نص ثابت نه دی او یا عقل د الله تعالی مراد له دغه نص څخه نه دی پوهېدلی.»
عقل د اهل سنت او جماعت په منځ کې ډېر لوړ مقام لري او د شرعي دلائلو په درک، د احکامو په استنباط، له کتاب او سنت څخه د اخیستل شوو اصولو او احکامو استنباط او همدارنګه د احکامو په اسقاط او داسې نورو مهمو مواردو کې له عقل څخه هیڅ استغنا نشته او هغه ته ضرورت شته. البته باید ووایو چې په هیڅ حالت کې دا ممکنه نه ده چې عقل له نقل سره په ټکر وي او یا په نقل باندې ترجیح ورکړل شي او دا د اهل سنت او جماعت په منځ کې یو له منل شویو قضیو څخه دی.
ابن خلدون په خپل مقدمه کې ليکي: «عقل صحيح میزان دی او احکام يې یقیني دي او هيڅ دروغ پکې نشته. خو داسې نه چې طمع وکړې او د توحید، آخرت، د نبوت حقیقت، د الهي صفاتو حقیقتونه او ټول هغه څه چې د هغه له دائرې څخه بهر دي، د هغه په وسيله اندازه کړې؛ ځکه چې دا ډول طمع، ناشونی او محال طمع دی، دا داسې دی لکه هغه سړی چې د زرو په ترازو سره وغواړي چې غرونه اندازه کړي؛ د دې مانا دا نه ده چې دا ترازو په خپل کار کې ریښتیا نه وایي، عقل کله کله پاتې کیږي او له خپل حد نه تیریږي، نو کله کولی شي چې د خدای ذات او صفات باندې پوه شي، په حقیقت کې عقل یوازې د وجود د ذراتو یوه ذره ده چې خدای جوړه کړې ده.»