لیکوال: شکران "احمدي"

د بدعت او سنت د تشخیص معیارونه او څرنګوالۍ (نهمه برخه)

 په دین کې د بدعت حکم
 بې له شکه په دين کې د هر ډول بدعت زياتول ګمراهي ده؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «ایاکم و محدثات الامور فان کل محدثة بدعة و کل بدعة ضلالة»؛ ژباړه: (له نویو کارونو څخه [په دین کې] ځان وساتئ، ځکه هر نوی کار بدعت دې او هر بدعت ګمراهي ده.)
 په عبادت کې بدعت حرام دی، البته د حرمت درجه د بدعت د ډول سره توپیر لري.
– ځيني بدعتونه کفر دي لکه: د قبرونو طواف کول د هغو له څښتنانو سره د نږدې کېدو او تقرب په نیت.
 – ځنې بدعتونه د کفر وسيله دي لکه: د قبرونو جوړول او د قبرونو مخې ته لمونځ کول.
 – ځینې بدعتونه معصیت او ګناهونه دي لکه: نکاح پریښودل او مجرد پاتې کیدل یا د لمر تر وړانګو لاندې روژه نیول.
 شاطبي رحمه الله وايي: د بدعتیانو ګناه يو شان نه ده، بلکي توپير لري:
 1- بدعت کوونکی  د اجتهاد یا تقلید ادعا وکړي؛
 2- بدعت د دين په ضرورياتو کې وي، لکه دين، نفس، عزت، عقل، مال او داسې نور؛
 3-  بدعت کوونکی دا کار په ښکاره یا په پټه ترسره کړي ؛
 4- بدعت کوونکی هغه کار ته بلنه وکړي او که نه؛
 5-  بدعت کوونکی  له اهل سنتو بهر دی او که نه؛
 6- حقیقي بدعت دې که اضافي؛
 7- بینه بدعت وي که ستونزمن ؛
8- کفري بدعت وي او که نه؛
9-  په بدعت ټینګار وشي او که نه ؛
 په پای کې امام شاطبي رحمه الله فرمایي چې د دغو بدعتونو ګناه، د دوی د درجې مطابق دي او دا یې څرګنده کړې ده چې ځینې یې حرام دي او ځینې یې مکروه دي؛ خو په هر حالت کې د ګمراهۍ لپاره هر ډول بدعت کافي دې .
 په دې کې شک نشته چې بدعت د ګناه د درجې له مخې په دریو برخو ویشل شوی دې:
 1-  ښکاره کفر ؛ 2- لویه یا کبیره ګناه؛   3-  وړه یا صغیره  ګناه
 ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version