لیکوال: "ابوعائشه"
په اسلام کې د امنیت ارزښت (پنځمه برخه)
په قرآن کې د امنیت ارزښت
په قرآن کریم کې د امنیت د مقام او اهمیت او د یو ښار یا هیواد په بیارغونه او سوکالۍ کې د هغه رول د پوهېدلو لپاره پکار ده چې هغه آیتونو ته اشاره وکړو چې په قرآن کریم کې د امنیت د مقام په اړه راغلي دي:
-
«أَفَمَنْ يُلْقَىٰ فِي النَّارِ خَيْرٌ أَمْ مَنْ يَأْتِي آمِنًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ»؛ ژباړه: “آیا هغه څوک چې اور ته اچول کیږي غوره دی؟ که هغه څوک چې د قیامت په ورځ په بشپړ امنیت راشي؟”
دا آيت د قيامت د حالت په اړه دی، په ظاهر او باطن پوه څښتن تعالی له بندګانو څخه داسې پوښتنه کوي: «ایا هغه څوک چې د قیامت په ورځ د محشر میدان ته په امن او آرامي سره د حشر میدان راځي د هغه چا سره چې ټول وجود یې په وېره او وحشت کې ډوب وي مساوي او یو شان دی؟ په ښکاره ډول، دا دوه کټګورۍ یو بل سره مساوي ندي.
۲. «فیه آیات بینات مقام ابراهیم و من دخله کان آمنا» ژباړه: “په دې کې څرګندې نښې (لکه) د ابراهیم مقام شته، او څوک چې داخل شي خوندي دی.”
۳. «وقال ادخلوا مصر ان شاء الله آمنین» ژباړه:«هغه وویل: ان شاء الله مصر ته په خوندي توګه ننوځئ.»
۴. «وجعلنا بینهم وبین القری التي بارکنا فیها قری ظاهرة وقدرنا فیها السیر سیروا فیها لیالي و أیاما آمنین» ژباړه:”د دوی او د هغو ځمکو تر منځ چې موږ بابرکته ګرځولي وې، روښانه ښارونه او استوګنې جوړې کړې، او موږ مناسب او نږدې فاصلې مشخصې کړې (او دوی ته مو وویل) چې په دې میشت ځایونو کې شپه او ورځ په بشپړ امنیت سره سفر وکړئ.”
په دې آيت كې قرآن كريم څرګنده كړه چې په سفرونو كې د امنيت، ثبات او سلامت، د نعمتونو د زياتوالي، د كليو او ښارونو تر منځ د لنډې فاصلې او د خدمتونو د زياتوالي اصلي لاملونه دي. د همدې امنیت له امله د خلکو تر منځ اړیکې پیاوړې کیږي، تجارت او اقتصاد وده کوي او هر ځای کې آرامي خپریږي.
زمخشري د دې آيت په تفسير کې ليکي: «[د دې ښارونو او کليو په منځ کې] هرکله چې وغواړئ حرکت وکړئ او لاړ شئ، دا مهمه نه ده چې شپه وي او که ورځ؛ ځکه چې امنیت د وخت له بدلون سره توپیر نه لري.»
دا یو حقیقت دی چې کله په یوه ښار یا یوه سیمه کې امنیت ټینګ شي، خلک خپل ورځني کارونه او سوداګري پرمخ وړي او بې له کوم تشویش په هغه سیمه کې پانګونه کوي. ځکه امنیت د دوی د ژوند، مال او شتمنیو ساتنه کوي او په پایله کې د امنیت شتون په ټولنه کې د بدلون او پرمختګ لامل ګرځي. دا پرمختګ یوازې هغه وخت ممکن دی چې کلي، ښارونه او شاوخوا سیمې هم خوندي وي. هغه موضوع چې خدای تعالی په دې آیت کې ذکر کړې ده.
۵. «وکانوا ینحتون من الجبال بیوتا آمنین»؛ “او دوی په خوندي توګه د غرونو څخه کورونه جوړول.”
۶. «واذ جعلنا البیت مثابة للناس وأمنا» ژباړه: “(او په یاد ولرئ) کله چې موږ د کعبې کور د خلکو لپاره د بېرته راستنېدو ځای او د امنیت مرکز وګرځاوه.”
۷. «واذ قال ابراهیم رب اجعل هذا البلد آمنا.» ژباړه:”او هغه وخت [یاد کړه] چې ابراهیم وویل: ای ربه دغه ښار په امن کړه.»
کله چې حضرت ابراهیم خلیل الله علیه السلام د مکې په صاف او بې کره دښته کې و، له الله جل جلاله څخه یې اصلي غوښتنه امنیت (خوندي ښار) و. دغه مسله چې حضرت ابراهیم علیه السلام د هرې اقتصادي غوښتنې مخکې د امنیت غوښتنه وکړه، دغه حقیقت څرګندوي چې تر څو چې په یو ښار او هیواد کې امنیت حاکم نه وي، د سالم اقتصاد او بل هر ډول مطلوب شی برابرول ناشوني دي.
۸. «وعد الله الذین آمنوا منکم وعملوا الصالحات… من بعد خوفهم أمنا» ژباړه: “خدای له تاسو د هغو کسانو سره وعده کړې چې ایمان یې راوړی او نیک عملونه یې کړي دي… چې د دوی د ویرې وروسته به هغه په امنیت او آرامتیا بدل کړي.”
الله سبحانه و تعالی له هغو كسانو سره چې ايمان يې راوړى او نېک عملونه كوي، په ځمكه كې د قدرت، قوت او امنيت وعده كړې ده. او دا حقیقت چې امنیت د بریالیتوب او واک تر څنګ راغلی پخپله د هغه د مقام او منزلت ثبوت دی.
په دې آیت کې امنیت د لوی نعمت په توګه معرفي شوی دی. ځکه چې دا آيت هغه وخت نازل شو چې په مدينه کې مسلمانان په دومره وېره کې وو چې د کفارو، منافقانو او د مختلفو ډلو او احزابو د راغونډيدو له ويرې يې هيڅوک هم له خپلې تورې څخه لرې نه ويده کېدل. په پای کې، خدای خپله ژمنه پوره کړه؛ او دوی یې په ځمکه کې خلافت ته ورسول، او ځواک او توان یې ورکړ او وېره یې په امنیت او سولې بدله کړه.