لیکوال: "ابو عائشه"
په اسلام کې د امنيت ارزښت (شپږمه برخه)
په قرآن کې د امنيت ارزښت
۹. «وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا قَرْيَةً كَانَتْ آمِنَةً مُطْمَئِنَّةً يَأْتِيهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِنْ كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ اللَّهِ فَأَذَاقَهَا اللَّهُ لِبَاسَ الْجُوعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُوا يَصْنَعُونَ»؛
«الله د يوه كلي (د وګړو) مثال راوړى دى: چې هغه (د کلي اوسېدونکو) د ډاډيني او بيغمۍ ژوند تېراوه او له هر لوري ورته پرېمانه روزي رسېدله. نو هغه (د کلي اوسېدونکو) د الله د پېرزوينو پر ناشكرۍ لاس پورې کړ، نو بيا الله د هغه پر اوسېدونكو د هغو د کړو وړو دا خوند وڅكه چې د لوږي او وېرې غمونه پرې خواره شول.»
د دې آيت په تفسير كې علماء او مفسرين وايي: دا هغه مثال دى چې خداى تعالى د مكې د اوسېدونكو لپاره وهلی دى، تر څو قريش له خوبه راويښ شي، او خپلې ګمراهۍ ته دوام ورنکړي.
په دې آيت كې خداى تعالی د داسې كلي صفت بيان كړى، چې خلك يې له دښمنۍ، جګړې، لوږې او اسارت څخه په امن كې وو او له نورو ښارونو څخه به ډېر رزق ورته را روان وو، خو دوی د لوی خدای له دغه نعمت څخه ناشکره شول، نو لوږه او وېره باندې راغلل او له هوسا او خوندي ژوند وروسته يې د لوږې او وېرې خوند وڅکی.
په یوه قول باندې، له «قرية» څخه مراد پخپله د مکې ښار دی، چې خدای تعالی د نورو ظالمو ښارونو لپاره بېلګه ګرځولې ده. دا هغه وخت و چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مکې د خلکو لپاره ښېرا وکړه او ویې ویل: «اللهم اشدد وطأتك علی مضر واجعلها علیهم سنین کسنی یوسف»؛ «ای خدایه، په مضر باندې خپل فشارونه سخت کړې او دا فشار په قحطۍ بدل کړې لکه د یوسف د وخت قحطي.” د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعا قبوله شوه او دوی له سختې قحطۍ سره مخ شول تر دې چې وراسته هډوکي یې خوړل.»
دا مثال د غیر مکيانو لپاره هم خبرداری دی چې له داسې کړنو ډډه وکړي. هو، د هغه ښار په اړه فکر وکړئ چې “خوندي او په امن کې” و او د هغه خلکو هیڅ وېره، اندېښنه او هیڅ تکلیف نه درلود. “د هغو رزق له ټولو خواوو څخه په خوښۍ رسېده” یعني لرې او نږدې ځمکو مکې ته خپل برکتونه لیږل. “بیا دوی کافر شول” او د هغه ښار خلکو د خدای تعالی او د هغه د پیغمبرانو او د هغه “نعمتونو” څخه چې هغه دوی ته ورکړي وو ناشکره شول. “نو د دوی د عمل د سزا په توګه، خدای په دوی باندې د لوږې او وېرې جامې واغوستې” او د دې عذاب په وسيله یې دوی دومره کمزوري او بدبخته کړل، چې هغه يې په کالو ورته کړه چې د دوی بدن يې پوښلی دی، په دې توګه خدای تعالی لومړي دوه حالتونه بدل کړل، چې د کثرت او پرېمانۍ پر ځای لوږه، او د امنیت پرځای یې وېره ورته راوړل.
۱۰. «ادْخُلُوهَا بِسَلَامٍ آمِنِينَ»؛ “[دوی ته ویل کیږي] هلته په خوندي او امن حالت ننوځئ.”
د امنیت له هغو ډولونو څخه چې په قرآن کریم کې ورته پاملرنه شوې ده، يو هم عبادتي امنیت دی. د دغه امنيت په نه شتون کې د خدای د بندګانو دیني اعمال ګډوډيږي او د هغه اجرايي بڼه بدلیږي. همدارنګه جاني امنيت او د انسان د ژوند ساتنې اړتیا ته هم په قران کریم کې ډېره پاملرنه شوې ده. او ناحقه قتل او د خلکو ژوند په خطر کې اچول په کلکه غندل شوې ده. ځکه قتل او نورې خطرناکې پېښې امنیت ګډوډوي او خلک له سولې بې برخې کوي.
د نن ورځې د انساني علومو په موضوع کې، امنیت یو له هغو موضوعاتو څخه دی چې په قرآن کې یې خورا پام ځانته اړولی دی. د مثال په توګه، که تاسو په قرآن کې آزادي یا ځواک په پام کې ونیسئ، د امنیت په پرتله ډېر لږ ښکاري؛ ځکه، لکه څنګه چې وویل شول، امنیت په بې شمېره آیتونو کې راځي؛ له همدې امله، که په قرآن کې ترټولو مرکزي مفهوم ايمان وي، شاید د بشري اړیکو ترټولو مرکزي مسله امنیت وي. ځکه چې دا د خلقت، هبوط او الهي امانت فلسفې سره نږدې تړاو لري.
له همدې امله امنیت یو له هغو موضوعاتو څخه دی چې د قرآن او اسلام له خوا پرې ټینګار شوی او تل د اسلام په دین کې ورته سپارښتنه شوې چې د نورو مهمو بشري اړتیاوو سربېره، امنیت باید د ټولو برنامو په سر کې وي. او حتی که موږ د اسلام او د قرآن مشورو ته پام و نه کړو ، په لنډه موده کې دې پایلې ته رسیږو چې امنیت د انسان په ټولنیز ژوند کې حیاتي دی او باید له پامه ونه غورځول شي.
له همدې امله، دا معلومه شوه چې په قرآن کې د امنیت نعمت لوړه رتبه او لوړ ارزښت لري؛ له همدې امله قرآن دې ته ځانګړې پاملرنه کوي او هغه چا ته یادونه کوي چې له دې نعمت څخه یې ګټه پورته کړې او دوی ته د دې لوی نعمت یادونه کوي. که څه هم په قران کریم کې ډیری آیتونه شتون لري چې د امنیت موقعیت په ګوته کوي، موږ د مقالې په دې برخه کې په دغه آیتونو بسنه کوو.