لیکوال: م . فراهي "توجګي"
د رسنیو رول او د مسلمانانو په هویت د هغې اغېزې (دري څلوښتمه برخه)
د دیني رسنۍ دندې، د فعالیت ساحه او محتوا
په یو اسلامي نظام کې چې دیني لارښوونو او احکامو ته غاړه ږدي، ټولې شته رسنۍ باید دیني رسنۍ وي؛ خو په عمل کې ښایي داسې نه وي او رسنۍ په بشپړه توګه دیني نه وي.
دیني رسنۍ پر اسلامي ټولنې باندې د حاکمو قواعدو او اصولو د رعایت او د ټولو رسنیو لپاره د ټاکل شوو دندو د ترسره کولو سربېره، ځان د خدای تعالی په وړاندې مسئوله او مخاطبینو ته د هغه تعالی د پیغامونو او لارښوونو تبلیغ او خپرول خپله اصلي دنده ګڼي؛ د دې باوجود، ښایي په دیني ټولنه کې ډیری دیني او غیر دیني رسنۍ شتون ولري.
هغه رسنۍ چې د اسلامي ټولنې نورمونو، قوانینو او دیني او اخلاقي ارزښتونو ته درناوی ولري په دیني ټولنه کې د فعالیت کولو مجاز رسنۍ دي؛ که څه هم دا ممکن دیني رسنۍ نه وي؛ ځکه مؤجه دلیل نلري چې د اسلامي ټولنې ټولې رسنۍ دې ديني او اسلامي رسنۍ وي؛ د بېلګې په توګه: ایا د معمارۍ یا د پخلي مجله یا خبري راډیو یا د ترافیک غږ راډیو باید مذهبي وي؟!
که څه هم دا ډول رسنۍ مکلفې دي د دې له امله چې په اسلامي ټولنه کې خپرونې او پروګرامونه نشروي، مذهبي کلتور هم مراعات کړي او د بیلګې په توګه، د خنزیر د خوښې یا د الکولي مشروباتو سوداګریز اعلانونه او خبرتیاوې دې نه خپروي؛ خو دیني رسنۍ پر عمومي دندو او کړنو سربېره چې ټولې رسنۍ باید ورڅخه برخمنې وي، ځانګړې دندې هم لري. په اسلامي ټولنه کې دیني رسنۍ د امر باالمعروف او نهی عن المنکر تر ټولو ښه وسیله کېدای شي. د خپلو وړتیاوو په کارولو سره، هغه کولی شي معروف یا ښه او د خیر کارونه خلکو ته ور وپېژني شیان او د انځور ، رسالې، غږیز پیغام، ویډیو او نورو بڼو کې یې خپاره کړي او حتی د هغو په سرته رسولو امر وکړي؛ همدارنګه منکرات او ناوړه کړنې خلکو ته په یادو شویو لارو چارو او وسایلو معرفي او له ارتکاب څخه یې مخنیوی وکړي او د غیر رسمي کنټرول دنده ترسره کړي. له دې نظره به یوه رسنۍ دیني رسنۍ وي. په دې لحاظ دیني رسنۍ یوه لارښوده، دین پاله او اخلاقي رسنۍ ده چې خدای، دین، دیني او اسلامي ارشادات د خپلو ټولو پروګرامونو محور ګڼي او پر سمې لارې حرکت کوي.
ادامه لري…