Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»سیکولریزم ته یوه کتنه (څلورمه برخه)
متفرقه شنبه _17 _اگست _2024AH 17-8-2024AD

سیکولریزم ته یوه کتنه (څلورمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: ډاکټر فضل احمد احمدي


سیکولریزم ته یوه کتنه (څلورمه برخه)

۳- د سیکولریزم مفهوم او مختلف تعریفونه
سیکولریزم (Secularism) د “سیکولر” «Secular» کلمې څخه او په اصل کې د لاتیني کلمې «seculum» څخه اخیستل شوي او معنی یې “نړۍ” یا “دنیا” ده او همدارنګه د زمانې، دورې، وخت، پېړۍ او هم د عالم او نړۍ معنی لري. په پښتو ژبه کې د دنيا پالنې، د دنيوي چارو په اصالت باور، بې دينيتوب، له دنيا څخه د دين جلا کول، اګنوسټيزم (بی مذهبتوب)، د شريعت او ديني محتوا سره مخالفت، دود پالنې او بې حرمتۍ ته ويل کيږي. په عربي کې دا کلمه «علمانیّت» (په کسره یا فتحه د عین، د هغه توپیر له مخې چې رېښه یې له عِلم څخه اخیستل شوې ده یا له عَالم څخه اخیستل شوې ده) تعبیر کیږی.
په بله وینا، سیکولریزم پدې معنی دی چې دین باید په غیر دیني (دنیوي) چارو کې لاسوهنه ونه کړي، کوم چې معمولا د کلیسا یا کوم مذهبي بنسټ څخه د دولت جلا کولو په توګه څرګندیږي. په بل عبارت، سیکولریزم هغه عقیده ده چې ژوند او اړوند چارې یې باید له دین څخه جلا شي او دیني ملحوظات باید له پامه وغورځول شي. پر همدې بنسټ، اخلاقي ارزښتونه او ټولنیزې کړنې باید له دنیوي ژوند او ټولنیزې هوساینې په پام کې نیولو سره وټاکل شي، نه د دین له مخې.
د آکسفورډ په قاموس کې د سیکولریزم معنی په لاندې ډول بیان سوې ده: “د ژوند د چارو لکه تعلیم، سیاست، اخلاق او نور د انسان سره تړلي اړخونه، پرته د خدای او آخرت په پام کې نیولو سره، د دې دنیا په پام کی نیولو سره تنظیمول.”
 د آریانپور په قاموس کې هم سیکولریزم په دې ډول بیان شوی دی: «سیکولریزم د شریعت او دیني مسایلو سره د مخالفت، د دنیا پالنې روحیې، د دنیاوي او دودیزو اصولو د پلوۍ په معنا دی، او سیکولریست هغه چاته ویل کیږي، چې د شریعت او دیني احکامو سره مخالف او د دنیوي او دودیزو اصولو پلوي کوي.
“د بریتانیکا دایرة المعارف هم د «سیکولریزم» کلمه په لاندې ډول تعریف کړې ده: “سیکولریزم یو ټولنیز خوځښت دی چې هڅه کوي په خلکو کې د آخرت باور له مینځه یوسي او خپل ټول فکر او غم په دنیا او مادي چارو متمرکز کړي.”
په ځانګړې توګه د سیکولریزم کلمه په دایرة المعارف او د لغت په فرهنګو کې په لاندې معناوو سره کارول شوې ده: سیکولریزم، نړۍ پالنه، لادیني، الحاد، د دین ردول او د دنیاوي او دودېزو اصولو پلوي کول. د لویدیځ په تاریخ کې هم دا کلمه په بېلا بېلو مفاهیمو او معناوو سره لکه: « د دین او دنیا جلا والی، له سیاست څخه د دین جلا کول، غیر مقدس او غیر روحاني، عقلانیت، ساینسیزم، نوښتوب، عصري لیدلوری او اوسني فکر» کارول کیږی. د دین په دنیایی کولو اعتقاد، د دین دودېز کول، له دین او مذهب څخه سیاست جلا کول.
د څېړونکو په آند، که څه هم په فارسي ژبه کې د سیکولریزم کلمې بېلا بېل د برابرۍ انډولونه لکه: د دین دنیایی کولو باور، د دین دودیز کول او دین له سیاست څخه جلا کول، رامنځته شوي دي.
 خو د برابرۍ ستونزه په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې. ځينې يې لامل يوازې ددې کلمې لويديځ والي ګڼي او ځينې يې هم لامل د بېلا بېلو او متضادو ابعادو څخه د سيکولريزم د فکر د يو ځای کول بللي دي.
داسې ښکاري چې دواړه نظریې ستونزې لري؛ ځکه چې که څه هم د سیکولریزم اصل سرچینه له اروپا څخه ده، خو د سیکولریزم ځینې معناوې لکه د دین له سیاست څخه د جلا کولو نظریه او د دین له دنیا څخه د جلا کولو نظریه په اسلامي ټولنو کې هم شتون درلودی. نو له همدې امله دا سمه نه ده چې ووایو چې د سیکولریزم ریښې یوازې په لویدیځ کې دي او بس. سربیره پردې، د سیاست په ډګر کې د دین د نه ګډوالي نظریه د دین د له منځه وړلو له نظریې سره په ټکر کې نه ده، بلکې دواړې د دنیا پالني د روح په نامه د یو ډول حقیقت دوې مختلفې درجې دي، چې کله د دین او سیاست د جلا کولو په مفهوم کې راښکاره کیږي او کله بیا د دین د ردولو او د ماوراء الطبيعة د غیر منطقي کولو په معنی را څرګندیږي.
له همدې امله داسې ښکاري چې د «نړۍ پالنې» کلمه د نورو معادلاتو په پرتله پراخه ده او د سیکولرانو موخې ته نږدې ده؛ ځکه چې دنیا ته د دوی د راګرځېدو دلیلونه او د پخواني عیسویت څخه مخ اړول او په هغه کې اصلاح کول له: انسانیت، عقل پالنې، انساني پوهې، انساني آزادۍ او داسې نورو څخه عبارت دي، چې ټول تر یوې کټګورۍ لاندې، په نوم د «دنیا پالنې» را ټولېدلای شي. له همدې امله کولای شو چې سیکولریزم ته لاندې تعریف وړاندي کړو: سیکولریزم د انسان د ژوند د مختلفو برخو لکه حکومت، کلتور، اقتصاد، ټولنې او داسې نورو په اړه د دنیوي لیدلوري درلودلو په معنا دی. په بل عبارت، سیکولریزم د هر څه په اړه د دنیایي لید په معنی دی پرته له دې چې د هغه اخروي پایلو ته پام وکړي.
شایر، مشهور لیکوال د سیکولریزم کلمې لپاره مختلف تعریفونه وړاندې کوي چې پایله یې کولای سو په لاندې ډول بیان کړو:
۱- هرکله چې دين خپل په ټولو شکلونو لکه شعایرو، تعليماتو او ديني بنسټونه د ټولنې له منځه څخه ليرې شي او وقار او اعتبار يې له منځه لاړ شي، نو سيکولريزم صادقیږي.
۲- هرکله چې د خلکو پام له غیر مادي عواملو څخه وګرځیدی او د دنیوي ژوند اړتیاوو او مسایلو ته واوښت، نو سیکولریزم راڅرګند شوی دی.
۳- هرکله چې دين باطني او فردي حالت پیدا کړ او د ټولنيز ژوند په اړخونو کې يې رول نه درلود او ټولنه يې تر پوښښ لاندې ونه نيوله؛ نو سیکولریزم رامنځته سوی دی.
۴- هرکله چې پوهه، چلند او هغه بنسټونه چې یو وخت د الهی قدرت او ځواک پر بنسټ فکر کیدل، د انسان لخوا د رامینځته شوي پدیدې او د هغه تر مسؤلیت لاندي ته واړول شي، نو سیکولریزم رامنځته شوی دی.
۵- هرکله چې شته حرمت د غیر مادي قوتونو د محاصرې په رڼا کې، له دې مادي نړۍ څخه ورک شو او په دې توګه د نړۍ څخه حرمت لیرې شو، سیکولریزم رامنځته شوی دی.
۶- هرکله چې یوه ټولنه خپل دودیز ارزښتونه او دودونه پریږدي او د بدلون منلو تر څنګ، خپلې ټولې پریکړې د عقل او ګټورتوب پر بنسټ کوي، سیکولریزم معنی پیدا کوي.
په هر حال، که موږ وغواړو چې ذکر شوي تعریفونه لنډیز کړو، نو لاندي مواردو ته شاملیږي.
الف- له ټولنې له منځه څخه دین حذف کول؛
ب- بشري مسایلو ته د خلکو پام اړول؛
ج- په ټولنیز امر باندي د دین د بدلون مخنیوی؛
د- د انساني ځواک پر بنسټ د کړنو توجیه کول، نه د الهی ځواک پر بنسټ؛
ه- له مادي نړۍ څخه د غیبي قوتونو لرې کول او د هغوی سپکاوی؛
و- په پریکړو کې د عقلی، منطقي او ګټورو اصولو بنسټ کیښودل.
په دې حال کې، د دې کلمې په تعریف کې یو مهم ټکی د هغې د اخلاقي نظریي ګڼل دی.
د آکسفورډ په شل ټوکه قاموس کې سیکولریزم یوه اخلاقي نظریه ګڼل شوې ده او په دې تعریف کې راغلي: «سیکولریزم یوه نظریه ده چې اخلاق باید یوازې د هغه شیانو پربنسټ وي چې په دنیوي ژوند کې د انسان له خوښۍ سره تړاو لري، او پدې برخه کې، ټول اعتقادی ملاحظات لکه په خدای او د آخرت باور، رد شي.»
په بل عبارت، سیکولریزم د ژوند اړوند فلسفه ده، نه د نړۍ د حقیقتونو په اړه د پوهې پېژندنه (ایپیسټیمولوژیکي) او شتون پېژندنه (آنتولوژیکي) نظریه.
د “سیکولر” او “سیکولریزم” د کلمو د معنی له مخې د “سیکولر کولو” یا سیکولریزیشن (Secularization) معنی هم ترلاسه کیږي. دا کلمه په لغوی معنی د دنیاوی چارو “دنیوی کول او عنعنوی  یا دودیز کول” معنی لري.
په بله توګه، سکولاریزاسیون یوه ارادی او قصدي هڅه ده چې د دین له منځه وړلو او د ژوند نظام د بشري اصولو سره سمون ورکولو په لور روانه ده.
همدارنګه د ټولنې سیکولر کولو معنی دا ده چې د نړۍ کار او بار د دیني نفوذ او هدایتونو او د فرامادي اهدافو او مقصدونو له دایرې څخه لرې کول دي او دا په لاندې مواردو کې هم کارول کیږي:
کلیسایي (دینی) ادارې او د هغو مالونه د دنیوي ملکیت ته بدلول او د دنیوي استفادې لپاره یې کارول؛
د کلیسایي او دینی حکومت یا دولتي نظام د غیر دینی او غیر روحاني دولت یا حاکمیت ته بدلول؛
سکولریزه کول یا د مختلفو چارو لکه هنر، مطالعاتو، او نورو ته سکولر او دنیوي یا غیرمقدس اړخ ورکول؛
اخلاقیات د سکولریزم او دنیوي بنسټونو پراساس جوړول او د تعلیم او تربیې محدودول یوازې د هغو موضوعاتو پورې؛ د کلیسا مفکورې د نړۍ مفکورو او سیکولریزم ته بدلول.
خو د دې اصطلاحي معنا هم هماغه لغوي معنا ده چې د دنیوي او عرفي کولو او غیرمقدس کولو پروسې ته اشاره کوي. د عرف ‌ګرایۍ یا سیکولریزم مدافعین په ارادي او شعوري ډول په مافوق الطبيعي چارو کې د عقیدې ټول ډولونه او اشکال ردوي او غیر دیني یا د دین پر ضد اصول د شخصي اخلاقو او ټولنیز جورښت اساس بولي.
ادامه لري…
Previous Articleمعتزله (شپږویشتمه برخه)
Next Article د موسیقۍ پایلې او تاوانونه (دریمه برخه)

اړوند منځپانګې

Blog

لوی اختر؛ د اطاعت او فرمان‌بردارۍ اُسوه

جمعه _6 _جون _2025AH 6-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د تشریق ورځې او تکبیرونه

پنجشنبه _5 _جون _2025AH 5-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (لسمه برخه)

دوشنبه _2 _جون _2025AH 2-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته کتنه (نهه‌ويشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD0 Views

لیکوال: شکران احمدي د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه نهه‌ويشتمه برخه د شریعت د…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (پنځمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه پنځمه برخه د…

نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (څلور ویشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD0 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک څلور ویشتمه برخه په اصلاح…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (نهه‌ویشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD3 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزی د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله نهه‌ویشتمه برخه دوهم درس:…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د شریعت مقاصدو علم ته کتنه (نهه‌ويشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (پنځمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.