مناسبه ده چې د داسې اوازونو په اړه(چې هغه ته قوالي ویل کیږي) د حضرت مولانا حکيم الامت رحمه الله قول «د رسول الله صلی الله علیه و سلم د مینې :آداب» له کتاب څخه نقل کړو
«رسول الله صلى الله عليه و سلم د موسيقۍ او ساز څخه نهی كړې ده، په حديث شريف كې راغلي دي چې يوه ورځ رسول الله صلى الله عليه و سلم له يو ځاى څخه تېرېدی چې د ساز غږ يې واورېد، نو سمدلاسه یې ګوتې په غوږو کې کړې، او د صحابه کرامو څخه به یې پوښتنه کوله چې غږ شته او که نه؟ کله چې صحابه کرامو وویل چې غږ نشته، نو رسول الله صلی الله علیه و سلم خپله ګوتې د غوږ څخه لرې کړې.»
رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمايي: «زه د دې لپاره رالېږل شوی یم چې سازونه او موسیقي له منځه یوسم» او نن د همدې پېغمبر امت شپه او ورځ په سازونو او موسیقي کې ډوب دی.
ستر صحابي حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وایي: «ان الْغِنَاء رُقْيَةُ الزِّنَا»
«د ساز او موسیقۍ په اورېدلو سره د انسان په وجود کې د زنا شوق پیدا کیږي.»
علامه آلوسي رحمه الله په خپل تفسیر روح المعاني کې د حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت کړی دی چې وایي: «په خدای قسم چې «وَمِن النَّاسِ مَنْ يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيث….. آیت د موسیقۍ او ساز د حراموالې په اړه نازل شوی دی.»
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:« إِنَّ الْغِنَاء يُنْبِتُ التَّفَاقَ فِي الْقَلْبِ كَمَا يُنْبِتُ الْمَاءُ الزَّرْعَ»
یعني: «سندرې او موسیقي په زړه کې نفاق او کفر ته وده ورکوي لکه اوبه چې کښت ته وده ورکوي.»
د افسوس ځای دی چې ځینې خلک ساز او موسیقي د عبادت او خدای ته د نږدې کېدو وسیله ګڼي، په داسې حال کې چې دین بشپړ شوی دی او د عرفات په میدان کې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم «الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ» نازل شوی دی.
نو د امت ځينې جاهل خلک څنګه هغه ګناه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې منعه کړې ده د خدای د تقرب وسیله ګڼي؟!
کله چې ما د الله اباد په طبي کالج کې زده کړه کوله، یوه ورځ په ریل ګاډي کې کوم ځای ته روان وم، چې هلته د قوالانو یوه ډله (چې حمدونه او نعتونه یې ویل) هم هلته وه، نو دوی یو کس یې خپل مجلس ته راوبلل، هغه د قوالي د ګټې پوښتنه وکړه:
دوی وویل چې د قوالۍ ګټه دا ده چې کله د شعر په پای کې تبله(طبله) ووهل شي، نو د انسان روح عرش اعظم ته رسیږي. په لمانځه او روژې سره الله ته رسيدل مشکل دي، خو د قوالۍ له لارې ډيره چټکه ده. لا حول ولا قوة الا بالله
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «زه د دې لپاره رالېږل شوی یم چې سازونه او موسیقي له منځه یوسم.» او دوی معاذ الله د ډول له لارې عرش ته ورسېږي. زموږ ټولو مشرانو د الله جل جلاله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د محبت په اړه شعرونه اوریدلي دي، خو د هغه د شرایطو او آداب په پام کې نیولو سره (چې په راتلونکي کې به یې یادونه وکړو).
خو د شرعي حدودو په ماتولو سره د شعر او قوالي اورېدل حرام دي. ما پخپله يو ځل وليدل چې له يوې خوا د ماخستن لمونځ او له بلې خوا قوالۍ پیل وه، چا لمونځ و نه کړ، تبلې یې وهل او غاړه يې ښورولې. وروسته له دې چې ما تحقیق وکړ، خلکو وویل چې قوالانو اوس شراب څښلي دي ځکه چې دوی نشي کولی پرته له نشې ټوله شپه ویښ پاتې شي. تاسو ووایست چې ایا د ماخستن لمونځ فرض دی که د شرابیانو قوالي اوریدل؟ په ځینو ځایونو کې مې لیدلي چې قوالان پیر صاحب ته سجده کوي او لمونځ نه کوي.
د الله تعالی حمد ویل او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مینه کې نعت ویل نه یوازې روا دي بلکې د برکت لامل ګرځي، په دې شرط چې په هغه کې تبله او موسیقۍ نه وي. د تبلې، ساز او موسیقۍ سره حمد او نعت ویل د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم نافرماني ده.
د دې آيت په تفسير كې حضرت ابن عباس رضي الله عنهما وایي چې «سمود» د يمن په لغت كې د موسيقۍ او سندرې په معنا کارېږي. او کله چې مشرکانو قرآن اورېدی، نو چک چکې به یې وهلې، نڅا او شور به یې کاوه، ترڅو نور خلک د قرآن له اورېدلو څخه منع کړي.
او زمخشري وايي: (قال بعضهم لجاریته اسمدی لنا ای غنیّ لنا)