لیکوال: اسماعیل ساراني


نشه او نشه يي توکې (لومړۍ برخه)

لنډیز
نننۍ نړۍ د یوه کلي په څېر ده، که په یوه کونج کې یوه پېښه ترسره شي، د بل کونج خلک ترې اغېزمن کېږي. د نشه یي توکو مسئله یو له هغو ستونزو څخه ده چې د ختیځې او لویدیځې نړۍ پام یې ځان ته اړولی او خطر یې هر چا ته معلوم دی.
الله جل جلاله د پنځو شيانو ساتنه اړینه کړې ده: دين، بدن، عقل، عزت او مال، چې ټول د نشه يي توکو له امله له منځه ځي. همدارنګه، د دې ستر ناورین په خپرېدو سره، موږ هره ورځ په ټولنو کې د خپلسري شاهدان یو. ځکه چې معتاد د روږدېدو وروسته هر څه کوي او ټولنه د تباهۍ په لور کش کوي. او  په دې مسئله کې د استعمار ونډه هم د پام وړ ده.
سریزه
دښمنان په فکري او فرهنګي ډګر کې دومره هڅې کوي چې د یوې شیبې لپاره هم هوساینه نه کوي. دوی په دې پوه شوي چې د جګړې او د مسلمانو ماشومانو د فزيکي له منځه وړلو له لارې نه يوازې دا چې دوی ټول له منځه نه شي وړلای، بلکې د خپل ځان په وړاندې د هغوی کرکه او غضب هم راپاروي، داسې چې راتلونکي نسلونه د دوی د جنايتونو ترخوالی تل ياد ساتي. دا هغه ځای دی چې دوی د ګرمې جګړې پر ځای سړه جګړه غوره کوي او لاندې ګمراه کوونکي شیان کاروي:
  • د نشه یي توکو وده او ترویج؛ لکه: تاریاک، هیروین، چرس، تمباکو او داسې نور.
  • د موسیقۍ، ساز او سرود، نڅا او مبتذلو سندرو ته وده ورکول.
  • د فحشا او بې حجابۍ خپرول، د ضد اخلاق کتابونو، فلمونه خپرول او موډ ته هڅول.
  • د علماوو، جوماتونو او اسلامي مراکزو په وړاندې د ځوانانو بې باوره کول او د اسلام د مشرانو، د دين، امت او علماوو ضعفونه لویول.
دښمنان پوهېږي چې د دې سیاست په پلي کېدو سره به ځوانان په کمزوري، بې بنسټه او بې هدفه عناصر بدل شي او ښوونځيو، پوهنتونونو او د علم او عبادت مرکزونو ته د تګ پر ځای به حېرانه او سرګردانه شي.
د فراماسونري یو مشر وايي: “زموږ لپاره اړینه ده چې د خپلې بریا لپاره له ښځو څخه کار واخلو. هرکله چې د دوی په منځ کې فحشا خپره شي، نو پوه شئ چې د دین لښکر به له منځه لاړ شي.”
یو استعمارګر ویل: د شرابو د یوې شیشې او د یوې سندرغاړې ښځې وېجاړونه له زرو توپونو او ټانګونو څخه ډېره ده؛ نو د محمد (صلی الله علیه وسلم) امت په دې توګه هلاک کړئ او د مادیاتو او شهوت په کنده کې یې غرق کړئ.»
علامه ناصح علوان د یهودیانو د معاهدې (۱۳) مفاد په لاندې ډول نقل کوي: “موږ باید د نسلونه مخ ونیسو چې کار او نوښت و نه کړي، او دا هغه مهال کیږي چې هغوی په لوبو، سیالیو او په سپورت سره لګیا کړو.”
دا د مسلمانانو پر وړاندې د استعمار او کفر (غرب) پلان دی. خو اوس هم ځینې خلک شتون لري چې د دوی ملاتړ کوي او دوی ته د غمخوارانو په سترګه ګوري. له همدې امله یو ځل بیا د علماوو په اوږو دا مسئولیت ایښودل کیږي چې د دې بلا پر وړاندې په خپل ټول توان سره د جهاد اعلان وکړي او د خپل ټول ځواک (رسنۍ، منبر، جومات، مدرسه، مکتب، قلم او نورو) څخه کار واخلي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version