لیکوال: ابو عائشه


نشنلیزم (درېیمه برخه)

ملتپالنه ښه وپېژنو
نشنلیزم د یو ډول ګروپي پوهاوي په توګه د یو ملت د غړيتوب یا د هغه ملت سره د تړاو لرلو پوهاوي ته ویل کیږي چې موږ یې معمولا ملي پوهاوي بولو. ملي پوهاوي د ملت مختلف عناصر ( نژاد، ژبه، دود، عادات، ټولنیز، اخلاقي او کلتوري ارزښتونه) تعقیبوي. او کله کله په هغه کې فوق العاده ستاینه او د نورو قومونو د ملیت په پرتله خپل ملیت لوړ ګڼل هم پکي شامل دي. هر ملت ځانګړې خاوره لري، خاورې ته وفاداري او د هغې لپاره قرباني او درناوی د ملتپالنې ارکان دي.
د نشنلیزم کلمه مختلفې معناوې لري. چې ډیری وختونه د ذهن او پوهاوي هغه حالت دی چې د یوې ډلې غړي یې خپل د ملت په اړه لري، او خپل ګډ کلتور یا هویت ته پاملرنه کوي، او د هغو کسانو په وړاندې د خواخوږۍ احساس لري چې د دوی د ملت څخه وي. لکه د بهرنیانو په وړاندې د ډله ایز پیوستون څرګندول، د ځانګړو نښو او نښانو ښودل، د وطنپالنې سندرې ویل، د ملي ګټو تعقیبول او د نورو ګټو او ارزښتونو په پرتله هغو ته ترجیح ورکول.
نشنلیزم د یو قوم او قبیلې پر نورو ټولو قومونو او قبیلو د برترۍ باور، او خپل قوم او ملت ته د مطلقې او غیر مشروطې وفادارۍ ټینګار او د هر قوم او قبیلې د خپل کلتور، ژبې او نژاد په اړه د فخر کولو عقیده ده. نو نشنلیست یا ملتپال ځان تر هر چا لوړ او نور له ځانه ټیټ ګڼي.
نشنلیزم یو ټولنیز او سیاسي حرکت دی چې د یو هیواد د عقایدو، ایډیالوژۍ او ملي ګټو د تحقق هڅه کوي. دغه جریان د ملت د ګټو په پام کې نیولو سره، ټول بهرني او کورني سیاستونه پلانوي. په بل عبارت، نشنلیزم هغه مفکوره ده چې د یو ملت د ایډیالوژیو پیروي کوي او هڅه کوي چې د هیواد په سیاسي جوړښتونو کې د نفوذ له لارې دغه ایډیالوژۍ ترلاسه کړي.
د «فکري جګړې» لیکوال یحیی محمد الیاس د نشنلیزم یا نژاد پالنې په اړه لیکي: «نشنلیزم یا ملتپالنه په دې عقیده دي چې زما نسل یا ملت تر ټولو غوره نسل او ملت دی، او یوازینی نژاد دی چې د واکمنۍ مستحق دي. د نژاد پرستۍ د روښانه مثالونو په منځ کې، موږ کولی شو د آلمان نازیانو یادونه وکړو چې د دوی سره یې د “لوړ آلمان” شعار پورته کړ. د دې مفکورې یو له سترو مشرانو څخه، چې د هغې د تحقق لپاره یې سخت کار کړی، د هټلر یادونه کولی شو، چې غوښتل یې د آلمان د ګټو لپاره نړۍ ویجاړ کړي.
د ملتپالنې موخه دا ده چې هر هېواد خپل ولس، نژاد او ملت ته پام وکړي او د خپلو ملي ګټو د تحقق لپاره هڅه وکړي. که څه هم دا فعالیت کله ناکله نورو ته زیان رسوي.
په ملتپالنه فکر کې د خپل قوم، نژاد او ملت قدر او عزت تر نورو غالب او غوره دی. په دې نظر کې انسان د یو نړیوال مخلوق په توګه هیڅ ارزښت نه لري او یوازې ملي هویت او ملي ګټې مهمې دي. په ملتپالنه کې دښمن د تباهۍ مستحق دی او د هغه له منځه وړلو لپاره ملت هرکلی کوي. دا منطق د دې لامل کیږي چې د بېلګې په توګه د خليج په جګړه کې د سلګونو زرو عراقيو ښځو، ماشومانو او بوډاګانو قاتلان، د ملت د اتلانو او د ملي ګټو د ساتونکو په توګه په ډېر وياړ سره ولمانځل شي. نن هم دا منطق شتون لري او د عراق، افغانستان او نورو سیمو څخه د راستانه شوي عسکر د ملي ګټو د ساتونکو او شهیدانو په توګه په همدغو مراسمو سره بدرګه کیږي.[1]
پایله
 نشنلیزم د یوې مثبتې او ښې پدیدې په توګه وړاندې کیږي. خو په حقيقت کې د دې پديدې په رامنځته کولو سره لويديځوال دوه دغه مهم او ستر اهداف تعقيبوي:
  1. نشنلیزم د مسلمانانو د ویشلو او جلا کولو او د هغوی د اسلامي اړیکو د خرابولو په هدف جوړ شوی و. دې موخې ته د رسېدو لپاره د دوی قصد دا و چې هر مسلمان د بل پر وړاندې ودروي او يو له بل څخه غوره وګڼي.
  2. د نشنلیزم د رامنځ ته کولو موخه د اسلامي هیوادونو د استعمار وو، او په مسلمانانو باندې د برید او تعرض لپاره طرحه شوې وو. لويديځوالو په نورو ملتونو باندې د خپل ملت د برتري په خاطر د مسلمانانو د شتمنيو د لوټ کولو اراده درلودله.
ادامه لري…

 

[1] . ارینفر، عزیز، په افغانستان کې د ملت جوړونې او دولت جوړونې د پروژو د ناکامۍ ریښې، بیټا، ۴۸۰ مخ.
Leave A Reply

Exit mobile version