د مؤمنانو د سیالۍ او رقابت ډګر کوم دی (دوهمه برخه)
«… وَفِي ذَلِكَ فَلْيَتَنَافَسِ الْمُتَنَافِسُونَ»؛ “او په دې [نعمتونو] کې، د یو او بل په وړاندې سیالي سره کوي!”
په ننني عصر کې د اسلام له مفاهیمو او د هغه د ژغورونکو لارښوونو څخه د ټولنې د فاصلې له امله د خلکو تر منځ هغه سیالي پیل شوې ده چې اسلام د ارشاداتو سره توپیر لري، چې لاندې به یې په لنډ ډول بیان کړو:
په زده کړه کې سیالي
موږ خپل واجب او اړینې وظيفې او مسؤوليتونه پرېښودلې او هر یو د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا درجې ته د رسېدو لپاره هڅې کوو. هغه نجونې چې باید واده وکړي او کورنۍ جوړې کړي، او هغه هلکان چې واده یې ډیر واجب دی، دوی دغه مکلفیت پرېښودلی او د زده کړې په لټه کې دي. هغه پلرونه او مېندې چې خپل اولادونه یې په لسګونو کړاوونو سره یې لوی کړي دي، او د خپلو اولادونو د بریا لپاره یې سخت کار کړی؛ خو وروسته له دې چې د دوی ماشومان ښوونځي پای ته ورسوي، باید په څلورو نورو کلونو کې د لیسانس سند بشپړ کړي، او دا والدین په دې څلورو کلونو کې هم مصرف کوي او تمه لري. او اوس د بې ځایه سياليو له امله، د دوی ګران ماشوم چې له پوهنتون څخه فارغ شوی دی، د دغه بې وزله پلار او مور څخه د ماسټرۍ غوښتنه کوي او له دوی څخه غواړي چې د دوو نورو کلونو لګښت هم ورکړي.
لیدل کیږي چې په اکثره وختونو کې حتی د لیسانس او ماسټرۍ تر بشپړولو وروسته هم ډېری یې دنده او وظیفه نه لري او په دې حالت کې په غیر رسمي کارونو لکه دوکانداري او کرنه هم د شرم خبره ګڼي، نو د بیکارانو په نوملړ کې شامل کیږي. البته دلته مقصد دا نه دی چې زده کړه رد کړو، بلکې تعلیم ته د سیالۍ او غرور د وسیلې په توګه ګرځول د دې لامل کیږي چې موږ خپل اړین مسؤلیتونه هېر کړو.
دا په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځینو مواردو کې د الله تعالی په لاره کې د جهاد پر ځای د مور او پلار خدمت ته ترجیح ورکړې ده. لکه څنګه چې په یوه حدیث کې راغلي دي: «عن عبد الله بن عمرو رضیاللهعنهما يقول: جاء رجل إلى النبي صلىاللهعليهوسلم فاستأذنه في الجهاد، فقال: أحيٌّ والدَاك؟ قال: نعم. قال: ففيهما فجاهد.»؛ عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما وایي: یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او له هغه څخه یې د جهاد اجازه وغوښته. رسول الله صلی الله علیه وسلم وپوښتل: ایا ستا مور او پلار ژوندي دي؟ هغه وویل: “هو”، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ستا جهاد د دوی خدمت کول دی.
او همدارنګه: په یوه غټه دنده کې سیالي، د ښکلي بدن او مخ په درلودلو کې سیالي، د ډېرو ملګرو په درلودلو کې سیالي، په ډېرو ژبو پوهېدلو کې سیالي، د ډېرو مېرمنو او اولادونو په درلودلو کې سیالي، په سپورتونو او موټرو کې سیالي او نورې سیالۍ چې ټول زموږ په زمانې رواج لري.