لیکوال: ابو جریر


منځنۍ پېړۍ (څلورمه برخه)

انسانیت باید پوه شي چې د غرب په اصطلاح په همدغه «منځنۍ پېړۍ» توره دوره د مسلمانانو په اصطلاح «طلایی پېړۍ» ده، چې ستر پوهان په هغه دوره کې زږېدلي چې د انسانیت لپاره يې د تمدن بنسټ اېښودلی، او نن ورځ انسانان ترې ګټه پورته کوي؛ د بیلګې په توګه، موږ د یو څو یادونه کوو:
  • «ابوالوفاى بوزجاى» د رياضي، ستورپوهنې(نجوم) او هندسې په برخه کې کارپوه او کاشف؛
  • «ابوالریحان البیروني» ساینس پوه او په ستورپوهنه کې ماهر او د ځمکې د پراخوالي لومړی ټاکونکی؛
  • «یعقوب بن اسحاق الکندي» د فزیک او ابتيک (د سترګو علم) طب او ریاضي، فلزات یا ميتالوژي کشف کوونکی ؛
  • «ابوالحسن علي المسعودي» د جغرافيې او تاريخ تخصصي علومو متخصص؛
  • «زکریا الرازي» د طب، کیمیا، اناتومي، افتل مولوژي او عصبي علومو اختراع کونکی او کشف کوونکی، د انټي سیپټیک الکول اختراع کونکی
  • علي ابن ربان الطبري، د طب، ریاضیاتو، ادبیاتو او خطاطۍ د تخصصي علومو پوه
  • «موسی الخوارزمي» متخصص او کشف کوونکی، د ریاضیاتو پلار، او د الګوریتم، الجبر او ستورپوهني کاشف او عالم؛
  • «د بني موسی وروڼه» د ستورپوهنې، د ریاضي علم او ​​د هندسه د ترکیبولو په برخه کې متخصصين او کشف کوونکي؛
  • «ابو مروان بن زهر» د علوم او کشفیاتو متخصص، کالبد پوهنه، د درملني او تراپي یا غذايي سیسټم پلار؛
  • «جابر بن حیان کاشف» د کیمیا پلار؛
  • «محمد بن عبدالله بن ادريسي» د تخصصي علوم او کشفیاتو او جغرافيه عالم او د نړۍ د لومړۍ نقشې او کروي نقشه ډيزاين کوونکی او جوړونکی؛
  • «ثابت بن قراء» عالم، متخصص او کاشف، د اناتومي، د نباتاتو جوړښت، ژوندي موجودات او میخانیک، هندسه.
دا ټول پوهان او په مختلفو تجربوي علومو کې اختراع کوونکي د دې «منځنۍ پیړۍ» کاشفین، اختراع کوونکي او متخصص وو، چې په اړه یې د مسلمانانو او غیر مسلمانانو لخوا په لسګونو کتابونه لیکل شوي دي.
هر یو په خپل  دور کې په بېلابېلو برخو کې د قدر وړ خدمتونه ترسره کړي دي او د نن ورځې ډیری تخنیکي وسایل د دې پوهانو لخوا اختراع شوي وسایلو او قوانینو پراساس دي، په دې پیړیو کې په مختلفو علومو کې ډیری اسلامي مفکرانو ژوند کړی او د قدر وړ خدمتونه ترسره کړي دي په دې مقاله کې یوازې د هغه ځینې خدمتونه ذکر شوي.
اسلامي امت بايد په دې پوه شي چې مسلمانان هغه څوک وو چې د اسلام په نامه د غوره، وروستي او تر ټولو کامل آسماني دین، لیږدونکي دی، چې په حقيقت کې د سلامتيا دين دى او پايله يې د انسانيت تهذيب او تمدن دى. که دا کامل دين په نړۍ کې تطبيق شي، سلامتيا به راولي، که پلی نه شي بیا هم اسلام د سلامتيا دین دی.
په منځنیو پېړیو کې یوازینی شی چې د اسلامي امت د پرمختګ لامل و، د حکومت او سیاسي واک و، په هغه وخت کې اسلام او شریعت په ټولنه کې حاکم دین وو، په هغه  دور کې ټول لاسته راوړنې له اسلام څخه وې او د اسلام په ګټه وې.
کله چې د هر واکمن فکر او عقیده د اسلام او د خدای رضا وي، همدا فکر رنګ او بوی په ټولنه کې خپریږي، چې په دې دور کې، د اسلامي تمدن اوج وو، موږ باید پوه شو چې ولې دا دوره توره دوره بلل کیږي؟
علت يې دا دى چې په اوسني عصر کې هم منځنيو پېړيو ته د مسلمانانو په ژبه توره زمانه ويل کېږي. ځکه اسلامي امت له خپل تاریخ څخه، ناخبره دي او په تعلیمي ادارو کې د بیدارۍ نصاب نه تدریسیږي؛ ځکه چې نن ورځ د نړۍ ځینې سیمې په مستقیم ډول تر پوځي اشغال لاندې دي. لکه: سوريه، عراق، جنوبي سوډان، قبرس، قدس او د نړۍ ځينې نورې سيمې د نړۍ په اکثرو سيمو کې د ملګرو ملتونو او د نړۍ د کفر او سرمايه دارۍ نظام (ډيموکراسي) له لارې د غير مستقيم فکري اشغال او واکمنۍ لاندې دي. همدا نړیوال قوانین دي چې د امت د یووالي مخه نیسي او د امت د ذلت او د اسلامي ځمکو د اشغال د دوام مخه نیسي او د امت وژنې او اشغال ته قانوني رنګ ورکوي. له ترهګرۍ سره د مبارزې تر عنوان لاندې يې صليبي جګړې پيل کړې او دا لړۍ دوام لري.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version