لیکوال: شکران احمدي


اعتدال او په اسلام کې د هغه دریځ (څلورمه برخه)

د یو معتدل ملت ځانګړنې:
د “اعتدال” اصل د اسلام په ټولو تعلیماتو او اخلاقو کې په عملي توګه داسې مراعات شوی چې د هر عقل والا لپاره د پوهېدو وړ وي. ځکه چې دا اصل د انسان د عقل او فطرت له خوا تائید شوی دی او د انسان د بدن او روح تنظيم او ثبات او د هغه د فردي او ټولنيزو چارو تنظيمول د همدې اصل په رعايتولو کې دی.
وسط ​​امت هغه اُمت ته ویل کېږي؛ چې اعتدال ولري او له افراط او تفریط څخه لیرې وي، او اعتدال هغه مهال مطلوب کېږي او انسان څخه ریښتني معتدل اُمت جوړوي چې د ژوند په ټولو برخو کې اعتدال راغونډ شي چې ځینې یې لاندي درته معرفي کوو:
۱. په عقیده کې اعتدال.
۲. په کړنو کې اعتدال.
۳. په معاشرت او تمدن کې اعتدال.
۴. په شتمنۍ او اقتصاد کې اعتدال.
په عقیده کې اعتدال.
لومړی که د دې اُمت په عقیده کې اعتدال ته پام وکړو نو معلومه به شي چې په تېرو امتونو کې ځینې تر دې حده افراط او تفریط وکړ چې د هغه له لاسه د دوی دین ړنګ شو. د بېلګې په توګه: ځينو يې د خداى پېغمبران د خداى زامن ګڼل او عبادت يې کاوه او د خداى حيثيت يې ورکول: «وَقالتِ الیهُودُ عُزَیْر ابْنُ الله وَقَالتْ النَّصَارَی الْمَسیحُ ابْنُ الله[1]؛ ژباړه: « یهودان وايي: عزیر د خدای زوی دی او عیسویان وایي: مسیح د خدای زوی دی.»
ځینو نورو بیا د رسالت له پیله له خپلو پیغمبرانو څخه کرکه کوله او که څه هم د پیغمبرانو معجزې به یې لیدلې، کله به یې چې د جګړې او جهاد بلنه ورکوله نو خپل پیغمبر ته به یې ویل: «فَاذْهَبْ أَنتَ وَرَبُّكَ فَقَاتِلا إِنَّا هَاهُنَا قَاعِدُونَ»؛  ژباړه: « نو [موږ یوازې پرېده او] ته او ستا رب لاړ شئ، او جګړه وکړئ [د هغو زورورو سره]، موږ دلته ناست یو [او ستاسو د بریا انتظار کوو!]”.
خو محمدي اُمت د نورو ټولو امتونو په خلاف له خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره یې تعامل درلوده او د خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم په رالېږلو سره یې له خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره دومره مینه او محبت څرګند کړ چې خپل ژوند، مال، اولاد، عزت او هر څه یې د هغه لپاره قربان کړل او هېڅکله یې رسول صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم يې د انسانیت له رتبې څخه پورته نه كړ او هغه مقام چې خداى جل جلاله ورته وركړى و،  په هغه کې یې اغراق و نه کړ.
په کړنو کې اعتدال:
له ایمان وروسته په عمل او عبادت کې اعتدال د انسان لپاره اړین دی. د تيرو زمانو ځيني امتونه د خپلو ديني وظيفو په ادا كولو او د خپلو پيغمبرانو د لارښوونو په مراعاتولو او د ديني چارو په ترسره كولو كې دومره ناكام شول چې كله كله به یې د هغه احکام  په ډېر کم شي باندې به یې خرڅ کړ او د رشوت په اخيستلو به يې هغه آیتونه تبدیل کړه. او تر ټولو حد یې دا وو، چې په کتابونو کې يې ناسم او برعکس فتوا صادره کوله او په هر ډول چالونو سره يې خپل عبادت په تدريجي ډول کم کړ. او د دوی په معبدونو کې ډېر افراطیان خلک پیدا کېدل چې د خدای جل جلاله حلال نعمتونه به يې په ځان حرامول، د سختيو زغمل يې عبادت او ثواب ګڼل.
د خیر البشر صلی الله علیه و سلم اُمت په بشپړه توګه له هغو سره مخالفت وکړ او رهبانیت يې پر انسانانو ظُلم وباله او پر ځای يې د خداى جل جلاله او رسول صلی الله علیه وسلم د احکامو منل یې د هغوی په زړه کې ځای کړ او که څه هم د قيصر او کسری د تخت خاوندان شول، خو بیا یې هم نړۍ ته دا وښودله چې په دین او سیاست کې یا په دین او په نړۍ کې هیڅ تضاد نشته او دینونه د جوماتونو په کونجونو پورې محدود نه دی. بلکې په بازارونو، دفترونو او وزارتونو باندې واکمني کوي او د پاچاهانو په زړونو کې د فقر درس ځایوي او د غریبانو په زړونو کې د انساني کرامت د ساتلو په خاطر د پاچاهۍ درس ورکوي.
نور بیا…
Leave A Reply

Exit mobile version