لیکوال: ابو جریر


په تمدن کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کړنې (دولسمه برخه)

رسول الله صلی الله علیه وسلم؛ د صبر او زغم پياوړتيا
بله ځانګړنه چې د تمدن د ودې او هوساینې لپاره ذکر شوې د زغم شتون دی. د “صبر” عنصر یو له هغو مفاهیمو او کلمو څخه دی چې په قرآن کریم کې پرې تاکید شوی، دا کلمه او د هغې مشتقات په قرآن کریم کې له سلو څخه زیات ځله تکرار شوي، په ډیرو آیاتونو کې پیغمبر ته د نورو شیانو سره سره د صبر او زغم امر کړی دی. ، هغه فرمایي: «فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ أُوْلُوا الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ وَلَا تَسْتَعْجِل لَّهُمْ»؛ ژباړه: “صبر وکړه لکه څنګه چې اولوا العزم پیغمبرانو صبر کړی و او د دوی په اړه بیړه مه کوئ”، «وَلِرَبِّكَ فَاصْبِرْ»؛ “د خپل رب لپاره صبر وکړه”، «اصْبِرْ عَلَى مَا يَقُولُونَ»؛ “په هغه څه چې کافران ستا په اړه وايي صبر کوه” (يعنې خپلې لارې ته دوام ورکړه) «فَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تَكُن كَصَاحِبِ الْحُوتِ»؛ “نو صبر وکړه او د خپل رب امر ته انتظار وکړه، د کب د صاحب [یونس علیه السلام] غوندي بېړه مه کوه، [یعنی فتح او نصرت د مسلمانانو دی].
په دې اړه بې شمېره قرآني آیاتونه او نبوي احادیث شته، دلته یوازې د هغه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم کړنو ته اشاره کوو، چې څنګه یې د دښمنانو د هر ډول ستونزو او توهینونو پر وړاندې صبر او زغم کاوه.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د چارو په اداره کولو او د خلکو په لارښوونه کې په ځانګړې توګه د ابو طالب له وفات وروسته خورا زغم او صبر درلود. رسول الله صلى الله عليه وسلم د شرعي قانون د تحقق او د اسلامي نظام د ټينګښت په موخه بېلابېلو قومونو ته سفرونه وکړل، لکه د طائف سفر، چې د سختیو له امله خورا مشهور دی.
بې له شکه، په هغه ټولنه کې چې صبر او زغم بنسټیز شوی وي هغه ټولنه د تمدن په لور حرکت کوي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صبر او زغم بېلګې
رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه منوره کې د خپلې واکمنۍ په پیل کې په هغه ښار کې د میشتو غیر مسلم اقلیتونو لکه یهودیانو درناوی کاوه. بلکه، هغه حتی د دوی سره یو تړون وکړ او د دوی سره یې په سوله ایزه توګه چلند وکړ.
د احد له جګړې وروسته د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځینو صحابه کرامو له هغه څخه وغوښتل چې په قریشو او مشرکانو لعنت ووایي او هغوی ته ښېرا وکړي، هغه وویل: زه د لعنت لپاره نه یم رااستول شوی. بلکه زه مبعوث شوی یم چې حق او رحمت ته بلنه وکړم، ای خدایه! زما قوم ته لارښوونه وکړه ځکه چې دوی نه پوهیږي.
د یهودو د ظلمونو په وړاندې د رسول الله (ص) صبر او زغم [تر هغه وخته پوري چې دوی د مسلمانانو پر ضد دسیسې او پوځي اقدام نه وو کړی].
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې ته هجرت وکړ او هلته یې له خپلو مهاجرو اصحابو او انصارو سره اوسېده، نو له یهودیانو سره یې دښمني نه کوله، بلکې له هغوی سره يې ډېره مدارا درلودل او غوښتل يې چې د ده او د هغوی تر منځ اړيکې د سوله ييز وي او د مصيبت په وخت کې مرسته سره وکړي.
د منافقانو په وړاندې زغم او صبر د هغوی د مشر عبدالله بن ابي تر مرګه پورې [په نهم هجري کال] پوري یې دوام درلود، او حتی داسې روایتونه هم راغلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوی مشر لمونځ وکړ.
په مدینه منوره کې د دینونو او فرقو د پیروانو ازادي او له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د هغوی پرله پسې لیدنې او مناظرې ټول د هغه د صبر څرګندونه کوي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version