د الله تعالیٰ جل جلاله توره «خالد بن ولید رضي الله عنه» ژوند ته لنډه کتنه (شپږ ویشتمه برخه)
د ابوبکر صدیق رضي الله عنه لخوا خالد رضی الله عنه« بزاخې» ته استول
حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه خالد رضی الله عنه ته امر وکړ چې له څلور زره کسیز لښکر سره د طلیحه اسدي لوري ته لاړ شي او هغه د هستۍ له پاڼې ورک کړي او یا اسدي به پخپله له شا څخه د مجاهدینو مرستې ته را ودانګي؛ خو مخکې له دې چې خالد هغې خوا ته لاړ شي، حضرت عدي بن حاتم طايي رضي الله عنه ته يې امر وکړ چې له ځينو هغو قبيلو سره خبرې وکړي، چې له طلیحه اسدي سره يې تړونونه او ملګرتيا درلوده، او هغوی بیاځلي د الله تعالی جل جلاله لوري ته را وبولي او د ارتداد له بدو پایلو څخه یې خبر ووېروي.
له یوې خوا حضرت عدي رضي الله عنه د طئ قبيلې او نورو قبيلو په لور حرکت وکړ او هغوی ته يې دوه ځله بلنه ورکړه او د طلیحه په ملاتړ يې پښيمانه کړل او په دې وتوانېد چې د طئ له قبيلې څخه زر تنه سپاره لښکر چمتو کړي چې په جګړه کې د خالد رضي الله عنه ملګرتيا وکړي.
له بلې خوا حضرت خالد رضي الله عنه د طلیحه په لور روان شو، مخکې له دې چې هلته ورسېږي، خپل دوه ملګري عکاشه بن محصن او ثابت بن اقرام رضي الله عنهما يې د لښکر د پیلامې په توګه بزاخې ته ولېږل. هلته د حبال په نوم یو کس چې د طلیحه ورور و، له دوی سره مخامخ شو، نوموړو صحابه کرامو هغه درک اسفل ته وصل کړ، کله چې دا خبر پخپله طلیحه ته ورسېد، هغه او د هغه بل ورور چې سلمه نومېده له کوره ووتل او له دغو دوو معززو صحابه کرامو سره يې جګړه وکړه او دواړه د شهادت لوړ مقام ته ورسېدل.
طلیحه هم د خالد رضي الله عنه د برید په اړه پوه شوی و؛ له همدې امله، هغه د ځان لپاره خلک راټول کړل ترڅو د هغه د دروغو نبوت ادعا کولو لپاره په خپلو پښو جګړه وکړي.
لنډه دا چې خالد رضي الله عنه له خپلو څلورو زرو جنګیالیو او د طئ قبیلې له زرو تنو سپرو سره د بزاخې سیمې په لور روان شو چې طلحه او ملګري یې پکې اوسېدل. څه موده وروسته دوی هلته ورسېدل، ناڅاپه یې د عکاشې او ثابت رضی الله عنهما جسدونه ولیدل چې په ځمکه پراته دي؛ مجاهدين په دې خبره ډېر خواشيني شول او دا د دوى لپاره د خفګان خبره وه او ويې ويل: دوه کسه ښاغلي او سرداران د مسلمانانو له سردارانو څخه او دوه کسه آس سپاره زموږ له آس سپرو څخه شهیدان شول.
له هغه وروسته د اسلام رښتیني لښکر د مرتدانو له لښکر سره مخامخ شو چې په طلیحه یې ایمان راوړی و، ډېره سخته جګړه وشوه؛ خو ملعون طلیحه د ځان او خپلې مېرمنې لپاره آسونه او اوښان چمتو کړي وو، تر څو د ماتې په صورت کې وتښتي او په دې فکر چې د وحې په تمه دی، جګړې ته داخل نشو او خپلو ملګرو ته یې وویل: چې زه په خیمه کې د جبرئیل له لوري د وحی انتظار کوم.
هر وخت به طلیحه ویل: چې زه اوس هم د وحی په انتظار یم. بالاخره سړی ستړی شو او په دې باور شو چې دی درواغجن دی او د جګړې ډګر ته ورغی او خپلو ملګرو ته یې اعلان وکړ چې طلیحه دروغجن او کذاب دی او د هغه پیروی مه کوئ.
له هغه وروسته د طلیحه لښکر کمزوری شو او ماتې یې وخوړه. خو طلیحه له خپلې مېرمنې سره په آس او اوښ سپور شو او د جګړې له ډګره وتښتېد، شام ته لاړ او هلته پاتې شو.
په دې توګه حضرت خالد رضي الله عنه په دې وتوانېد چې د بزاخې سيمه فتحه کړي او کفارو او مشرکانو ته يې د اسلام بلنه ورکړه، مرتدان يې بېرته اسلام ته راوبلل او په اسلام مشرف شول او يوه مياشت هلته پاتې شو.
زکات او صدقات يې راټولول او خلکو ته به یې د الهي احکامو ښوونه کوله.
د حضرت خالد رضي الله عنه له نويو مسلمان شوو مرتدانو سره بيعت:
شیخ محمد رضا عربی لیکي: حضرت خالد رضي الله عنه د مختلفو قبيلو له هغو کسانو سره بيعت وکړ چې اسلام ته يې غاړه ټيټه کړه او ايمان يې راوړ، لکه څنګه چې د بیعت متن په لاندې ډول دی: «د الله تعالی عهد په تاسو فرض دې؛ هرو مرو په الله سبحانه وتعالی او د هغه پر رسول صلی الله علیه وسلم ایمان راوړئ، لمونځ قایم کړئ او زکات ورکړئ او د دې بیعت سره سم له خپلو زامنو او مېرمنو سره زما له طرفه بیعت وکړئ.»
د طلیحه اسدي اسلام راوړل:
د “ابوبکر الصدیق” په نوم کتاب کې راغلي دي چې طلیحه اسدي له “بزاخې” څخه سوريې ته وتښتېد او د “کلب” په نوم سيمه کې مېشت شو او کله چې د بني اسد او غطفان قبيلې اسلام ته د رسېدو خبر ورته ورسېد، هغه هم اسلام قبول کړ. هغه د حضرت صدیق اکبر رضي الله عنه د خلافت په وروستیو شېبو کې د عمرې ادا کولو لپاره حرم شریف ته راغی. یو چا هغه حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه ته ور وپېژنده چې هغه طلیحه اسدي دی او ډېر اسلام ضد کارونه یې کړي دي؛ خو د اسلام لومړی خليفه حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه ورته په ځواب کې وفرمایل: هغه اوس اسلام قبول کړی دی؛ نو زه باید څه وکړم؟!
د حضرت صدیق رضي الله عنه موخه دا وه چې اسلام مخکیني ګناهونه بخښي؛ نو اوس طلیحه هم ایمان راوړی دی او د کفر د وخت سزا ورکولو اړتیا نشته.
پایله؛
له دې برخې څخه دا هم روښانه کېږي چې سیدنا خالد سیف الله رضي الله عنه د اسلام له لومړي خلیفه حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه سره څه ډول دریځ درلود. نو د لومړي ځل لپاره د نبوت د مدعیانو د له منځه وړلو لپاره د حضرت صدیق رضی الله عنه لخوا ټاکل کېږي او دا مهم مسؤلیت ورسپاري.
له بلې خوا موږ ګورو چې خالد رضي الله عنه په رښتیا هم په دې وتوانېد چې خپل ماموریت په خپلو جنګي تکتیکونو په ښه توګه سرته ورسوي او د ظُلم ډیوه او د ارتداد تیاره له منځه یوسي.