لیکوال: عبیدالله نیمروزی


امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله (درېمه برخه)

امام ابو حنیفه رحمه الله او معاصر عقلانیت
اساسي پوښتنه دا ده چې د امام ابوحنيفه رحمه الله د فقهې او د دې زمانې د واقعیتونو تر منځ څه اړيکه موندل کېدای شي؟
د نن ورځې فقهاء د شريعت د تطبيق په برخه کې له ډېرو ننګونو سره مخ دي، پرته له دې چې د زمانې له واقعيتونو او د اوسني عصر د چټکو بدلونونو او د نويو علمونو په کشفولو سره چې ډېرې اساسي پوښتنې را ولاړې کړي، موږ يې کلک ځوابونه نه شو پيدا کولای او دې ځوابونو ته نشو رسېدلای؛ دا ځوابونه؛  پرته لدې چې د دې واقعیتونو د پوهېدو سربېره له تېرو او اسلامي دودونو بشپړه او کره پوهه هم ترلاسه کړو.
له بده مرغه د ختيځ د استعدادونو يوه لويه برخه يا په تېرو وختونو کې ډوب شوي او يا يې د اوسني عصر د ناورين څپو ته ځانونه تسليم کړي او خپل رسالت يې په بشپړه توګه هېر کړی دی؛ د دې قلم د لیکوال له نظره، چې دودپاله رویه لري، اسلامي ټولنه د نوي«عقلانیت» د ځینو اړخونو د اغیزې له کبله نه شي کولای خپل تېر هېر کړي او د داسې کولو حق هم نه لري؛ دا باید هېر نه کړو چې هېڅ تمدن په بې ثباته بنسټ نه دی جوړ شوی، او هره بې بنسټه ودانۍ په لږه زلزله کې له منځه ځي.
که په ډاګه ووایو، اسلامي فقه د خپل ټولیز یا کلیت په پام کې نیولو سره، که د وخت سره سم متحرکه شي او په اصولو او قواعدو ولاړه وي، دا وړتیا لري چې د نن ورځې نړۍ سره په شعوري توګه له ټولو لوړو او ژورو سره مخ شي؛ په دې شرط چې له دمخه انګیزنو سره لاس او ګریوان نه وي، خپل تاریخي رول وپیژني او د فقهې اصول او احکام له زمانې سره متناسب  وضع شي.
موږ باید دا ومنو چې فقه په پراخه کچه، نشي کولی په سستو او کمزورو اصولو او قواعدو ولاړه شي؛ بلکې، د اصولو د پیدایښت پروسه باید په کره توګه وپېژندل شي او د وخت سره سم جوړ شي؛ په عین حال کې دا خبره هم سمه ده چې فقهې هم په خپل دوره کې ستر بدلونونه منلي دي؛ داسې ښکاري چې د دې پرمختګونو او بدلونونو خورا مهمې برخې باید د فقهې په قواعدو او اصولو کې څرګند شي. په دې لیکنه کې په ځنډ سره  به معلومه شي چې امام ابوحنیفه او د هغه فقه په کومه فضا کې خپل تاریخي رول ادا کړی او تر نن ورځې پورې قوي پاتې شوی ده؛ او همدارنګه د دې وړتیا هم لري چې د پېړیو راهیسې د اصولو او فقهې مسئلو ته د خپلو پیروانو او اسلامي اُمت اړتیاوو ته په ژوره توګه ځواب ووایي.
 د صاحبینو (محمد بن حسن شیباني او قاضي ابو یوسف) له زمانې څخه تر وروستیو پېړیو پورې د خورا ارزښتناکو اثارو کشف د دغه ستر شخصیت د ژور فکر، پرانستې چلند او ژور درک له امله دی؛ خو موږ باید دا حقیقت هم ومنو چې د نېکمرغه ماضي په میز کې ناست، پرته له دې چې خپل مسؤلیت وپیژني او دا وخت په رسمیت وپیژني چې موږ پکې ژوند کوو، هم د تېرو او هم د اوسني نسل سره ظُلم دی. په محدودو لوښو کې د لویو مقدارونو اچول د پخوانیو بدلونونو غوړ کموي او  هم په خپله ظرفیت نه پیدا کوي.
موږ باید دا ومنو چې په اسلامي نړۍ کې له پېړیو راهیسې فقه او اصول په یوه ژور خندق کې ډوب دي او نن یوازې د تېر وخت د خزانو او زیرمو څخه لګښت کېږي؛ که د فقهې د اصولو مبانۍ له سره و نه لوستل شي او داسې اصول او قواعد جوړ نه شي چې د دې زمانې له ناڅرګندو اړتیاوو سره برابر وي، نو په ٢١مه پېړۍ کې د ژوند له حقیقي اړتیاوو سره سم اجتهاد ترلاسه کول ناشوني دي، د وخت پرمختګونه او بدلونونه هيڅوک نشي کنټرول کولای، د بېلګې په توګه د جزايي فقهې په ډګر کې اوس نويو علمونو لکه: جرم پېژندنه یا کریمنولوژۍ، جرم موندنه یا کریمنالسټیک، جزايي ټولنپوهنه، جزايي علوم او نورو اړوندو علومو ځانګړی ځای موندلی او فقیه به د دې عیني واقعیتونو له پوهې او درک پرته، هېڅکله نشي کولای چې د خپل اجتهاد د حق او سمې لارې پر بنسټ ولاړ کړي.
له بلې خوا تل د نويو نظريو د بحث او وړانديز او د پخوانيو فرضيو په اصلاح کې ډېر پرمختګونه رامنځته کېږي او اړتیا ده چې د اسلامي نړۍ مفکرين دې په دې برخه کې د خپلې پوهې بنسټونه روښانه کړي او په دې پوه شي چې د نظري مبانۍ د پېژندلو او تشريح پرته، نشي کولی په عمل کې ژور بدلونونه رامنځته کړي؛ دا حقیقت هغه وخت ښه درک کېږي کله چې د اسلامي تمدن له ظهور څخه یوه پیړۍ وروسته د فقهې مشرانو  د خپل وخت په واقعیتونو کې یې څومره ښه فکر کړی او راتلونکي ته یې څومره لوړ لیدلوري او افقونه پرانستي دي.
 دا یو پیغام دی چې د نن ورځې فقهاوو ته به له یوې خوا دا معلومه شي چې د دوی د افکارو اغیزې څومره ژورې وې او له بلې خوا به په دې پوه شي چې دوی نن ورځ په تاریخي لحاظ څومره حساس رول لوبوي چې پر بنسټ یې باید یوازې د تقلید په بند کې راګیر نشي او له نویو اجتهادونو څخه ویره ونلري؛ ځکه چې هېڅ تمدن له بدلون پرته نه دی رامنځته شوی او وده یې نده کړې.
په حقیقت کې هغه ستر پرمختګ چې د هجرت په دوهمه او درېیمه پیړۍ کې په «فقه» کې راڅرګند شو، د ژورو بدلونونو په چوکاټ کې رامنځته شو؛ د بېلګې په توګه، په داسې حال کې چې د متن پر بنسټ چلند او لیدلوری یې درلود، خپل واکونه یې د اسلامي پوهې برخو ته وغځول. د ابو حنيفه رحمه الله په شان د يوه ستر عالم فقهي بنسټ د اسلامي تمدن لپاره يوه نوې لاره پرانيستله؛ دا مهمه نه ده چې ابوحنيفه رحمه الله د  “کتاب او سنت” تر څنګ د اجتهاد، قياس او استحسان پلوي و؛  بلکې مهمه خبره د دې مسايلو په راپورته کولو کې د هغه ستر فقيه زړورتيا وه. دا باید په یاد ولرو چې دا عزتمن سړی تابعي و او د څلورو غوره صحابه کرامو، یعنی انس بن مالک، عبدالله بن ابی اوفی، سهل بن سعد ساعدی، او ابوالطفیل عامر بن واثله رضي الله عنهم په صحبت مشرف شوی و.
هغه د نبوت له اهل بیت څخه امام زید بن علي، محمد بن علي، امام محمد باقر او امام جعفر صادق رضی الله عنهم وموندل  او له تابعینو او پوهانو لکه:  حماد بن ابی سلیمان، عطاء بن ابي رباح، ابواسحاق سبیعي او له نورو څخه یې زده کړې وکړې او څيړونکو له صحابه او تابعینو څخه د نورو کسانو یادونه هم کړې ده چې نوموړي د دوی له علم او پوهې څخه ږ ګټه پورته کړې او له هغوی څخه يې احاديث روايت کړي دي.
د امام ابو حنيفه رحمه الله په شان ستر مشران او امامان بايد په دقت سره وپېژندل شي او هغه پيغام چې د اسلامي قوانينو په تاريخ کې د هغوى له افکارو رامنځته شوى دى بايد په ښه توګه ترلاسه شي.
امام ابو حنيفه رحمه الله د آیتونو او احاديثو په ژور درک سره د فقهې د علم حقيقت او ماهيت په سمه توګه وپېژانده او په دې پوهېده چې د دغه علم د تحول له امله بايد هېڅکله د تېرو د علم په پولو کې ونه درېږي. هغه د خپل وخت د خلکو په مذهبي ژوند کې د بدلون راوستلو توان درلود او له هغه وروسته هم ډېر اغېزمن وو.
په ځانګړې توګه دا باید په پام کې ونیول شي چې په دویمه او درېیمه پیړۍ کې د فقهې دورې وده د هغه مفکورو څخه ډېره اغیزه درلوده چې هغه د فقه په ډګر کې معرفي کړل، دا مهمه نده چې ځینې مشران یې مخالف وي؛ ځکه چې په ټولیزه توګه د ده په لاره او طریقه کې ور ګډ شول وو او د دې ستر کلتوري بدلون ټاټوبی او سرچینه د عربي ټاپو  او بین النهرین نه؛ بلکې ماوراء النهر و.
د امام ابو حنيفه رحمه الله تر ټولو ستر فضيلت د زمانې په اړتياوو پوهېدل او د فقهې د بنسټونو په تالیف کې نه وو. بلکې په دې کې و چې هغه راتلونکو بدلونونو او پرمختګونو ته کتل او ورته متوجه و، او هغه واقعاً د خپل وخت څخه ډېر، د راتلونکي فکر کاوه؛ د هغه څه له مخې چې وویل شول، د هغه د فقهي فکر خورا مهم محورونه چې زموږ په وخت کې کارول کېږي، تر سترګو کېږي.
نور بیا…
Leave A Reply

Exit mobile version