لیکوال: عبیدالله نیمروزي


امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله (دوهمه برخه)

د امام ابو حنیفه رحمه الله اولادونه؛
د امام ابو حنيفه رحمه الله د اولادونو د حالاتو د څرنګوالي په اړه څه نه دي معلوم، يوازې دا څرګنده ده چې د وفات په وخت کې له حماد پرته بل اولاد یې نه درلود؛ کله چې لوی شو، خپلې  زده کړې او علمي درجې یې له خپل محترم پلار څخه بشپړې کړې. نومړی د علم، فضل، تقویٰ او پرهیزګارۍ له امله د خپل پلار ځای ناستی و.
د ابو حنيفه د مشهورو شاګردانو په منځ کې لاندې کسان يادولی شو:
۱ـ زفر بن الزهیل چې په ۱۵۸ هجري کې وفات شوی دی.
۲ـ ابو یوسف یعقوب بن ابراهیم الانصاري چې په ۱۸۲ هجري کې وفات شوی دی.
۳ـ  محمد بن الحسن الشیباني چې په ۱۸۹ هجري کې وفات شو.
۴ـ  داود الطائي.
۵ـ  اسد بن عمر.
۶ـ  حسن بن زیاد اللؤلؤی الکوفي په ۲۰۴ هجري کال کې وفات شو.

 

د امام ابو حنیفه رحمه الله لیکنې او تصنیفات؛
۱.  فقه اکبر.
۲.العام والمتعلم.
۳.  مسند.
۴. کتاب الآثار.
د امام ابو حنیفه رحمه الله صفتونه؛
هغه میانه قد او متوسط بدن درلود، د خپل ښه کردار ترڅنګ يې ښه څېره هم درلوده، خبرې يې ډېرې خوږې وې او غږ يې لوړ او صاف و، که موضوع هر څومره هم پېچلې وه، خو په ډېر وضاحت او فصاحت سره به  يې بیانوله.
د امام اعظم رحمه الله په اړه د فاضلانو علماوو اقوال؛
امام ابو داود رحمه الله وايي: امام ابوحنيفه یو امام او مشر و.
امام ذهبي وايي: امام ابوحنيفه یو له دیني عالمانو او  د عراق  ستر عالم  و.
امام وکیع بن جراح وايي: امام ابو حنیفه رحمه الله د اُمت امانت و.
يحيى بن معين وايي: ابو حنيفه د اعتماد وړ دى.
علي المديني وايي: امام ابو حنيفه رحمه الله معتبر او د اعتماد وړ دې او په هغه کې  عيب او ستونزه نشته.
سفيان ثوري وايي: ابو حنيفه يو له هوښيارانو څخه وو.
عبدالله بن مبارک وايي: ما د ابو حنيفه په شان په فقه کې څوک نه دي ليدلي.
امام ابن تيميه رحمه الله وايي: ابو حنيفه، مالک، شافعي، احمد او اوزاعي د دین له امامانو څخه دي.
مکي بن ابراهیم وايي: امام ابو حنیفه رحمه الله د خپل وخت تر ټولو عالم وو.
سفیان بن عیینه وایي: د ابو حنیفه په زمانه کې په کوفه کې له ده نه لوړ، متقی او هوښیار بل څوک نه و.
فضیل بن عیاض وایي: ابو حنیفه د فقهې سړی و چې په فقه کې یې ښه شهرت درلود.
ابن خلدون وايي: په فقه کې د امام ابو حنيفه مقام دومره لوى او لوړ دى چې ساری یې نه دى ليدل شوى.
ابن حجر عسقلاني وايي: امام ابو حنيفه مشهور فقيه او عالم و.
يزيد بن هارون وايي: ابو حنيفه په فقه کې تر ټولو ډېر پوه وو.
ابن کثير وايي: ابو حنيفه عراقي فقيه يو له مشهورو امامانو او مشرانو څخه و.
امام سیوطي وايي: زه په کوفه کې پر دوو کسانو حسد کوم، ابو حنیفه په علم او فقه کې او حسن بن صالح په زهد او تقوا کې.
اسماعيل محمد بن جراح شافعي وايي: ابو حنيفه د امامانو مشر او د اُمت لارښود و، هغه د مجتهدينو امام او د قرآن او سنتو په اړه د خلکو تر ټولو زيات پوه و.
 امام جزري رحمه الله وايي: ابو حنيفه يو عالم، عمل کوونکی، زاهد، متقي او پرهېزګار وو.
امام معمر وايي: ابو حنيفه په فقه کې بې حده مهارت درلود او ما تر ده زيات په فقه کې بل څوک نه دی ليدلی.
امام ابن تيميه رحمه الله وايي: د امام ابو حنيفه رحمه الله عقيده په توحيد او تقدير کې د سلف صالح له عقيدې، قرآن او سنتو سره په بشپړه توګه موافق وه او د الهي اسمونو او صفاتو په باره کې، د هغه عقیده د اهل سنتو، صحابه کرامو او تابعینو عقیده ده، او ویل یې:  قرآن د خدای کلام دی؛  هغه مخلوق نه دی او الله تعالی به په آخرت کې لیدل کیږي.
تاج الدين سبکي وايي: د ابو حنيفه فقه ډېره دقيقه ده.
ابوبکر بن عیاش وايي: ابو حنیفه په خپل دور کې تر ټولو غوره و.
امام خطیبي وايي: مسلمانان باید په دوامداره توګه د ابو حنیفه لپاره دُعا وکړي چې د حدیث او فقه په علومو کې یې مسلمانانو ته خدمت کړی دی.
نور بیا…
Leave A Reply

Exit mobile version