۱- سیکولریزم او د غربي حکومتولۍ په څرنګوالي باندې یې اغېزه؛
غربي ټولنه د کلیسا تر واک او حاکمیت لاندې وه او دغه مرکز عموماً سیاسي افکار او نظریات درلودل چې له مجموعې څخه یې دا جوته کېدای شي چې د«سیاسي تیورۍ» لرونکې وه او دې نظریې د کلیسا د دریځ تفسیر او څرګندونه کوله. د کلیسا دا سیاسي نظریه په خپل خورا بشپړ او غوره حالت کې د خیالي افکارو او نظریو په څېر وه چې تل یې د “خیالي فاضله مدینې” په اړه خبرې کولې او د عیسوي کشیشانو د تفسیر له مخې، مدینه یوازې دوه ډوله وه: مدینة الله او مدینة الشیطان.
۱- خیالي تیوري یا نظریه؛ دا نظریه د پخوانیو فیلسوفانو په منځ کې مشهوره شوې وه، او دوی له ترخو او بدو واقعیتونو څخه د پراخو تصوراتو نړۍ ته لاړل او په خپلو ذهنونو کې یې د خیالونو او خوبونو څخه نمونې ټولنې او فاضله تمدنونه جوړول. د دې نظریې له سر لارو څخه یو هم “افلاطون” یادولی شو او د مسیح څخه په وروسته دوره کې د “توماس مور” لخوا د ” یوټوپیا نظریه ” (ارماني ښار) او د “توماسو کمپانیلا” لخوا د ” لمر ښار” نظریه مشهوره وه. دې نظریې په حکومتولۍ کې دین ته هیڅ ارزښت نه دې ورکړی، بلکې عقلي همغږي او دنیوي مصلحت یې د خپل نظر بنسټونه ګڼل.
۲- د ټولنیز تړون نظریه؛ دا نظریه هم د لوی فیلسوف ارسطو سره تړاو لري. د هغه نظر دا و چې انسان یو “ټولنیز حیوان” دې او مدنیت د هغه په طبیعت کې دې. د توماس هابس، جان لاک او ژان ژاک روسو په څېر خلکو دغې تیورۍ ته وده ورکړه. د دې نظريې اصلي ټکی دا و چې د مذهب رول په ټوليزه توګه له ژوند څخه وتلی او د وروسته پاتې والي لامل ګڼل کېده. دې تیورۍ خلک نشلیزم یا ملتپالنې او توکم پالنې ته راوبلل؛ ځکه چې دا تړون د انسان او د هغې ټولنې ترمنځ و چې په هغه کې یې ژوند کاوه او دوی د انفرادي او ټولنیزو ګټو لپاره کار کاوه.
۳- د الهي حق نظریه؛ دا نظریه هم د کشیشانو او پاپانو لخوا جوړه شوې وه ترڅو د اروپا خلک غلام کړي او د دوی وړتیاوې او شتمنۍ د الهي حق په ادعا سره ولوټي او د خپل په ګټه یې وکاروي. د دې تیورۍ له مخې، اروپایانو له ډېرو پېړیو راهیسې د خدای په توګه د دوه انسانانو عبادت کاوه؛ یو یې امپراتور او بل یې پاپ و.
امپراتور ادعا لرله چې هغه حق لري چې د خپلې خوښې سره سم پر خلکو واکمني وکړي او دوی باید د هغه پیروي وکړي. پاپ هم له خلکو وغوښتل چې د هغه فرمانونه او امرونه ومني او په بشپړه توګه یې پلي کړي؛ ځکه هغه دا کار الهي امر او آسماني لارښوونې ګڼلې. دا ډول واکمني هم کلونه او نسلونه دوام درلود او هېچا یې د مقابلې او پوښتنې جرأت ونه کړ.