لیکوال: ډاکټر فضل احمد احمدي


د نشنلیزم «ملتپالنې» پېدایښت او د هغه عناصر (لومړۍ برخه)

 لنډیز
 په وروستیو پېړیو کې د خلکو او واکمنانو تر منځ د سیاسي اړیکو تنظیم کوونکې او حاکمه مفکوره  نشنلیزم یا ملتپالنه ده. دا مفکوره چې تر ډېره په یو ځانګړي ملت، نژاد، ژبې، هویت او توکم پورې تړاو لري، کله ناکله په منفي ډول کارول شوې او د مختلفو ډلو او طبقو لپاره یې منفي پایلې هم لرلې دي. دې مسئلې ته په پام سره د دغې لیکنې اصلي موضوع د دې څېړنه ده چې نشنلیزم یا ملتپالنه څه ډول باور او  فلسفي/سیاسي فکر دې او د هغې د پیدایښت لاملونه او جوړوونکي عناصر څه دي؟
 د کتابتون د سرچینو په کارولو او د توصیفي – تحلیلي میتود په مرسته به دې پایلې ته ورسیږو چې نشنلیزم د عامه کلتور او سیاسي سمبول پر بنسټ ولاړ دې او بالآخره په یوه سیاسي ټولیز فرهنګ بدل شوی دې. دا مفکوره هڅه کوي چې وګړي سره راټول کړي ترڅو د خپل مليت سره مینه وکړي، د قوانینو اطاعت وکړي او د خپلې خاورې دفاع وکړي. د دې پدیدې د پیدایښت عوامل او جوړوونکي عناصر د تاریخ په اوږدو کې د دې باور د غوښتنو او اړتیاوو سره سم متنوع او مختلف دي.
 بنسټیزې کلمې: نشنلیزم، ملیت، سیاسي، ډله، فکر
 سریزه
 ډېری سیاسي نظریات چې اوس مهال په علمي سرچینو کې تر بحث او څېړنې لاندې نیول کیږي، غربي ریښه او بنسټ لري. په دې وروستیو پېړیو کې د خلکو او واکمنانو تر منځ د سیاسي اړیکو تنظیم کوونکې او حاکمه مفکوره نشنلیزم دې. دا مفکوره چې تر ډېره په ملت باورۍ او  په یو ځانګړي قوم،  نژاد، ژبې، هویت او توکم پورې تړلې ده، کله ناکله په منفي ډول کارول شوې او د مختلفو ډلو او طبقو لپاره یې منفي پایلې لرلې دي.
په ټولیزه توګه د سیاسي افکارو په برخه کې او په ځانګړي توګه د نشنلیزم په ډګر کې څېړنه تر نن ورځې پورې او په یوویشتمه پیړۍ کې چې هر څه تر نظر لاندې دي، ډېر پیروان لري او  له ځانګړي مقام او منزلت څخه برخمن دې. دا مفکوره یو له هغو مهمو مسایلو څخه ده چې د بشري ټولنې د سیاسي، اقتصادي او کلتوري ژوند د ودې او پراختیا لامل کیږي. د مختلفو سیاسي اختلافاتو او باورونو متقابل تفاهم او پوهه، د خپلو بنسټګرو د ارادې پر بنسټ، د بشري ټولنې په اساسي مسلو باندې حاکم دې.
 دې مطلب ته په پام سره، د نشنلیزم سیاسي فکر څېړنه یوه له سیاسي اړتیاوو څخه ده، چې ورته پاملرنه د باورونو د ودې او پراختیا او د نورو د باورونو د درناوي لامل کېږي. همدارنګه، موږ دې باور ته نږدې کوي چې یو لوی شمېر خلک لاهم په داسې سیاسي افکارو باور لري چې ممکن زموږ له نظره او په ځانګړي توګه د اسلامي شریعت له نظره رد شي.
 د سیاسي افکارو په ډګر کې په ټولیزه توګه د لیکوالانو لخوا ډېر کتابونه لیکل شوي دي. تقریبا وېلی شو چې په هر کتاب کې چې په عمومي توګه د سیاسي افکارو په اړه لیکل شوی، د نشنلیزم په اړه بحث شوی دې.  په ورته وخت کې د نشنلیزم د فلسفي/سیاسي فکر په اړه زیاتې مقالې لیکل شوې دي چې ځینې یې د دې څېړنې د سرچینو په لیست کې شاملې دي.
د دې څېړنې او په دې برخه کې د نورو څېړنو ترمنځ توپیر دا دې چې  په دې څېړنه کې په عمومي او لنډه توګه د نشنلیزم د نظریې باورونه، عقاید، د ظهور عوامل او عناصر څېړل شوي دي؛ دا څېړنه لوستونکي ته اجازه ورکوي چې  په ټولیز ډول نشنلیزم درک کړي او پوه شي چې دا سیاسي فکر څه عقیدې لري او  څنګه یې د نورو باورونو سره په تعامل کې وده او پراختیا موندلې؛ همدارنګه د فعالیت په اوږدو کې خپلې ننګونې او بریاوې څېړي او د هغوی ارزونه کوي.
 دې مسئلې ته په پام سره، د اوسنۍ څېړنې بنسټیزه پوښتنه دا ده چې نشنلیزم څنګه یو فلسفي/سیاسي عقیده او فکر دې، او د هغه د پېدایښت عوامل او جوړوونکي عناصر څه دي؟
 د کتابتون د سرچینو او توصیفي- تحلیلي میتود په کارولو سره، موږ دې پایلې ته رسیږو چې د نشنلیزم اصلي بنسټ د یو عمومي کلتور او سیاسي سمبول پر بنسټ ولاړ دې، او بالآخره په سیاسي اجتماعي کلتور بدلیږي چې هڅه کوي وګړي د خپل ملي هویت سره مینه وکړي، د قانون سره سم عمل وکړي او له خپلې خاورې څخه دفاع وکړي. د نشنلیزم د راڅرګندېدو عوامل او د هغې د جوړښت عناصر د تاریخ په اوږدو کې د اړتیاوو سره سم متنوع او مختلف دي.
 ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version